د لیکوال: هدایت الله ارشیف

اسرائيلي جنګي الوتکو غزه کې د حماس مرکزونه بمبار کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸کب، ۱۳۹۷): اسرائيلي جنګي الوتکو په غزه کې  د حماس جهادي غورځنګ پر مرکزونو بمبار کړی دی. اسرائيلي چارواکي وايي، چې د غزې له لوري يې پر اسرائيلو د توغنديز بريد په ځواب کې د حماس مرکزونه په نښه کړي دي. د  اسرائیلو دفاع وزارت وايي، زرګونو اسرائيلي کورنيو تېره شپه د هغو توغندیو غږونه اورېدلي، ...

نور ولوله »

د سعودي لويې څارنوالۍ د سلمان عوده پر اعدام تاکيد کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): د سعودي ديني عالم او دعوتګر سلمان العوده زوی عبدالله العوده ‏وايي، چې لويې څارنوالۍ په سري جلسه کې د ده د پلار په اعدام ټينګار کړی دی. د عبدالله په وينا د شيخ عوده په اړه د محکمې جوړېدونکې  غونډه درې  ځل ځنډېدلې او تېره ورځ يې په غياب کې راغوښتل شوې وه.‏ ...

نور ولوله »

د پاکستان پارلمان په تالار کې د لومړي ځل لپاره په جماعت لمونځ وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د جمعيت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن زوی او د پارلمان غړي مولانا اسعد محمود په احتجاجي توګه د لومړي ځل لپاره د پارلمان په تالار کې د ماښام لمونځ په جمعه لمونځ ادا کړ. درې ورځې وړانددې د پاکستان يوه وزير فيصل واډا ويلي و، چې نعوذ بالله «له ...

نور ولوله »

د سعودي د بهرنيو چارو وزير نن پاکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۶کب، ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر نن پنجشبنه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته  ځي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په  يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلی جبیر به د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قریشي او نورو چارواکو سره ليده کاته وکړي. دواړه چارواکي به د دوه ...

نور ولوله »

«پاکستان له اقتصادي بنديزونو سره مخکېدی شي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د ماليې وزارت سکرتر عارف احمد خان اندېښنه ښکاره کړې، که د مالي ګام کاري ځواک نړيوالې ادارې «ايف اې ټي ايف» پر وړانديزونو او خبرداري عمل ونشي، پاکستان به له اقتصادي بنديزونو سره مخ  شي. عارف احمد خان د ملي پارلمان «د عامه احتساب کمېټې» کې له ګډون وروسته رسنيو ته ...

نور ولوله »

د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه خصوصي شرکت ډله  ييز برید شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه خصوصي شرکت ډله ييز برید شوی دی. د ننګرهار ولايت چارواکو د پېښې پخلی کړی دی. د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې يو شمېر بريدګرو تېره شپه شاوخوا يوه بجې هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه خصوصي شرکت ډله‌ ييز برید پيل ...

نور ولوله »

پاکستان کې د جيش محمد ډلې ۴۴ غړي نيول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې د جیش محمد ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر د زوی حماد اظهر او اوښی مفتي عبدالرؤف په شمول يې ۴۴ کسان نيولي دي. د کورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې د ملي امنيت شورا په ناسته کې د جيش محمد او نورو غیر ...

نور ولوله »

ازبکستان: طالبانو د سولې او بيا رغونې لپاره د تاشکن هڅې ستايلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د ازبکستان د  بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر او د دوی سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر د سولې په اړه د ازبکستان هڅې ستايلي او ازبکستان سره يې د دوه اړخيزو اړيکو د زياتوالي په اړه لېوالتيا ښودلې ده. د ازبکستان د بهرنيو چارو ...

نور ولوله »

روسيه:د سوله ييزو موخو لپاره د سعودي اټومي پروګرام سره مرسته کولی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۷ل): د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، هېواد يې د سوله ييزو موخو لپاره د سعودي اټومي پرګرام کې مرستې ته چمتو دي. د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې د بهرنيو چارو لپاره د سعودي د دولت وزير عادل الجبیر سره ګډې خبري غونډې ته د وينا پر مهال لاوروف ...

نور ولوله »

هند وايي، د پاکستان بې پيلوټه الوتکه يې غورځولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): هندي رسنۍ وايي، د هند هوايي ځواک د پاکستان يوه الوتکه غورځولې، چې په غالب ګومان بې پيلوټه به وي. اې ان ای خبري اژانس د چارواکو له قوله ليکلي، چې پاکستانۍ الوتکه د راجستان ايالت فضايي حريم د څار پر مهال د هند جنګي الوتکې له لوري نسکوره شوې ده. ځايي رسنۍ لا ...

نور ولوله »