د لیکوال: هدایت الله ارشیف

د ټاکنو کميسيونونو رئیسان او ټول کمشنران له دندو ګوښه کړای شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د يوه ځانګړي فرمان له مخې د ټاکنو دواړو کميسيونونو رئيسان او ټول کمشنران له دندو ګوښه کړي دي. د اشرف غني له لوري په خپاره شوي فرمان کې راغلي، چې د ټاکنو په قانون کې د تعديلاتو تر راوستو وروسته د ياد کميسيون ټول کمشنران له ...

نور ولوله »

کرزي د غني د «سولې مشورتي جرګې» هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل):د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري د سولې مشورتي جرګې د راغوښتو ملاتړ کړی دی. د پخواني ولسمشر له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې حامد کرزی د ولسمشر غني له لوري د سولې مشورتي جرګې راغوښتل، د افغانستان روانې معضلې د حل ...

نور ولوله »

حضرت صبغت الله مجددي د ۹۳ کالو په عمر ومړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان پخوانی ولسمشر، جهادي رهبر او د نجات ملي ګوند مشر حضرت صبغت الله مجددي د ۹۳کالو په عمر د ورپښې ناروغۍ او زيات عمر له امله ومړ. د مجددي کورنۍ  او د ګوند غړو د هغه د مړينې خبر تاييد کړی دی. د هغه کورنۍ وايي، چې جنازه به يې د ...

نور ولوله »

طالبانو په کابل کې د دفتر پرانيستو په اړه د اشرف غنی وړانديز رد کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ګډ حکومت د مشر اشرف غني هغه وړانديز رد کړی، چې په افغانستان کې به ورته دفتر پرانيزي او غوښتنه يې کړې، چې په قطر  کې دې د دوی سياسي دفتر په رسميت وپېژندل شي. اشرف غني تېره ورځ د ننګرهار ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کې يوې غونډې ته د وينا ...

نور ولوله »

له اخوان المسلمين وروسته سعودي حکومت د دعوت او تبليغ ډلې سره هم دښمني پيل کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سعودي د اوقافو او مذهبي  چارو وزارت سلاکار احمد الفيفي د دعوت او تبليغ ډلې پر  ضد هم توندې څرګندونې کړي او وايي، چې د دې ډلې خطر هم له اخوان المسلمين څخه کم نه دی. احمد الفيفي د سعودي حکومت پلوې عکاظ ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، چې د تبليغ ډله ...

نور ولوله »

طالبان: هېڅ هېواد د سولې خبرو ته نه يو تيار کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲سلواغې، ۱۳۹۷ل): د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د خپل پروګرام له مخې تيار شوي او د هېڅ  هېواد په مرسته د سولې خبرو ته نه دي کيناستلي. ذبيح الله مجاهد د پاکستان «ډان» ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات د ...

نور ولوله »

خلیلزاد د سيمې هېوادونو پنځم سفر پيلوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغاستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیزاد د خپل ماموريت په موخه د سيمه ييزو هېوادونو پنځم سفر پيلوي. د پاکستان ټوډې ورځپاڼې ليکلي، چې خلیلزاد به خپل مهم سفر له پاکستانه پيلوي او د نورو هېوادونو سربېره به په قطر کې د طالبانو له استازو سره ...

نور ولوله »

اشرف غني: طالبانو ته هېواد کې دننه د دفتر ورکولو ته تيار يو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل):  د ګډ حکومت مشر اشرف غني  نن د ننګرهار ولايت په غني خیلو ولسوالۍ کې يوې ولسي غونډې ته وويل، چې حکومت تيار دی، د سولې خبرو لپاره طالبانو ته په پلازمېنې کابل، کندهار او يا هم ننګرهار کې دفتر ورکړي. اشرف غني دا څرګندونې د غني خيلو ولسوالۍ کې هغې ولسي غونډې ته ...

نور ولوله »

آیا طالبان به له کابل حکومت سره خبرو ته کښېني؟!

نسیم شاهد د مسکو تر وروستی دوه ورځني بین الافغاني کنفرانس وروسته اتکلونه دي چې طالبان به په نږدې راتلونکې کې له کابل حکومت سره هم خبرو ته کښېني. خو آیا په دې اړه د طالبانو دریځ بدل شوی که خیر؟ د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې له پیل راهیسې، طالبانو له امریکا سره پر مخامخ خبرو ټينګار کړی او ...

نور ولوله »

ارګ: د کاميابې سولې لپاره بايد طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کيني

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱سلواغې، ۱۳۹۷ل):  د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ «ارګ» وياند هارون چخانسوري يو ځل بيا له طالبانو غوښتي، چې د سولې خبرو د کاميابۍ لپاره له افغان چارواکو سره خبرو ته کيني. ښاغلي چخانسوري ويلي، چې ګډ حکومت د سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي او په دې اړه يې د حکومت جوړه شوې طرحه د ...

نور ولوله »