د لیکوال: هدایت الله ارشیف

د ټرمپ تورونو ته عمران خان او نورو چارواکو توند غبرګون ښودلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان لومړي وزير عمران خان او نورو چارواکو د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی، چې پاکستان يې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی و. ټرمپ ويلي و، چې امریکا پاکستان ته ملياردونه ډالر ورکوي، خو په مقابل کې يې اسلام اباد امریکا ته هېڅ نه دي ...

نور ولوله »

سرچينه: د خاشقجي سر سعودي ته لېږدول شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل):د تېرې اکتوبر مياشتې په دوهمه د ترکيې په استنبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژل کېدو قضيې ګڼ اړخونه لا هم بې پوښتنې پاتې دي، په داسې حال کې يو شمېر ترکي سرچينو ويلي، چې له وژل کېدو وروسته د خاشقجي سر سعودي ته وړل ...

نور ولوله »

خلیلزاد د سولې شورا له غړو سره وليدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل):د سولې عالي شورا د غړو له نيوکو او اندېښنو وروسته افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د سولې عالي شورا له مشر او نورو غړو سره ليدلي دي. د سولې عالي شورا د مشر کريم خليلي په فيسبوک پاڼه راغلي، چې زلمي خلیلزاد ...

نور ولوله »

ټرمپ: د میلياردونو ډالرو مقابل کې پاکستان موږ ته هېڅ نه دي کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا پر پاکستان سختې نيوکې کړي، چې د ميلياردونو ډالرو په مقابل کې يې له امريکا سره هېڅ مرسته نه کړې. ټرمپ له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي، د پاکستان ولس پوهېده، چې اسامه بن لادن د پاکستان سترې پوځي اډې ته بيخي څېرمه ...

نور ولوله »

خلیلزاد: هيله ده، له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې سولې ته ورسيږو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هیله‌ من دی، چې د ده په مشرۍ به له طالبانو سره د سولې خبرې بريالۍ شي او په ۲۰۱۹ کال کې به د سولې تړون ته ورسيږي. زلمي خليلزاد په کابل کې رسنيو ته وويل: زه هيله‌ من ...

نور ولوله »

جنرال ډنفورډ: طالبان ماتېدونکي نه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې مشر قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ ويلي، چې طالبان په روانه جګړه کې ماتېدونکي نه دي او د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره بايد جدي هلې ځلې وشي. جنرال ډنفورډ د کاناډا په هالفکس امنيتي غونډه کې وويل: «دا به ډېره ناانصافي وي، چې ووايو ...

نور ولوله »

د سولې عالي شورا لغوه کيږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د عمر په پای ته رسېدو حکومت پرېکړه کړې، چې د سولې عالي شورا لغوه کړي او پر ځای يې ارګ کې يوه کوچنۍ  ډله د سولې چارې پر مخ بوځي. د ګډ حکومت مشر اشرف غني له تېرو څو ورځو راهيسې د سولې او راتلونکو ټاکنو په اړه د ...

نور ولوله »

امریکا: د خاشقجي په قضيه کې تر اوسه وروستۍ پايلو ته نه يو رسېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا د بهرنيو چارو وزرات ويلي، د ټرمپ اداره تر اوسه دې پایلې ته نه ده رسېدلې، چې ايا سعودي حکومت د جمال خاشقجي د وژنې مسؤول دی که نه؟ د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتر نوريټ ويلي، په استنبول کې د وژل شوي سعودي خبريال د وژنې په اړه ...

نور ولوله »

د کانګريس غړي: ټرمپ دې د وخت له تېرېدو وړاندې د بن سلمان په اړه ګام پورته کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل):  د امریکا کانګريس کې د مشرانو جرګې يو شمېر غړو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د جمال خاشقجي د وژنې په اړه د سي ای اې راپور ومني او د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان پر ضد ګامونه پورته کړي. سي ای اې تېره ورځ په خپل راپور کې ويلي، ...

نور ولوله »

امريکا پر يو شمېر مهمو سعودي مشرانو بنديزونه لګولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د امریکا متحده ايالاتو د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې په تور د سعودي عربستان پر اوولسو مهمو کسانو بندیزونه لګولي دي. امریکايي رسنۍ وايي، په دغو کسانو کې د ولي عهد محمد بن سلمان نږدې سلاکار سعود القحطاني هم دی. د ترکيې په استنبول ښار کې، د سعودي قونسل جنرال محمد ...

نور ولوله »