د لیکوال: میرویس بارکزی ارشیف

کابل: ارګ ته څېرمه چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): شېبه وړاندې د کابل ښار په پښتونستان واټ کې ارګ ته نږدې زوروره چاودنه وشوه. پېښې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې سیمه د پولیسو له لوري کلابنده ده خو د امبولانسونه غږونه اورېدل کېږي. ياده دې وي دا په کابل کې په تېرو نږدې ورځو کې نږدې اتمه بمي چاودنه ده، ...

نور ولوله »

د دفاع نوماند وزیر او لوی درستیز وټاکل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): له نږدې اته میاشتې ناندریو وروسته د ګډ حکومت دواړه مشران په یو وخت د دفاع وزارت لپار پر نوماند وزیر او لوی درستیز پر ټاکنه یوه خوله شول. د ګډ حکومت اساس چې په نیم – نیم واک اېښودل شوی دی، اشرف غني د لوګر ولایت اوسېدونکی معصوم ستانکزی د دفاع ...

نور ولوله »

په کابل کې د امريکا په سفارت کې د استخباراتي ټيمونو ګڼه ګوڼه او سخت امنيتي تدابير 

نور ريښتيا پال واک ته د اشرف غني او عبدالله له رسيدو وروسته داسې پلان تر لاس لاندې دی چې د روسيې او ايران نفوذ په ګډ حکومت کې راکم کړای شي ، او هغه اشخاص په حکومتي لوړو څوکيو کې راشي کوم چې لويديځ ته وفادار وي او د لويديځو استخباراتو سره تړاو ولري. د پخوانۍ شمالي ټلوالې او ...

نور ولوله »

هلمند – چاوراکي: طالبانو موسی کلا محاصره کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت د موسی کلا ولسوالۍ چارواکي وايي چې سلګونو طالبانو د دې ولسوالي شاوخوا سنګرونه نیولي او دوی يې تر محاصرې لاندې دي. د موسی کلا امنیه قومندان عیسی خان وايي چې نن سهار وختي شاوخوا څلور سوه طالبان د ولسوالي شاوخوا مېشت شوي چې دوی ته يې د وتلو ...

نور ولوله »

د صنعت هڅوني په اړه یو روایت

حامد افغان ابو هند روایت کوي چې تمیم الداري له شام نه مدینې ته څراغونه، تیل او پړي راوړل کله چې دی مدینې ته راورسیدی هغه د جمعې شپه وه، ده خپل غلام چې ابو البراد نومیدی هغه ته یې امر وکړ، هغه پړي وتړل په هغو یې څراغونه راوځړول، په څراغونو کې یې اوبه او تیل واچول، پلتې يې ...

نور ولوله »

محمد مرسي د خپلو تیروتنو قرباني شو

dr mursi2

مصور برکت کیدای شي چې په معاصرتاریخ کې د مصر پخوانۍ ولسمشر داکتر محمد مرسي د ټولې اسلامي نړی تر ټولو قوي او صابر مشر وي. دا په دې معنې ده چې له ډیرو سوله یزو او په زړه پورې چالاکیو څخه په استفادي یې ځان سیاسې صحنې ته راوړاندې کړ او په ډیره مدبرانه توګه یې وکولای شول چې ...

نور ولوله »

صلحه، پاکستان او غربي استخبارات!!

سمندر شېرزاد د موجوده رژیم وسلوالو مخالفینو دسولې د اوازو سره سم دوه یاداښتونه کېښودل؛ اول دا چې د افغانستان د رژیم له چارواکو سره دصلحې خبرې نکوو ځکه چې واک نلري. دویم دا چې په افغانستان کې دیو اشغالګر عسکر پاتې کیدل هم داشغال ددوام په معنی نیسو او دصلحې د مذاکراتو لپاره یې خنډ ګڼو. وسلوالو مخالفینو په ...

نور ولوله »

ډیموکراسي؛ یعنې کفر – درېيمه برخه

democracy

اسحاق اختر د اکثريت په رايه پريکړه کول د ډيموکراسې ټول اصول په عمومې ډول په دوه کټګوريو سره ويشل شوي دي چې يو يې دادې چې اعتبار به اکثريت ته ورکول کيږي او دويم يې د آزاديو برخه ده چې د ژوندانه په ډګر کې له مختلفو ازاديو نه بحث په کي کيږي. پورته ويش مولوي عبدالهادي (مجاهد) هم ...

نور ولوله »

روسيې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتو لار وتړله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د روسیې لومړي وزیر د یوه فرمان په صادرولو سره امر کړی چې د روس له لارې څخه دې نور افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتو لاره وتړل شي. د روسیې خبري اژانس انترفاکس ویلي چې د لومړي وزیر دیمتري میدفیدیف له خوا په صادر شوي فرمان کې ویل شوي چې ...

نور ولوله »

ډنمارک د خپلو عسکرو افغان ژباړونکو ته پناه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د ډنمارک جنګېدلي عسکر وايي چې حکومت يې افغان ژباړونکو ته پناه نه ورکوي. دوی په یوه لیک کې له خپل دولته غوښتنه کړې چې د دوی له افغان همکارانو سره دې خپله کړې ژمنه ترسره کړې. ډنمارک حکومت په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د خپلو عسکرو له ماتې ...

نور ولوله »