د لیکوال: میرویس بارکزی ارشیف

ملي دفاع وزارت د «فتح» په نوم عملیات پیلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت په داسې حال کې چې یاد وزارت لا هم د کابینې په دویم پړاو کې نوماند وزیر نه لري، د سږ کال د پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکوي. د دې وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ويلي چې دوی به د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې ۲۱ ...

نور ولوله »

سرنوشت: اربکیان د کابل ـ کندهار په لویه لار مسافر لوټي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ـ کندهار په لویه لاره د میدان وردګو په سید اباد ولسوالي کې د لارې د ساتلو په پلمه مېشت اربکیان د دې لويې لارې مسافر لوټي او د «شیريني» په نوم له موټروان او سپرلیو نه پیسې اخلي. له کابله خپرېدونکې سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې د دې لويې لارې تر څنګ ...

نور ولوله »

کونړ کې سلګونه عسکر محاصره دي

Posta-da-10

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د کونړ ولایت په مروره، دانګام او سرکاڼو ولسوالیو کې سلګونه عسکر له څو میاشتو راهیسې محاصره دي. د کونړ د سیمه ییزو چارواکو په وینا د مرورې ولسوالي په غاښي کنډو، د دانګام په بنشۍ او سرکاڼو په ناواپاس سیمو کې سلګونه عسکر له خپلو پوستو د باندې نشي وتلی او ټولې ...

نور ولوله »

ولسمشر د سولې په خبرو کې څومره ریښتونی دی ؟

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: تیره ورځ د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني احمد زي د عالمانو شورا له غړو سره په کتنه کې وويل: که د سولې راوستو په لاره کې مي سر هم لاړ شي، ورته چمتو يم. سوله ، په هیواد کې د سولې ټینګښت ، سوله ییز مذاکرات د سولې شورا… هغه توري دي چې ...

نور ولوله »

اشرف غني قرغیزستان ته ځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت لومړی مشر اشرف غني په نږدې ورځو کې د هېواد شمالي ګاونډ هېواد قرغیزستان ته سفر وکړي. د قرغیزستان رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره د اشرف غني د سفر په اړه خبرې کړې ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: اجرايوي ریاست د چا «ډالۍ» نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت دویم مشر عبدالله عبدالله د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون لپاره د جوړ شوي کمیسیون د مشرې پر سر د ناندریو په اوږدو کې ویلي چې اجرايوي ریاست د چا ډالۍ نه ده؛ بلکې د نوموړي «مسلم حق» دی. اجرايوي رییس دغه څرګندونې د ټاکنیزو کمیسیونونو دسمون د کمیسیون د لرې ...

نور ولوله »

رسوایي په توان د څلورو

زخمي افغان پتنګ صاحب دې ژوندی وي په بحث فورم کې به چې چا کږه او د یرغل په ګټه خبره وکړه،نو ده به د خپلي ریاضیکي ژبې په مبنا ( لوده ګي په توان د څلورو) بلله،پتنګ صاحب ته د کرزي په مشرۍ د یرغل او غلامۍ ټوله پروسه لوده ګي په توان د څلورو ښکارېده او د دې ...

نور ولوله »

ايا ګډ حکومت نور هم د ګد فعالیت امکان لري؟

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: وروسته تر دې چې د دفاع وزارت لپاره د نومول شوی کاندید جنرال افضل لودین پر سر د ګډ حکومت د مشر او اجرائیه رئیس ترمنځ ناندرۍ را ولاړې شوې ښاغلی اشرف غني د دفاع وزیر په توګه د جنرال لودین له کاندیدتوري څخه منصرف شو. همدا راز د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون لپاره د ...

نور ولوله »

ښه متکلم!

دادمحمد ناوک یادونه: دا لیکنه د اجمل ښکلي په ویاړ ناسته کې لوستل شوې ده. په ادبي ناستو کې ډېر وخت له هغه خبرې کوونکي نه څوک نه په تنګېږي، چې د ځان  د ستاینې یا ځان لوړ ښودولو پر ځای په موضوع د مخاطب پوی کول یا هم موضوع ور رسول غواړي، څه وخت وړاندې مې پخپل کلي کې ...

نور ولوله »

جنرال افضل لودین تر خپلې نوماندۍ تېر شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): له ارګه خپره شوې اعلامیه وايي چې د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند وزیر ډګر جنرال افضل لودین له خپلې نوماندۍ تېر شو. ډګر جنرال افضل لودين چې د ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کې لوړپوړی پوځي مسوول و دوه ورځې وړاندې د ارګ له لوري د ملي دفاع وزارت لپاره د نوماند ...

نور ولوله »