د لیکوال: هدایت الله ارشیف

اردوغان: په ۲۰۱۸  کې به خپلې بهرنۍ تګلاره نوره هم تونده او جرئتمنده کړو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان هوډ کړی، چې هېواد به يې د نوي ۲۰۱۸ کال پر مهال خپله بهرنۍ تګلاره نوره هم تونده او جرئتمنده کړي. اردوغان خپل ولس ته په ټلويزيوني وينا کې وويل، چې «ترکيه د سيمې د مسائلو له اواري پرته خوندي نه شي پاتې کېدای او له همدې ...

نور ولوله »

ایران کې د پوليسو او مظاهره چيانو تر منځ اخ و ډب کې دوه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ایران پلازمېنې تهران او نورو ښارونو لکه کرمانشا، مشهد، قم، اصفهان او نورو ښارونو کې د ایران د مذهبي لارښود ايت الله علي خامنه يي او حکومت پر ضد روانې مظاهرې هغه مهال په تاوتريخوالي واوښتې، چې لاريونوالو د مذهبي مشر او ولسمشر روحاني پر ضد شعارونه ورکړل او د ایران حکومت ...

نور ولوله »

سرچينه: حکومت په هر صورت بلخ ته د نوي والي د لېږلو هوډ لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): له تېرو دوو اونيو راهيسې د ګډ حکومت د چارواکو او د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور تر منځ د ناندريو پر مهال ښاغلی نور تېره ورځ د خپل ولايت ورځنيو کارونو ته ورغلی و او ګواښ يې کړی و، چې هېڅوک يې له جوړجاړي پرته نه شي کوښه کولای. ...

نور ولوله »

«امریکايي چورلکې په سوريې کې د داعش جنګيالي نامعلوم ځای ته لېږدوي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): امریکايي چورلکو تېره ورځ په سوريې کې د داعش ډلې يو شمېر جنګيالي نامعلوم ځای ته لېږدولي دي. د سوريې «سانا» خبري اژانس په خپل تازه راپور کې د سوريې جنوب کې د حسکه سيمې د اوسېدونکو له خولې ويلي، چې د امريکایي ائتلاف له مخيم السد سيمې څخه د داعش جنګيالي په ...

نور ولوله »

اردوغان د بیت المقدس په اړه د نورو ګامونو په اخيستو امریکا او اسرائيلو ته ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان يو ځل بيا امریکا او اسرائيلو ته ګواښ کړی، چې د بیت المقدس په اړه له هر ډول ناقانونه ګام اخيستو ډډه وکړي. اردوغان په امریکا کې د مسلمانانو تر ټولو سترې ټولنې «ماس اکنا» کلنۍ غونډې ته په لېږل شوې ليکلې وينا دغه څرګندونې کړي دي. ...

نور ولوله »

نړيوالې ټولنې په یمن کې د جګړې د سمدستي بندولو غږ کړی

نړيوالې ټولنې په یمن کې د جګړې د سمدستي بندولو غږ کړی نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): درې نړيوالو ټولنو نن د شبنې په ورځ په يوې ګډې اعلاميې کې غوښتنه کړې، چې په يمن کې د سعودي ائتلاف په مشرۍ روانه جګړه باید سمدستي ودرول شي او د يمن جګړې ځپلو خلکو ته د بشري مرستو د ...

نور ولوله »

امریکا د فلسطين پلازمېنې لپاره د بل ځای وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د فلسطين د حماس جهادي غورځنګ د سياسي دفتر مشر اسماعيل هنيه ويلي، چې امریکا وړانديز کړی، چې د فلسطين د پلازمېنې لپاره دې بل ځای وټاکل شي. اسماعيل هنيه په غزه کې له فلسطيني مشرانو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې امریکا او ځينې نورې کړۍ هڅه کوي، چې د غزې ...

نور ولوله »

واشنګټن پوسټ: د ټرمپ لومړی کال د امریکايانو لپاره تر اټکل زیات خراب

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې يوه ليکوال ليکلي، چې ډېری امریکايانو ۲۰۱۷ کال په داسې وېرې پيل کړ، چې ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر ټاکل شوی و، خو دا کال په داسې حالت کې پای ته رسېږي، چې د امریکايانو لپاره تر اټکل شوې اندازې هم زيات خراب و. د مقالې ليکوال يوجين رابنسن ...

نور ولوله »

چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز پروژې کې د افغانستان په شاملولو غور کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ‌ ژي ويلي، چين او پاکستان فکر کوي، چې د دواړو هېوادونو ګډه اقتصادي پروژه «سي پيک» نوره هم پراخه کړي، تر څو چين له اسيا او اروپا سره وتړي او افغانستان هم په دغې پرژوې کې ورګډ کړي. د چین د بهرنيو چارو وزیر دا ...

نور ولوله »

خواجه اصف: افغانستان کې د امریکا په غوښتنو شکمن يو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف ويلي، چې په افغانستان کې د امریکا له لوري د امنيت او ثبات په هيلو او غوښتنو ظاهرا بې باوره يو. د پاکستان له جيو خصوصي ټلويزيون سره د مرکې پر مهال خواجه اصف وويل، له تېرې يوې لسيزې راهيسې د افغانستان وضعيت له ...

نور ولوله »