fbpx

د لیکوال: هدایت الله ارشیف

د ټرمپ جګړه ييز فکر، د ګوانتانامو زندان به پرانيستی پاتې وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې ګوانتانامو زندان نه تړي او شونې ده، چې نور زندانيان ورولېږل شي. د ټرمپ دا پرېکړه د پخواني ولسمشر بارک اوباما له پرېکړې مخالفه ده او هغه پرېکړه کړې وه، چې دغه زندان به وتړي او د خپلې واکمنۍ په وروستيو کې يې د ګوانتانامو زندان ...

نور ولوله »

سعودي کې نيول شوو کسانو د حکومت خزانې ۱۰۶ ميليارده ډالر ورکړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سعودي عربستان لویه څارنوالۍ وايي، چې د مالي فساد په تور ۴۳۷ کسان نيول شوي وو، چې ۳۸۱ يې د مالي جوړجاړي په بدل کې خوشې شوي او دغو کسانو د حکومت خزانې ته ۱۰۶ ميليارده ډالر ورکړي دي. لوی څارنوال شيخ سعود المعجب ويلي، چې د فساد په تور نيول ...

نور ولوله »

دولتي ملايان: له سولې سره نه يو ځای کېدونکي خلک د اسلام مخالف دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت د دولتي ملايانو د شورا ځينو غړو ويلي، چې د سولې پر وړاندې شته خنډونه له منځه ځي او څوک، چې له سولې سره نه يو ځای کېږي، هغو يې د دين مخالفين بللي دي. دولتي ملايانو دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې په افغانستان کې د امریکايي ...

نور ولوله »

ټرمپ: په اوس وخت کې له طالبانو سره هېڅ ډول خبرې نشي کېدای

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۰ سلواغې،۱۳۹۶ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا د افغانستان جګړې کې د پوځي بريا په فکر له طالبانو سره د خبرو شونتيا رد کړې ده. امریکايي رسنيو د ټرمپ له خولې ليکلي، چې اوس وخت کې طالبانو په کابل او نورو ښارونو کې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی او د ...

نور ولوله »

طالبانو ته د غني ګواښ: د ولسي خلکو غچ درنه اخلم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې،۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني طالبانو ته ګواښ کړی، چې د وروستۍ خونړۍ پېښې غچ به ترې واخلي. اشرف غني نن په ارګ کې د اندونیزيا ولسمشر جوکو وديدو سره په ګډ خبري کنفرانس کې وويل، چې طالبان د جګړې په ‌ډګر کې مات شوي او له همدې امله يې پر ولسي خلکو ...

نور ولوله »

د اندونيزيا ولسمشر کابل ته رارسېدلی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د اندونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته رارسېدلی دی او دلته به د ګډ حکومت له چارواکو سره په د سولې سربېره په دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړي. ويدودو نن غرمه ۱۲:۲۰ کابل کې د حامد کرزي پر نړيوال هوايي ډګر ښکته شو او د ګډ حکومت ...

نور ولوله »

کابل ښار کې پر نظامي پوهنتون له چاودنې وروسته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار په لويديځ کې د مارشال فهيم پر نظامي پوهنتون له درنې چاودنې وروسته جګړه روانه ده. يوې امنيتي سرچينې د پېښې پخلی کړی او زياتوي، چې بريد سهار پنځه بجې شوی او لا هم د بريدګرو او عسکرو تر منځ نښته روانه ده. د برید مسؤوليت تر اوسه چا نه ...

نور ولوله »

سرچينه: د نور او غني د لانجې اواري لپاره امریکايي پلاوی راځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت د مشر اشرف غني او د بلخ د ګوښه شوي والي عطا محمد نور ترمنځ کړکېچ ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی او د څو ځله هڅو سربېره لا هم نه دی حل شوی، خو يوه حکومتي سرچينه وايي، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او جمعيت اسلامي تر منځ د ...

نور ولوله »

سعودي میلياردر وليد بن طلال د ناڅرګند جوړجاړي له مخې خوشې شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سعودي حکومتي سرچينې وايي، چې د شاهي کورنۍ مهم غړی او نړيوال پېژندل شوی ميلياردر سوداګر وليد بن طلال له حکومت سره د ناڅرګند جوړجاړي له امله له زندانه خوشې شوی دی. رویټرز خبري اژانس د سعودي سرچينو له خولې ليکلي، چې د سعودي لويې څارنوالۍ د حکومت او وليد بن طلال ...

نور ولوله »

سعودي حکومت لسګونه شهزادګان د مالي جريمې په بدل کې خوشې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): رویټرز خبري اژانس د سعوي د يوه لوړپوړي چارواکي له خولې د نوم نه څرګندولو په شرط ليکلي، د فساد په تور نيول شوي سوداګر او د شاهي کورنۍ ګڼ شمېر غړي له سعودي چارواکو سره د روغې جوړې له مخې د مالي جريمې په بدل کې خوشې شوي دي. سرچينې ويلي، چې ...

نور ولوله »