نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه او نورو چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې کړي دي. جنرال ووټل په داسې حال کې اسلام اباد ته تللی، چې په تېره اونۍ کې د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ مرستيالې ليزا ...
نور ولوله »د لیکوال: هدایت الله ارشیف
ميدان ښار: د ځانګړو ځواکونو پر مرکز برید کې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): د ميدان وردګو په مرکز ميدان ښار کې نن سهار وختي د ځانګړو عسکرو پر قطعې له موټربم وروسته وروسته ډله ييز برید کې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ميدان وردګو ولايت وياند عبدالرحمن منګل رسنيو ته ويلي، چې په دغه درنې چاودنې کې د ځانګړې قطعې دولس عسکر وژل ...
نور ولوله »خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته رسیدلی دی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): له طالبانو سره د مذاکراتو او افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد نن سهار قطر ته رسیدلی دی او ټاکل شوې چې نن ټوله ورځ به د طالبانو د سیاسي دفتر له مذاکراتي ټیم سره ناسته وکړي. تر اوسه معلومه نه ده چې د دغو مذاکراتو ...
نور ولوله »د پاکستان صدر اعظم عمران خان نن قطر ته ځي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): د پاکستان صدر اعظم عمران خان نن دوشنبه قطر ته روانيږي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې عمران خان د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني او د صدر اعظم عبدالله بن ناصر بن خليفه آل ثاني په ځانګړې بلنه د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي. عمران خان په ...
نور ولوله »ميدان ښار کې د ځانګړو عسکرو پر قطعې له موټر بم وروسته ډله يیز برید روان دی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱،سلواغه، ۱۳۹۷ل ): د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د دولتي عسکرو ځانګړې قطعې پر مرکز له درنې موټربم چاودنې وروسته ډله ييز برید روان دی. د ميدان وردګو ولايت وياند عبدالرحمن منګل ويلي، چې د پېښې له امله مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېر په اړه يې څه نه دي ويلي. ...
نور ولوله »غربي هېوادونو کې د سعودي اتباعو د پناه غوښتونکو شمېر حیرانوونکی دی
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۳۰مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د ملګرو ملتونو د کډوالو او پناه غوښتونکو اداره «UNHCR»وايي، چې غربي هېوادونو کې له سعودي څخه د پناه غوښتونکو شمېر تر حيرانوونکې کچې زيات شوی دی. د برتانيې ايکانوميسټ مجلې په راپور کې د يو ان ايچ سي ار له قوله ليکلي، چې د ۲۰۱۲ کال په پرتله په ۲۰۱۷ کال کې ...
نور ولوله »د مصر دولت پلوي علماء سينما ته ځي، د سيسي کودتا په علماوو څه وکړل؟
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د مصر پلازمېنې قاهره کې پنځه شيوخ د «ضیف» ناندريز فلم د کتلو لپاره سينما ته تللي، چې په مصري رسنيو کې يې پراخې ناندرۍ راپارولي دي. دغه فلم د اسلامي نظرياتو په اړه جنجالي ليکوال ابراهيم عيسی ليکلی دی. د مصر د ټولنيزو رسنيو فعالانو په دې اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي، ...
نور ولوله »د کورنيو چارو وزارت سرپرست امرالله صالح استعفا ورکړې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د ګډ حکومت د کورنيو چارو سرپرست وزير امرالله صالح له نږدې يوې مياشتې دندې ترسره کولو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش د ښاغلي صالح د استعفا پخلی کړی دی. دولتي سرچينې وايي، چې صالح په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډ حکومت د ...
نور ولوله »ننګرهار کې د ملي اردو او اربکيانو ترمنځ نښته شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹مرغومي، ۱۳۹۷ل ): د ننګرهار ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ملي اردو د عسکرو او اربکيانو ترمنځ نښته کې دوه اربکيان او يو دوکاندار وژل شوي دي. ځايي خلک وايي، دا پېښې نن شنبه سهار مهال د ښېوې ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده. د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو سره په خبرو ...
نور ولوله »ایکسپريس ټریبيون: شونې ده، د سولې راتلونکې ناسته په اسلام اباد کې وشي
د پاکستان ايکسپريس ټريبيون انګليسي ورځپاڼې د پاکستاني سرچينو په حواله ليکلي، چې په اسلام اباد کې د زلمي خلیلزاد او د بهرنيو چارو د وزیر شاه محمود قریشي ترمنځ هوکړه شوې، چې د سولې راتلونکی پړاو به په اسلام اباد کې وشي، خو طالبانو په اسلام اباد کې له خلیلزاد سره د سولې هر ډول ناسته رد کړې ده. ...
نور ولوله »