د لیکوال: خالد لوګری ارشیف

طالبان وايي تسلیم شويو کسانو ته په ګلانو هرکلی کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، یوازې تېره میاشت کې نږدې زر تنه له دولت سره په پوځي او ملکي برخو کې بوخت هېوادوال له دندو لاس پر سر شوي او طالبانو ورته غېږه خلاصه کړې ده. د ورځې خبره؛ چې د طالبانو رسمي تبصره ده، پر همدې موضوع را څرخي، چې پکې د ۹۹۰ تنو د ...

نور ولوله »

برېښنا شرکت: زرګونه شرکتونه او اشخاص مو نږدې څلور میلیارده افغانۍ پوروړي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، زرګونه شرکتونه او اشخاص يې له څو کاله راهیسې نږدې څلور میلیارده افغانۍ پوروړي دي او د لګول شوې برېښنا پیسې نه ورکوي. د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته ويلي، شاوخوا درې زره کسان او شرکتونه يې پوروړي دي او له پور ورکولو انکار ...

نور ولوله »

د کابل والي: د برېښنا وېش د وکیلانو په خوښه او نا انصافه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): په کابل کې د برېښنا پرې کېدو خلک اندېښمن کړي او د برېښنا ریاست د چارواکو په وینا په ۲۴ ساعتونو کې یوازې شپږ ساعته برېښنا لري. د کابل والي یعقوب حیدري وايي، د کابل برېښنا د ملي شورا د غړو په خوښه وېشل شوې چې خلکو ته پکې هیڅ پام نه دی شوی، ...

نور ولوله »

جوزجان چارواکي: اربکیانو بشپړه پوسته طالبانو ته سپارلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د جوزجان چارواکي وايي، د دې ولایت په فیض اباد ولسوالۍ کې اوه تنه اربکیان له طالبانو سره یو ځای شوي او د پوستې ټول مهمات يې له ځان سره وړي دي. د فیض اباد ولسوالۍ ولسوال الف شاه ازادي راډیو ته ویلي، دې اربکیانو د یادې ولسوالۍ په بېزجګ سیمه کې پوسته درلوده، ...

نور ولوله »

پوهنې وزارت د زرګونو ښوونکو د ګمارنې او سلګونو ښوونځیو جوړولو هوډ لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پوهنې وزارت وايي، راتلونکي ښوونیز کال کې د زرګونو ښوونکو د ګمارنې او سلګونو ښوونځیو د جوړولو هوډ لري. د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي تېره ورځ ننګرهار کې غونډې ته وویل، په را روان تعلیمي کال کې د ۲۳ زره ښوونکو د ګمارني پلان لري. هغه وویل، چې د دې تر ...

نور ولوله »

سرور دانش: ټاکنیزو کمیسیونونو ته مو صبر پای ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د محمد اشرف غني دویم مرستیال چې په ټاکنیزه پروسه کې پرې د ډېر دخالت تورونه هم لګیدلي، ټاکنیزو کمیسیونونو ته ګواښ کړی دی. دانش نن په یوه غونډه کې وویل، د ټاکنیزو کمیسیونونو کمزورۍ نورې د منلو نه دي او په وینا يې «د صبر کاسه په ډکېدو ده.» هغه وویل، تر ټاکنو ...

نور ولوله »

ننګرهار؛ د داعش مرستې ته دنګېدلي ځواکونه طالبانو ځپلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د ننګرهار د خوږیاڼو په کمه زاوه سیمه کې د طالبانو او داعش جګړه مارو ترمنځ جګړه ګرمه شوه، چې مرستې ته يې امریکایي ځواکونه د دولتي کمانډو عسکرو په ملتیا ور ورسېدل. د سیمې اوسېدونکي وايي، بهرنيو او دولتي عسکرو هغه طالب سرتېري په نښه کړل، چې له داعشیانو سره پر ...

نور ولوله »

عدليې وزارت تر زر ډېرې ټولنې لغوه اعلان کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د عدليې وزارت د شاوخوا ۱۲۰۰ ټولنو چې په بېلابېلو برخو کې جوازلیکونه اخیستي و، لغوه کړي دي. د دې وزارت ویاند امان ریاضت وايي، د ټولو لغوه شویو، ټولنو شمېر تر ۱۲۸۰ پورې رسېږي، چې هغه يې علت د فعالیت د جواز د ختمېدو د نېټې پوره کېدل یاد کړي دي. ریاضت ويلي، ...

نور ولوله »

د کابل ـ شمال لار سالنګونو کې تړل شوې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د فواید عامې وزارت وايي، د واورې د ورښتونو له امله د کابل ـ شمال لار سالنګونو کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. د دې وزارت د اعلاميې له مخې په جنوبي سالنګ کې ډېرې واورې او د بادونو د څه مودې لپاره د موټرو د تګ راتګ مخه نیولې ده. د ...

نور ولوله »

پر افغان ولسشمریزو ټاکنو د امریکا او روسيې چنې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې باید د راتلونکي کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شوې وای، د بېلابېلو علتونو له امله درې میاشتې وځنډول شوې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه ټاکنې امریکا پر خپل فشار ځنډولې او د خپلې «د سولې سناریو د تطبیق» ...

نور ولوله »