د لیکوال: میرویس بارکزی ارشیف

پکتيا: د اردو عسکرو د يوې ښځې په ګډون ۷ تنو عامو وګړو ته مرګ ـ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیا ولایت په احمدخېلو ولسوالي کې د اردو عسکرو په توغنديز بريد کې د يوې مېرمنې په ګډون ۷ تنو عامو وګړو ته مرګ ـ ژوبله واوښته. د سیمې اوسېدونکي وايي چې د طالبانو او افغان عسکرو تر منځ په نښته کې د اردو له لوري راتوغول شوی توغندی د حسن خیلو ...

نور ولوله »

یهود څنګه خپل حقوق ترلاسه کوي؟ ـ طنز

حامد افغان په ونه کې یوه ښایسته مرغۍ ناسته وه او په خواږه اواز چوڼېدله، د مرغۍ دلته ځاله وه او هر وخت به یې شاوخوا سیمه په سندريزه چوڼا شاعرانه ګرځوله، د دې وني لاندي د څو هیوادونو خلک تیر شول، ګورو چې دوی هر یوه د دې مرغۍ په اړه څه ډول چلند خپل کړی دی؟ فرنسوي: له ...

نور ولوله »

نن پنځه نوماند وزیران خپل پلانونه وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې نن به پنځه نوماند وزیران ولسي جرګې ته خپل پلانونه وړاندې کړي او د راتلونکې شنبې په ورځ به د کابینې د دویم پړاو ټولو نوماند وزيرانو لپاره د رایو صندوقونه کېښودل شي. د دې خبرپاڼې له ...

نور ولوله »

فاریاب: د قومندان په ګډون ۱۱ اربکيان طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د فاریاب په پښتون کوټ ولسوالي کې اربکی قومندان او د هغه ۱۰ ملګري طالبانو ته تسليم شوي دي. د اربکيانو دغه قومندان چې طالبانو ته يې خپله وسله پر ځمکه اېښې ده، اسحاق نومېده چې د پښتون کوټ په سایر سیمه کې يې فعاليت درلود. طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ...

نور ولوله »

هلمند ـ د سنګین طالب ولسوال: ۳۲ پوستې او ۲۵ قومندانان مو له منځه وړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): په هلمند کې د طالبانو له لوري د سنګين د ولسوالي ولسوال وايي چې د دولت له لوري د «ذوالفقار» په نامه عملیات يې له ناکامۍ سره مخ کړې او درانه تلفات يې ور اړولي دي. د سنګین ولسوالي طالب ولسوال حاجي ناصر د طالبانو په رسمي برېښنا پاڼه کې په يوه مرکه ...

نور ولوله »

«موږ درس غواړو!»؛ د کابل پوهنتون محصلينو لاریون دویمې ورځې ته اوږد شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د کابل پوهنتون د شپې پوهنځیو محصلینو د «موږ درس غواړو!» د شعارونو په بدرګه پراخ لاریونونه دویمې ورځې ته وغځېدل. د شپې پوهنځیو محصلينو له پرون راهیسې د لوړو زده کړو وزارت مخې  ته لاریون کړی دی او وايي چې د تعلیمي کال له پیله تر اوسه يې په ټولګي کې استاد ...

نور ولوله »

د اشرف غني لور څوک او چېرې ده؟

لیکواله: ژیلا ناصري ژباړن: یونس رسولي د اشرف غني لور چې د نیویارک له بروکلین پوهنتون نه په عکاسۍ کې ماسټري لري، ۳۶ کاله وړاندې په همدې ښار کې زېږېدلې ده، چې د خبرو لپاره ورسره کېنستم، په دري ښه غږېدلی شوه، خو په ټولو اوو زده کړیو ژبو کې يې پخپله خوښه په انګلیسي خبرې شروع کړي. مریم غني ...

نور ولوله »

«د ګلخانې او سپېدار تر منځ اختلافات حل شول»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): له ارګه د جمهوري ریاست وياند وايي چې د جمهوري او اجرايوي ریاستونو تر منځ اختلافات موجود و، خو په خبره يې اوس حل شوي دي. اجمل عبید عابدي چې په ارګ کې د جمهوري ریاست وياند وايي چې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو تر منځ په ځينو برخو کې د « ...

نور ولوله »

مطمئن: د سولې لپاره نه، د سولې پر ضد هڅې روانې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د سیاسي چارو شنونکی انجینر نظر محمد مطمئن د دولت له لوري د سولې هڅې شعاري تبلیغات وبلل او ويې ویل چې دولت د سولې لپاره نه، بلکې د سولې پر ضد هڅې کوي. مطمئن وايي چې دولت د سولې ادرس غلط کړی او تل يې د سولې په شعاري تبلیغاتو ولس غولولی ...

نور ولوله »

غزنی: مقر کې له یوې اوونۍ راهیسې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د غزني د مقر ولسوالي اوسېدونکي وايي چې له نږدې يوې اوونۍ راهیسې د دوی په سیمو کې د دولتي عسکرو او طالبانو تر منځ جګړه پیل شوې ده او عام ولس تر جګړې لاندې سیمو نه کډه شوی دی. د غزني د مقر په ګداخېلو، عزت کلا ، محمود چمبرانو او انعام ...

نور ولوله »