د لیکوال: میرویس بارکزی ارشیف

ترکیې پارلماني ټاکنې: عدالت او پرمختګ ګوند تر ټولو زیاتې رایې وګټلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د ترکیې د پرونیو پارلماني ټاکنو وروستیو پایلو وښوده چې د عدالت او پرمختګ ګوند تر سیالو ګوندونو زیاتې څوکۍ ترلاسه کړي دي. دغه ګوند چې له ۲۰۰۲م کال راهیسې په دغه هېواد کې واکمن دی، د څلورم ځل لپاره یې پارلماني ټاکنو کې اکثریت څوکۍ ګټلي. د ترکیې لومړي وزیر، احمد داوود ...

نور ولوله »

مسعود: ګډ حکومت ملي نه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د «احمدشاه مسعود»د بنسټ مشر، احمدولي مسعود په خپلې وروستۍ مرکه کې پر ګډ حکومت سختې نیوکې کړې دي. مسعود، له یوه کورني ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، چې اوسنی حکومت ملي نه دی. ښاغلي مسعود وویل: «حکومت ګیج دی، تګلاره نه شته؛ کله چې د سولې سفیر د جګړې وزیر شي، ...

نور ولوله »

افغانستان په نړۍ کې د قانون د نه حاکمیت له امله دویم هېواد دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د عدالت نړیوالې موسسې په خپل کلني راپور کې ویلي، افغانستان کې د قانون نه حاکمیت او د اغېزمن عدلي نظام د نشتوالي له مخې په نړۍ کې دویم هېواد دی. یادې موسسې په خپل کلني راپور کې ویلي دي، افغانستان په نړۍ کې تر ټولو فاسد هېواد دی، چې له امله يې ...

نور ولوله »

ولسمشر په هرات کې: د سوک ځواب په سوک ورکوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر، اشرف غني هرات ته د خپل دویم سفر پر مهال یو ځل بیا د طالبانو د وروستیو پراخو عملیاتو په ځواب کې وویل چې «د سوک ځواب په سوک ورکوو». غني په دغه سفر کې لومړی د ایټالیې له لومړي وزیر سره په هرات کې د تړلو دروازو ...

نور ولوله »

محمد حلیم تنویر په ګډحکومت کې د ستراتيژيو د نشتون له امله استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اجرایوي ریاست د لومړي مرستیال فرهنګي سلاکار «محمد حلیم تنویر» د حکومت د ناکامو کړنو له امله استعفا ورکړه. په تیره جنوري میاشت کې د ګډ حکومت اجرایوي ریاست ۱۱ تنه د دغه ریاست د لومړي معاون لپاره د سلاکارانو په توګه ټاکلي وو، چې ښاغلی تنویر په کې د ...

نور ولوله »

د اشرف غني منطق؛ پښتنو ته «شایسته‌ سالار» او نورو ته مصلحتي!

اجمل شمس د ۹۳ کال ټاکنو ته ډېرې هیلې وې. محمد اشرف غني، د نړۍ «دویم مفکر» او د ناکامو دولتونو «کامیابوونکی» بلل کېده. له دې سره سره، غني نړیوال اکاډیمیک او اقتصادپوه و. افغانانو دیارلس کاله داسې نظام تجربه کړی و، چې ټوپکسالارانو او زورواکو له یوې خوا او بهرنیو ځواکونو له بلې خوا ځپلی او وهلی و. بله ...

نور ولوله »

غني په یوه لیک کې پاکستان سره د «همکارۍ د کړکۍ تړلو» ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۰مه ۱۲۹۴ل): داسې برېښي چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د لنډمهال نژدې‌ والی یو ځل بیا د تورونو تبادلې ته خپل ځای تش کړي. په افغانستان کې د غني او عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت له تشکیل راهیسې افغانستان په دې ګومان پاکستان ته یو لړ امتیازونه ورکړل، چې ګواکې دا هېواد ...

نور ولوله »

طالبان د واټس اپ له لارې ټولې نړۍ ته خپرونې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو له لوري نن ټکی اسیا ته په را لیږل شوي برېښناليک کی ویل شوي چې دوی له نوې ټیکنالوژۍ څخه په ګټې غواړي د نړۍ ګوټ ګوټ ته په عربي، انګریزي، دري، پښتو او اردو ژبو خبرونه ولیږي. طالبانو په رالېږلي برېښنا لیک ویلي چې دوی په خواله رسنيو کې پخپلو ...

نور ولوله »

«د زندان خوږې او ترخې» کتاب چاپ شو

د زندان خوږې او ترخې» کتاب، ښاغلي مولوي صیب عبد الحنان مجاهد په ۲۷۶ مخونو کې لیکلی دی، چې په ۱۱۰۰ ټوکه کې په ښکلي صحافت کې له چاپه راوتلې دی. په دې کتاب کې د کابل د استخباراتو د ۹۰ او ۱۷ ریاستونو د شپږ میاشتني زندان هغه خاطرې د بېلګې په ډول راوړل شوي چې ښاغلي لیکوال په ...

نور ولوله »

نظم – عمري

محمد علي عمري هغه ږغ اوري هرځای په هرمکان کې آن دننه په زړګي دهرانسان کې له هرځای څخه نیولې ترهرځایه د ده علم باندې شته دئ په هرآن کې د قدرت لاس یې هرځای ته رسېدلئ سترخالق دئ باچهي یه په جهان کې اې زاهده په خلوت یې لټون مه کړه هغه شتون لري دننه ستاپه ځان کې هغه ...

نور ولوله »