د لیکوال: هدایت الله ارشیف

پاريس کې د اورلګېدو له امله اوو تنه وژل شوي او لسګونه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶سلواغې، ۱۳۹۷ل): د فرانسې پلازمېنه پاريس کې يوې  ودانۍ کې اور لګېدلی، چې له امله يې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. فرانس پرېس خبري اژانس ويلي، په يوه لوړپوړيزه ودانۍ کېد اور لګېدو په دغه پېښه کې اووه تنه وژل شوي او لسګونه نور  ټپيان دي. د اور ...

نور ولوله »

حيات الله حيات د کندهار، شاه محمود مياخيل د ننګرهار والي شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سيمه ييزو ارګانو په وړانديز او د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په ځانګړي فرمان د ننګرهار والي حيات الله حيات د کندهار او شاه محمود مياخيل د ننګرهار والي ټاکل شوی دی. حيات الله حيات نږدې اته مياشتې وړاندې د ننګرهار والي ټاکل شوی و او اوس يو ځل بيا له ...

نور ولوله »

احمد رشيد: طالبان له قوي ادرسه د مذاکراتو مېز ته راغلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او سيمې د چارو کارپوه احمد رشید وايي، چې د امریکا او افغان حکومت په مقابل کې طالبان ډېر غښتلي دي او د دومره قوت سربېره هم طالبان له امریکا سره خبرو ته حاضر  شوي دي. احمد رشيد د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې  يوې غونډې ته د وينا پر مهال ...

نور ولوله »

د امريکايي عسکرو په ليکو کې د ځانوژنې پېښې په بې ساري توګه زياتې شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امریکا سي ان ان تلويزون ويلي، چې د امریکا ځانګړو ځواکونو په ليکو کې له تېره يوه کال راهيسې د ځانوژنې پېښې درې برابره زياتې شوي او تر اوسه د دې ستونزې کره لامل هم نه دی په ډاګه شوی. په راپور کې  دا هم راغلي، چې د رواني درملنې او لارښوونو سربېره ...

نور ولوله »

 د روسيې سفارت: طالبان او افغان سياستوال د مسکو نه، د افغان ټولنې  ميلمانه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴سلواغې، ۱۳۹۷ل): په کابل  کې د روسيې سفارت د رویټرز خبري اژانس هغه راپورونه رد کړي، چې مسکو د طالبانو او افغان سياستوالو د غونډې کوربه دی. تېره اونۍ رویټرز خبري اژانس د روسي چارواکو په حواله راپور ورکړی و، چې روسيې طالبانو او يو شمېر افغان سياستوالو ته بلنه کړې، چې د افغانستان سولې په ...

نور ولوله »

د ننګرهار ولسونه: د سولې راتلو لپاره د بهرنيانو وتل اړين دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار شينوارو  او نورو سيمو سلګونو خلکو او قومي مشرانو د سولې د روانو هڅو ملاتړ کړی او غوښتنه يې کړې، چې د سولې بريا لپاره باید بهرني  پوځيان له افغانستانه ووځي. د شينوارو د شپږو ولسواليو قومي مشرانو د يادې غونډې پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه، چې د عملياتو پر مهال ...

نور ولوله »

غني له ټرمپ غوښتي، چې کابل ته سفر وکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د سولې روانو خبرو او له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو بحثونو پر مهال د ګډ حکومت مشر اشرف غني د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتي، چې کابل ته سفر وکړي. د امریکايي ولسمشر په نوم لېږل شوي ليک کې اشرف غني له ټرمپ څخه غوښتي، چې خپل پوځيان دې نه ...

نور ولوله »

طالبان: له امریکا سره په اساسي خبرو توافق ته رسيدلي يو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل):د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو په ويستلو کې جدي دی او زياته کړې يې ده، چې له امریکايي استازو سره به د سولې خبرو لپاره بله ناسته روانه مياشت په قطر کې ترسره شي. تېره ورځ واشنګټن ويلي و، چې له طالبانو ...

نور ولوله »

«ګټيالی مجاهد»

لطف الله خیرخوا زه، چې څومره هم د معاصر جهاد د قيادت په اړه فکر وځغلوم، سرښندنه يې د دې وخت له عقلي دايرې وتلې رابرېښي. کله، چې يو څوک پر دغسې سرښندنو نظر وساتي او بيا د خپل چاپېرچل د عقل دايره، نفسيات او رجحان ورسره پرتله کړي، وپوهيږي، چې دا دوه اړخه سره په څومره واټن کې دي. ...

نور ولوله »

رښتيا هم اول ګل شو!

مولوي وکیل احمد متوکل د شهيد معلم اول ګل د شهادت د اتمې کليزې د رارسېدو په مناسبت د شهید معلم اول ګل د ویاړلي ژوند له حماسو څخه د یو څو کار نامو یادونه کوم. شهید معلم اول ګل د مرحوم حاجي رحيم ګل زوی، د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی و. لومړنۍ زده کړې یې د عبدالوکیل ...

نور ولوله »