د لیکوال: هدایت الله ارشیف

نيويارک ټايمز: د ټرمپ اداره د افغانستان خطرناکې جګړې په اړه ولس ته معلومات نه ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲غويی، ۱۳۹۸ل):  نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان روانه جګړه د امریکا لپاره خونړۍ او له زيانونو ډکه بللې او په ورته وخت کې يې تور پورې کړی، چې د ولسمشر ټرمپ اداره د دې جګړې په اړه عام ولس ته رښتيا نه وايي. نيويارک ټايمز په خپلې سرمقالې کې ليکلي، چې امریکايي ولس د افغانستان روانې ...

نور ولوله »

د ایران سپاه پاسداران: امریکا پر ایران د بريد توان نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲غويی، ۱۳۹۸ل): ایراني رسنيو د سپاه پاسداران د مشر قومندان جنرال حسين سلامي له قوله ليکلي، چې امریکا پر ایران د بريد توان نه لري او زياته کړې يې ده، چې د امریکا بېړۍ د ایران له توغنديزو بریدونو خوندي نه دي. د ایران فارس خبري اژانس ليکلي، چې  جنرال سلامي نن يکشنبه سهار د تړلو ...

نور ولوله »

د سولې ارمان د سولې ژبه او عمل غواړي

محمود غلجی د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني تل د ارګ له کلابندې ماڼۍ د سولې، اقتصادي پرمختګونو او هوايي دهليزونو خبرې کوي، په داسې حال کې، چې له ارګه د باندې ټول ولس د ناامنيو په ګرداب کې راګير دی او هره ورځ د ګډو عسکرو په عملياتو، بمباريو او چاپو کې لسګونه ولسي خلک وژل کيږي. اشرف غني ...

نور ولوله »

علي وزير: زموږ غورځنګ د تېريو او ظلمونو خلاف راپورته شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): د شمالي وزير پوليسو د پښتنو ژغورنې غورځنګ رهبري مشر او د ملي پارلمان پر غړي علي وزير تور لګولی، چې خلک د حکومت پر ضد بغاوت ته رابولي او د هغه پر ضد يې د هېواد ملي امنيت ته د زيان رسولو دوسيه رسمي کړې ده. خو علي وزير دغه تورونه رد ...

نور ولوله »

له چاودنو وروسته سريلانکا کې پر مخ پټونې بندیز لګېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل):سريلانکا کې د مسيحيانو مذهبي اختر«ايسټر» پر مهال له خونړيو چاودنو وروسته په ټول هېواد کې پر مخ پټونې بشپړ بنديز لګېدلی دی. د سريلانکا ولسمشر ميتريپالا سريسينا ويلي، چې هېواد کې د امنيتي ګواښونو له امله يې په مخ پټولو بنديز لګولی او په وينا يې د امنيتي پېښو د مخنيوي او ملي امنيت ...

نور ولوله »

د سولې مشورتي جرګه به د حکومت که د سولې په ګټه تمامه شي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹غويی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان اوږدمهالي بحران د سوله ‌يیز حل لپاره د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې مهم پړاو ته داخلې شوي، په عين حال کې د ګډ حکومت چارواکو په داسې حال کې نن دوشنبه د سولې مشورتي جرګې د پرانيستو اعلان کړی، چې د ولسمشريزو ټاکنو دولس ټاکنيزو ټيمونو،  پخواني ولسمشر حامد کرزي او ...

نور ولوله »

د پاکستان د ماليې وزير داستعفا سربېره په کابينه کې نور بدلونونه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د ماليې وزير اسد عمر په داسې حال کې له خپلې دندې استعفا کړې، چې د دغه هېواد اقتصادي حالت له بحران سره مخ دی. اسد عمر نن په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې لومړي وزير عمران خان ترې د وزارت بدلولو غوښتنه کړې او د ماليې پر ځای يې ده ...

نور ولوله »

ایران: عراق باید امریکايي پوځيان ژر تر ژره له خپلې خاورې وباسي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): د ایران مذهبي مشر اية الله علي خامنه ‌يي د عراق لومړي وزير سره د ليدو پر مهال له هغه غوښتي، چې څومره ژره کيږي بايد امریکايي  پوځيان له خپلې خاورې وباسي. خامنه يي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د عراق لومړی وزير عادل عبدالمهدي د ایران پلازمېنې تهران ته په ...

نور ولوله »

پنټاګون په کندوز کې د وژل شوو امریکايي پوځيانو هويت په ډاګه کړ

نن ټکی اسیا (يكشنبه، ۴ وری ۱۳۹۸ل):د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» وړمه ورځ په کندوز کې د مخامخ جګړې پر مهال د دوو وژل شوو امریکايي پوځيانو هويت په ډاګه کړی دی. د پنټاګون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امریکايي پوځيانو ډلګۍ مشر ۳۳ کلن ويل ډي لينډسي او ۲۹ کلن جوزف پی کوليټ په کندوز ...

نور ولوله »

زمبابوې او موزمبیق کې سمندري توپان ۱۲۷ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل):  د افريقا په زمبابوې او موزمبیق هېوادونو کې سېلابونو او سمندري توپان سلګونه کورونه ويجاړ کړي او تر اوسه د ۱۲۷ کسانو د وژل کېدو راپورونه ترلاسه شوي دي. په وژل شوو کسانو کې ۶۵ د  زمبابوې او ۶۲ د موزمبيق دي او د مرګ ژوبلې د زياتېدو اندېښنه هم شته. د موزمبيق حکومت ...

نور ولوله »