د لیکوال: میرویس بارکزی ارشیف

د میدان وردګو او هلمند له محبسونو شل زندانیان خوشي شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د ګډحکومت د مشر د فرمان له مخې پرون د هلمند ولایت له مرکزي زندانه شپاړلس تنه زندانیان خوشي شوي دي. د هلمند استئناف محکمې رییس دل اقا همت وايي چې د دې زندانیاو ډېری په جنیايي جرمونو تورن و، چې د اشرف غني د نهه دېرشمې ګڼې فرمان له مخې خوشي ...

نور ولوله »

د پاکستان د پوځ لوړ پوړی چارواکی کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان د پوځ لوړ پوړی  چارواکی د سویلي قومنداني قومندان دګر جنرال ناصرخان جنجوعه پر مشرۍ یو پلاوی کابل ته راځي. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې د دوی د سفر موخه په دواړو هېوادونو کې پر امینتي موضوع خبرې دي، او هڅه ...

نور ولوله »

د ګډ حکومت کابینه، له نیمايي ډېر بهرنیان دي! /سرلیکنه

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: کله چې د تېر سپټمبر په وروستیو کې د جان کېري د دویم سفر پر مهال د عبدالله او غني ترمنځ پر ګډ حکومت سلا راغله، لږ تر لږه له پېښو ناخبره ولس په زړونو کې هیلې راوټوکې دي چې که خدای کول نور به د اقتصادي، اداري او سیاسي بحران له بلا خلاص شي. ...

نور ولوله »

چارواکي: په کندوز کې طالبانو دوه کلي نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال کې د کندوز ولایت چارواکي وايي چې طالبانو په امام صاحب ولسوالي کې دوه کلي نیولي دي. د امام صاحب ولسوالي امنیه قومندان امان الله ابراهیمي وايي چې طالبانو له پرون راهیسې په دغه ولسوالي کې جګړه پیل کړې او د غراو په سیمه کې يې دوه کلي نیولي ...

نور ولوله »

حاجي فرید: له امریکا وروسته د جګړې وېره بې ځایه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د سیاسي چارو کارپوه حاجي فرید وایي چې د بهرنیانو له وتلو وروسته په افغانستان کې د جګړې وېره بې ځایه ده. حاجي فرید نن له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې ګډ حکومت باید د سولې لپاره رښتینې هلې ځلې وکړي او په خبره یې د جګړې خبرې دې یوې خواته ...

نور ولوله »

د امنیتي ځواکونو ملاتړغونډې ته ملایان د سیمینار په نامه بلل شوي وو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي۲۹مه، ۱۳۹۳ل): څو ورځې وړاندې رسنیو داسې راپورونه ورکړل، چې د هېواد په پلازمېنه کابل کې د هېواد له ګوټ – ګوټه زرګونو علماوو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ غونډه وکړه. د غونډې ډېری ګډونوال وايي چې دوی دې ناستې ته د سیمینار په پلمه وربلل شوي وو او په ناخبرۍ کې په د امنیتي ...

نور ولوله »

هرات کې د تښتول شویو ډاکټرانو د موندنې هڅې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د تښتول شویو ډاکټرانو او د هغوی د موټروان د موندلو هڅې روانې دي. تېره ورځ د هرات ولایت د زنده جان ـ غوریان په لویه لاره دوه تنه ډاکټران، دوه تنه مرستیال ډاکټران او د هغوی موټروان د ناپېژاندو کسانو له ...

نور ولوله »

ولسي جرګه نن د نوماند وزیرانو د اسنادو څېړنه پیلوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د افغانستان ولسي جرګه د کابینې په نوي نوملړ کې د نوماندو وزیرانو د اسنادو څېړنه نن پیلوي. له نږدې څلور میاشتي ځنډ وروسته د روانې میاشتې په دوه ویشتمه د ګډ حکومت له لوري د کابینې نوملړ خپور شو، چې ټاکل شوې وه د دې میاشتې په اوه ویشتمه – پرون شنبه ...

نور ولوله »

د مهاجرينو په اړه دي د پاکستان د خپلسرۍ مخه ونيول شي

صميم کټوازی د پاکستان دولت په دغه هيواد کي د مېشت افغان مهاجرينو په ضد د عملياتو په لړ کي پرېکړه کړې چي ټول هغه مهاجرين چي قانوني اسناد لري له ښارونو به ئې کېمپونو ته ولېږي او د هغو پاکستانيانو په ضد به هم قانوني چلند وکړي چي مهاجرينو ته ئې کورونه په کرايه ورکړي، د دې هيواد د ...

نور ولوله »

کندهار: د ولايتي شورا پر رییس موټر بم برید شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۸، ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا لس بجې د کندهار ولایت د مرکز خورا خوندي سیمه کې د کندهار د ولایتي شورا په رییس موټر بم برید شوی دی. د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي چې د کندهار ولایتي شورا رییس سید جان خاکریزوال له عینو مینې د وتلو په حال کې چې په ...

نور ولوله »