د لیکوال: هدایت الله ارشیف

امریکا نړيوالې جنائي محکمې ته د سزا ورکولو ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن نړيوالې جنائي محکمې ته ګواښ کړی، چې په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د بشري او  جنګي جنايتونو په اړه له څېړنو لاس واخلي. جان بولټن ګواښ کړی، که د نړيوالې جنائي محکمې غړو په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو په جنګي جرمونو د ...

نور ولوله »

ټرمپ په امریکا کې د فلسطين سفارت تړلو امر کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د فلسطين د خپلواکۍ تنظیم وايي، امریکايي چارواکو دوی ته خبرداری ورکړی، چې په واشنګټن کې خپل دفتر وتړي او لامل يې هم دا بلل شوی، چې فلسطيني چارواکو له نړيوالې جنايي محکمې غوښتي، چې فلسطين کې د ټولوژنو په اړه اسرائيلي چارواکي محاکمه کړي. د فلسطين د خپلواکۍ غورځنګ د امریکا ...

نور ولوله »

جلال اباد کې د نجونو لېسې مخته درې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته څېرمه بهسودو ولسوالۍ کې د نجونو يوه ښوونځي ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې شوي دي. د چاودنې له امله د اوښتې مرګ ژوبله په اړه نور معلومات به وروسته خپاره شي.

نور ولوله »

د ایران د بهرنیو چارو وزير د نړۍ يهودانو ته د نوي عبري کال مبارکي وویله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۷ل): د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف په خپل هېواد او ټولې نړۍ کې یهودانو ته د نوي عبري کال مبارکي ويلې، په داسې حال کې د ایران او  اسرايلو اړيکې ترينګلې  دي ا و اسراييل ایران په سيمه کې د ټولو بحرانونو لامل بولي. جواد ظريف په خپل ټويټر پيغام کې ...

نور ولوله »

د ګډ حکومت له پيله ۵۶ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د خپلواکو رسنيو د ملاتړ اداره «نی» وايي وايي، چې ۲۰۱۴ کې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ د ګډ حکومت له پيله په هېواد کې ۵۶ خبريالان او د رسنيو نور کار کوونکي وژل شوي دي. د نی ادارې اجراييه مشر مجیب خلوتګر نن دوشنبه په کابل کې ...

نور ولوله »

‏«سديس د سعودي علماوو د اعدام د پرېکړو تاييد کوي»‏

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۹وږی ۱۳۹۷ل):   د ټولنيزو شبکو فعالانو د مکي حرم د امام او خطيب شيخ عبدالرحمن سدیس وينا ته په اشاره ويلي، چې دغه حکومتي عالم د سعودي حکومت له لوري د علماوو پر ضد روانې کړنې او د اعدام پرېکړې تاييد کړي دي. د ټولنيزو رسنيو فعالانو په مکي حرم کې د شيخ سديس د وينا يوه ...

نور ولوله »

فرانسه کې د چړې بريد پر مهال اووه کسان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۹وږی ۱۳۹۷ل): د فرانسې پلازمېنې پاریس کې يوه بريدګر په چړې اووه تنه ټپيان کړي، چې د څلورو هغو روغتيايي وضعيت ترينګلی بلل شوی دی. د پاريس پوليس وايي، د لومړنيو معلوماتو له مخې بريدګر افغان دی او اوسمهال د پوليسو له لوري ترې څېړنې روانې دي. د پوليسو په وينا پېښه له ترهګرۍ سره تړلې نه ...

نور ولوله »

شپېګل مجله: په افغانستان کې به د امریکا برخليک هم د روسيې په څېر وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د المان مشهورې مجلی شپيګل پخپله نننۍ ګڼه کی د المان مشهور څيړونکي«کلاوس من» څېړنيزه مقاله خپره کړې او په دغه مقاله کې افغانستان کې د امريکا اوولس کلنې جګړې په اړه بحث شوی دی. په دغه مقاله کې راغلي، چې د اوولس کلنې جګړې سربېره طالبان د بري په درشل کې دي، ...

نور ولوله »

فضل الرحمن: د غربي کلتور رواجوونکي حکومت پر ضد جهاد فرض بولم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان جمعيت علمای اسلام او د متحده مجلس عمل مذهبي ګوندونو د ايتلاف مشر مولانا فضل الرحمن د عمران په مشرۍ اوسنی حکومت جعلي او په درغليو راغلی بولي. مولانا فضل الرحمن د خیبر پښتونخوا په بنو کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال وويل، د چا پلار هم د ...

نور ولوله »

د ميدان وردګو دايميرداد ولسوالۍ سقوط شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګو ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د دايميرداد ولسوالۍ ټولې پوستې سقوط شوي او اوسمهال جګړه په ولسوالۍ کې دننه روانه ده. د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړی حاجي  احمد جعفري رسنيو ته ويلي، چې د ولسوالۍ ټولې دفاعي پوستې ويجاړې شوي او اوسمهال د ولسوالۍ په مرکز کې د ...

نور ولوله »