د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: طالبانو په اوربند کې خپل یووالی ثابت کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): یوه امریکايي خپرونه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله وايي چې طالبانو دا ثابته کړه چې پخپلو لیکو کې غښتلی یووالی لري. واشنګټن ایکزماینر په نوم خپرونه د بهرنیو چارو وزارت د یوې سرچینې په حواله لیکي، اختر کې د طالبانو اوربند دا وښوده چې دوی څومره سره یو لاس او د ...

نور ولوله »

ویسا: د حکومت تر لاس لاندې ساحې ته په کتو؛ ټاکنې مشروعیت نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ویسا؛ په تازه سرمقاله کې لیکلي، دا چې تر پنځوس سلنه ډېره خاوره د طالبانو په لاس کې ده، نو د حکومت له لوري ټاکنې اصلاً مشروعیت نه لري. د مقالې د لیکوال په باور د اختر دریو ورځو اوربند دا وښوده چې طالبان نږدې په ټول افغانستان کې ...

نور ولوله »

د اجراییه ریاست مرستیال: طالبان پر اویا سلنه خاوره حاکمیت لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹چنګاښ،۱۳۹۷ل): د اجراییه ریاست مرستیال او د وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي طالبان د هېواد پر ۷۰ سلنه خاوره حاکمیت لري.   محقق تېره پنجشنبه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د طالبانو پر دې اندازه حاکمیت راتلونکې ټاکنې له ګواښ سره مخ کولی شي.   هغه همدارنګه په غزني کې پر هزاره مېشتو هېوادوالو غږ ...

نور ولوله »

غني: د امن سیمې؛ طرحه یوه فردي طرحه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹چنګاښ، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني وايي د امن سیمې په نامه طرحه حکومتي طرحه نه ده، بلکې یوه فردي طرحه ده. هغه نن په ارګ کې د خبري کنفرانس پر مهال امنیتي ځواکونو ته هم د عملیاتو امر وکړ او ويې ویل چې لس ورځنی اوربند يې نن پای ته ورسيد. ډاکټر غني د امن سیمې ...

نور ولوله »

اذربایجان کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه نن پيلېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): اذربایجان کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه چې د ګڼو هېوادونو، سازمانونو او مؤسساتو استازي يې ګډونوال دي نن پیلېږي. د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویاند حکمت حاجی یوف رسنیو ته ویلي په دې غونډه کې د ۹۰ هېوادونو، سازمانونونو، مؤسساتو او نړیوالو بنسټونو استازي برخه لري. له افغانستان څخه د ...

نور ولوله »

طالبان: امریکايي قومندان د ټرمپ د ستراتېژۍ ناکامي پټوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): طالبانو په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د هوايي قواو د قومندان څرګندونې د ټرمپ د ستراتېژۍ د ناکامۍ د پټولو هڅه بللې. دغه امریکايي قومندان جنرال لیسن بنچ په پنټاګون کې خبري غونډې ته ویلي، تازه يې ۱۵۴ هوايي بریدونه کړي، د طالبانو مالي سرچينې يې له منځه وړې او همدارنګه يې پرلټونه ...

نور ولوله »

نور او محقق له دوستم سره په ملاقات کې هغه راتګ ته هڅولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د جمعیت اسلامي اجراییه مشر عطامحمد نور او د وحدت ګوند مشر محمد محقق په انقره کې جنرال دوستم سره ليدلي دي. عطامحمد نور پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دوی له جنرال دوستم سره د هغه پر راتګ غږېدلي او هم يې د را روانو ټاکنو په اړه بحثونه کړي دي. محمد محقق، عطامحمد ...

نور ولوله »

پاکستان ته تللی پلاوی، تش لاس رالېږل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې پاکستان د حنیف اتمر په مشرۍ د لوړپوړو چاراکو تللی پلاوی تش لاس را لېږل شوی دی. ویسا ورځپاڼه د ځينو سرچینو په حواله وايي چې پاکستان له امریکا سره معامله کړې او افغانستان په دې معامله کې یوازې استعمالېږي، نور پکې د ګډون کوم څرک نه لري. د سرچینې په ...

نور ولوله »

دفاع وزیر: د دفاع لپاره د امنیتي تړون لاسلیک «ښه کار» و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د مشرانو جرګې غړو ته ویلي، هېواد له شلو استخباراتي ډلو سره لاس ګرېوان دی، ځکه خو له ناټو او مریکا سره د تړونونو لاسلیک «ښه کار» و. مشرانو جرګې نن په هېواد کې د روان امنیتي وضعیت د پوښتنې لپاره د ملي دفاع وزیر طارق شاه ...

نور ولوله »

امریکا د ښځو لپاره د نړۍ لسم خطرناک هېواد دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): رویټرز په نړۍ کې د ښځو د وضعیت په اړه په خپاره کړي تازه راپور کې ويلي، له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې ترامریکا یوازې نهه هېوادونه وړاندې دي. د سرچینې د راپور له مخې امریکا د ښځو د ځورونې په تېره بیا جنسي ځورونې په برخه کې د نړۍ لسم ...

نور ولوله »