د لیکوال: هدایت الله ارشیف

اسرائیلي یرغلګرو یو فلسطینی ځوان وژلی او شپاړس يې ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳ تله ، ۱۳۹۷ل):  اسرائيلي یرغلګرو يو فلسطينی ځوان په ډزو وژلی او ۱۶ نور يې ټپيان کړي. اسرائيلي عسکرو پر سوله ييزو لاريونکوونکو کړي او دغه مرګ ژوبله يې اړولې ده. د فلسطين د روغتيا وزير رسنيو ته ويلي، چې د محمد ابو صادق په نوم ۲۱ کلن ځوان د اسرائيلي عسکرو په ډزو ...

نور ولوله »

شپېته مخور علماء او دعوتګر د سعودي په زندانونو کې پراته دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): د سعودي روانو نيونو او بنديانو څارونکی د ټويټر اکاونټ «متعقلي الرائ» وايي، چې د سعودي حکومت له لوري د نيول شوو علماوو او دعوتګرو شمېر شپېتو ته رسېدلی دی. دغه ټويټر اکاونټ په خپل تازه پيغام کې ويلي، چې د حکومتي پوهنتونونو پنځوس استاد بنديان دي، همدارنګه پنځه ويشت خبريالان، د بشري حقونو ...

نور ولوله »

کندهار ښار کې درې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): کندهار ښار کې درې پرله پسې چاودنې شوي دي. ځايي خبريالان وايي، چې نن ماخستن د کندهار ښار په دوهمه حوزه کې د ځای پر ځای شوي ماين له امله چاودنه وشوه؛ پوليس د پېښې د پلټنې لپاره سيمې ته ورسېدل، چې ورپسې دوهمه او درېيمه چاودنه هم وشوه. د پېښې په اړه نور ...

نور ولوله »

دفاع وزیر: تېره مياشت ۵۱۳ عسکر وژل شوي او ۷۱۸ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱تله، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت د دفاع وزير طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير ويس برمک او د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزی د هېواد د روانو نا امنيو په اړه مشرانو جرګې وغوښتي وو> د دفاع او کورنيو چارو وزيران د مشرانو جرګې غونډې ته ورغلي وو، خو د ملي امنيت رييس خپل مرستيال ...

نور ولوله »

ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا پر ملګرو ملتونو توندې نيوکې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، چې  ملګري ملتونه د نړۍ په اړه ډېر څه کولی شي، خو خپل مسووليت نه ادا کوي. د ټرمپ په وينا دی ډېر حیران دی، چې ملګري ملتونه د نړۍ د مسائلو په حل کولو کې پاتې راغلي او زياته کړې يې ده، چې راتلونکې اونۍ به ...

نور ولوله »

خامنئي:  زموږ پر پوځي پريډ بريد کې د امريکا د سيمه ييزو متحدينو لاس دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۷ل):د ایران مذهبي مشر ایة الله علي خامنئي د امریکا پر سيمه ييزو متحدينو تور پورې کړی، چې تېره ورځ يې اهواز ښار کې د پوځ پر پريډ بريد پلان کړی و، چې  له امله يې ۲۵ پوځيان وژل شوي او له پنځوسو ډېر ټپيان وو. د ایران وسله وال ځواک تور لګولی، چې ...

نور ولوله »

هند د مذاکراتو په اړه د پاکستان وړانديز رد کړی

نن ټکی اسیا (شنبه،۳۱وږی ۱۳۹۷ل): د پاکستان نوي لومړي وزير عمران خان خپل هندي سيال ته د يوه ليک په ترڅ کې د نېکو هيلو او دوو اړخيزو اړيکو د بيا رغلو هيله څرګنده کړې وه او غوښتنه يې کړې وه، چې د لا ښه پرمختګ لپاره بايد د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزیران د ملګرو ملتونو د ...

نور ولوله »

ايران کې پر پوځي پريډ وسله وال بريد مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه،۳۱وږی ۱۳۹۷ل): د ایران په جنوب اهواز ښار کې د پوځي  پريډ پر مهال نا معلومو وسله والو برید کړی، چې له امله يې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. ایراني رسنۍ وايي، بریدګرو پوځي يونيفورم اغوستی و او د پارک له شا يې پر پوځي پريډ برید وکړ. د ...

نور ولوله »

غني: دښمن د قومي او مذهبي جګړې د پيلولو په لټه کې دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني وايي، چې دښمن هڅه کوي، د افغانانو ترمنځ مذهبي او قومي جګړې ته لمن ووهي او غوښتنه يې کړې، چې افغانان بايد د پرديو د دسيسو ښکار نه شي او خپل يووالی وساتي. اشرف غني دا څرګندونې نن د کابل ښار په لويديځ کې د شيعه ګانو ...

نور ولوله »

د (الاالله)  ملت/ الياس فاتح

چې په زړه کې خليلي عزم موجود شي دا اورونه به  ګلونه دنمرود شي   دا دنيا يو ضرورت او دين مقصد دی هسې نه چې دا ضرور درته مقصود شي   د بشر هريو نظر به دې بورا شي که صورت دې رنګ سيرت کې دمحمود شي   پاک شوده شي په ذره ګنده ويرانې ښه عمل وي په ...

نور ولوله »