د لیکوال: میرویس بارکزی ارشیف

د نیوزیلینډ پر وړاندې ماتې، ملي لوبډله له پایلوبو پاتې کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د نیوزیلینډ په وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې بایلل د دې سبب شول، چې دغه لوبډله به د دې جام تر پایلوبو ونه رسېږي. له نیوزیلنډ سره په دې لوبه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان ملي لوبډلې ۱۸۶ منډې جوړې کړي، چې په ۵۹ منډو کې يې شپږ لوبغاړې وسوځېدل. ...

نور ولوله »

شبرغان: زندان کې درې پولیس وژل شوي او ۱۰ زندانیان ټپیان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): څو شېبې وړاندې د شبرغان په مرکزي زندان کې د پولیسو او زندانیانو تر منځ په نښته کې درې پولیس وژل شوي او ۱۰ زندانیان ټپیان دي. د شبرغان د زندان مسوولین وايي چې زندانیانو پنځه نور پولیس یرغمل نیولي دي. د زندان مسوولینو ويلي چې دغه زندانیان د سرپل ولایت اړوند دي، ...

نور ولوله »

نن د ولسي جرګې اداري پلاوی ټاکل کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مهو ۱۳۹۳ل): د ولسي جرګې د اداري پلاوي لپاره نن ټاکنې ترسره کېږي. د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان نن رسنیو ته وویل چې د دې پلاوي لپاره به نوماندان رامخکې کېږي او د ټاکنو له لارې به ټاکل کېږي. د ولسي جرګې اداري پلاوی هر کال د کاري کال په پیل کې ...

نور ولوله »

ګډ حکومت ولایتي شوراګانو ته د څار حق بېرته ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د یو فرمان له مخې ولایتو شوراګانو ته د څار اخیستل شوی حق بېرته ورکړ. د مرغومي په دویمه ولسي جرګې د ولايتي شوراګانو په قانون کې تعدیل تصویب کړ، چې له مخې يې ولایتي شوراګانو نه شوای کولای، چې له ولايتي دولتي کړنو څارنه وکړي. د ...

نور ولوله »

د ملي شورا وروستی کال نن پیلېږې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د ملي شورا پنځم کال نن د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري پیل کېږي. د ملي شورا وروستی کال چې څو شېبې وروسته به د اشرف غني له لوري پیل شي، د ۱۳۹۴ کال تر وږي دوام کوي. د اساسي قانون د ۱۰۷مې مادې له مخې د ملي شورا کاري ...

نور ولوله »

د مطالعې کولو طریقه

ژباړه : سحرګل سحر په اوس وخت کښي هیڅ کار هم بېله زده کړي نه کیږي او د زده کړي کولو لپاره مطالعې ته ډېر ضرورت دی ، مطالعه هم یو فن دی که چیري دغه فن په صحي ډول څوک لاسته راوړي خو پایله به یې ښه وي خو که چیري یې په صحي ډول لاسته را نه وړي ...

نور ولوله »

تاسې جنرال عبدالرازق هم پېژنئ!

سهار زه د ملي خایین حامد کرزي له واکمنۍ را پدې خوا د کندهار سیمې په اړوند د قوماندان عبدالرازق او جنرال عبدالرازق نومونه د عامه رسنیو له خولی اورم، چه کله د قندهار د امنیه قوماندان او کله هم د کندهار د سرحدی پولیسو د قوماندان په القابو معرفي کېږي. د ۲۰۱۵ کال په سر کې می یوه ورځ ...

نور ولوله »

«خر» د دوی پر ارزښتونو برابر نمانځونکی

لیکوال: دادمحمد ناوک پرون – پنجشنبه – په کابل کې څو تنو مدني فعالانو د خره د خدمت د ستاینې په موخه د «خر: تصور او حقیقت» تر سرلیک لاندې د هغه نمانځغونډه جوړه کړې وه؛ د غونډې تر جوړېدو وړاندې مې هم د دې غونډې سنبالوونکو ته په یوه لیکنه کې سپارښتنې کړې وي چې له بده مرغه لکه ...

نور ولوله »

سږ کال د زړورتیا نړیواله جایزه افغان پيلوټې ته ورکول کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): ټاکل شوې ده، نن پنجشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د زړورتیا نړیواله جایزه افغان پيلوټې نیلوفر رحماني ته ورکړل شي. دغه جایزه هر کال د ښځو د نړیوالې ورځې تر رارسېدو وړاندې د امریکا د حکومت له لوري هغو ښځو ته ورکول کېږي، چې د دوی پر ټاکلیو معیارونو ...

نور ولوله »

دوو عسکرو خپل قومندان او شپږ ملګري ووژل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالي کې تېره شپه دوو عسکرو خپل قومندان او د پوستي شپږ نور ملګري وژلي او تښتېدلي دي. دغه برید تېره شپه د یادې ولسوالي د ادم خان د ناقلو سیمه کې د سپین ږیري په پوسته کې شوی، چې د پوستې د قومندان په ګډون پکې ۷ ...

نور ولوله »