د لیکوال: هدایت الله ارشیف

افغان کډوال: د ناامنيو او اقتصادي ستونزو له امله هېواد ته نشو ستنېدی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په پاکستان کې د افغان کډوالو ولسي استازي وايي، چې افغانستان کې د جګړو، ناامنيو، او بې کارۍ له امله افغان کډوال د دې جوګه نه دي، چې خپل هېواد ته ستانه شي او غوښتنه يې کړې، چې د پاکستان حکومت بايد په دغه هېواد کې د دوی د اوسېدو موده نوره هم ...

نور ولوله »

پاکستان افغان کډوالو ته د اضافي وخت له ورکولو انکار کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پاکستان ويلي، چې افغان کډوال يوازې پنځلس ورځې وخت لري، چې بايد له پاکستانه ووځي او په دې اړه يې د ګډ حکومت د چارواکو له لوري کډوالو ته د يو کال وخت د ورکولو غوښتنه رد کړې ده. د روان کال په لومړيو ورځو کې پاکستان اعلان وکړ،چې افغان کډوال بايد تر ...

نور ولوله »

د ټرمپ مرستيال د غني او نور تر منځ د منځګړيتوب وړانديز کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني او د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس د مرکزي حکومت او د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور تر منځ په روان کړکېچ خبرې کړي دي او وړانديز يې کړی، چې د دواړو منځ روان کړکېچ بايد د خبرو له لارې حل شي او په ...

نور ولوله »

هند د سرحدي ځواکونو لپاره د ۵۵۳ ميليونه ډالرو وسلې اخلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هند دفاع وزارت د خپلو سرحدي عسکرو لپاره ۵۵۳ ميليونه ډالرو وسلو اخيستو پرېکړه کړې ده. فرانس پريس خبري اژانس ليکلي، چې د هند دفاع وزير نرميلا سيتارام په مشرۍ د دفاعي چارو کميسيون پرېکړه کړې، چې د خپلو سرحدي ځواکونو لپاره د ۵۵۳ ميليونه ډالرو په ارزښت نوې پرمختللې وسلې واخلي. ...

نور ولوله »

شیخ سلمان العوده له څو میاشتو زندان وروسته روغتون ته لېږدول شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د سعودي د مشهور دعوتګر عالم شیخ سلمان العوده زوی عبدالله العوده وايي، چې له څلور مياشتې انفرادي زندان وروسته يې پلار روغتون ته لېږدول شوی دی. عبدالله العوده په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې «پلار مې د جدې په ذهبان زندان کې له څلور مياشتې انفرادي زندان څخه وروسته روغتون ته لېږدول ...

نور ولوله »

خرم دستګیر: بايد له امریکا سره په عاجزانه رویه ګټور مذاکرات وشي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان دفاع وزير خرم دستګير ويلي، چې له امریکا سره بايد د ناسم پوهاوي د له منځه وړلو لپاره د تاوتريخوالي پر ځای «په عاجزانه رويه ګټور مذاکرات وشي.» د پاکستان ملي پارلمان ته د بهرنۍ تګلارې په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال ښاغلي خرم دستګير ويلي، چې دا وخت ...

نور ولوله »

نيکلسن: کابل تر سخت بريد لاندې دی- غني موږ محاصره يو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکا سي بي اس ټلويزيون د افغانستان او په ځانګړې توګه د پلازمېنې کابل امنيتي وضعيت په اړه په دې هیواد کې د امریکايي پوځيانو له مشر قومندان جنرال جان نيکلسن او د ګډ حکومت مشر اشرف غني سره په مرکو کې د روانې جګړې په اړه خبرې کړي او نن ...

نور ولوله »

بلوچستان کې پنځه امنيتي ځواکونه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بلوچستان کيچ ولسوالۍ کې پر امنيتي ځواکونو وسله وال بريد کې پنځه امنيتي سرتيري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. پاکستاني رسنيو د ځايي چارواکو له خولې ليکلي، چې د کيچ ولسوالۍ په شاپوک سیمه کې نا معلومو وسله والو د امنيتي ځواکونو پر موټر بريد وکړ، چې له امله يې ...

نور ولوله »

د قطر امیر د سیمه يیزو موضوعاتو د څېړلو په موخه ترکيې ته تللی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د قطر امير شيخ تمیم بن حمد آل ثاني د ترکيې پلازمېنې انقرې ته رسېدلی او هلته به د يو شمېر سيمه‌ ییزو موضوعاتو په اړه د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړي. د يادونې وړ ده، چې د ترکيې او قطر اړيکې په سيمه کې ډېرې فعالې دي، په ...

نور ولوله »