د لیکوال: هدایت الله ارشیف

دمرحوم حقاني صاحب (رحمه الله) په یاد کې/ مولوي عبدالله مختار حسیني

لمریـز خویونه ستا دلـمر خاته وو لـر اوبـرکــــــې نن تلل دې ترجانان، لمر پریواته غوندې ښکاریږي امــام دارادو ته مې ســــــلام ملایکان کــــــــړي عصمت دفکــر، کارکې پرښتـه غوندې ښکـاریږي دوخت امپراطورۍ ته دې وطن بیا مقبـــــره کړ دتېــرې هم هډونه نن وراسـته غوندې ښکاریږي لوړ عـزم داتـل ته زه هم تل په زړه کې مات یـم دعزم په افق دلمر ...

نور ولوله »

په هند کې د افغانستان سفير په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون په موخه له خپلې دندې استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹وږي، ۱۳۹۷ل): په هند کې د افغانستان د ګډ حکومت سفير شيدا ابدالي له شپږ کالو دندې ترسره کولو وروسته تېره ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. نوموړي له ۲۰۱۲ کال راهيسې په هند کې د افغانستان سفير و او تېره ورځ، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني هند ته سفر وکړ، ښاغلي ابدالي ...

نور ولوله »

د اسلام اباد محکمې نواز شريف، د هغه لور او زوم له زندانه خوشې کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وږي، ۱۳۹۷ل): د اسلام اباد عالي محکمې د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شريف، د هغه د لور مريم نواز او زوم  محمد صفدر د بند سزا ځنډولې او هغوی يې نن ماښام ناوخته له زندانه خوشې کړل. د روان کال په جولایي مياشت کې د اسلام اباد احتساب محکمې نواز شريف په لس کالو، مريم ...

نور ولوله »

سوريه: پر لاذقيه ښار د اسرائيلو بريد کې روسۍ الوتکه هم لادرکه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۲۷وږی ۱۳۹۷ل): د روسيې د دفاع وزار ويلي، چې د اسرائيلو ايف شپاړس جنګي الوتکو د بريد پر مهال د سوريې په لاذقيه ښار کې روسۍ الوتکه هم لادرکه ده. دفاع وزارت وايي، چې په دغه الوتکه کې څوارلس کسان سپاره وو. د روسيې دفاع وزارت ويلي، دغه الوتکه ای ايل ۲۰ ماډل وه، د روم ...

نور ولوله »

اشرف غني سبا هند ته ځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۲۷وږی ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني سبا چهارشنبه د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هند ته ځي. د ارګ سرچينې وايي، چې غني به د افغانستان سولې او د سيمې مسائلو په اړه په نوي ډيلي کې له هندي چارواکو سره وګوري. تېره اونۍ د ګډ حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله هم د افغانستان ...

نور ولوله »

وال سټريټ ژورنال: د علماوو اعدام به د سعودي نظام ولړزوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۲۷وږی ۱۳۹۷ل): د امریکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، چې د سعودي لويې څارنوالۍ د درې سترو ديني علماوو د اعدام پرېکړه تاييد کړې او د دې پرېکړې له عملي کولو سره به د سعودي نظام ولړزيږي. د ورځپاڼې په وينا نيول شوي علما د سعودي تر ټولو ستر ديني او ولسي اغېز لرونکي مشران دي. ...

نور ولوله »

پاکستان افغان کډوالو ته د پاکستاني شناختي کارډونو د ورکولو لپاره ګامونه پيل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۶وږی ۱۳۹۷ل): د پاکستان د کورنيو چارو وزارت افغان او بنګالي کډوالو ته د پاکستاني شناختي کارډونو د ورکولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت سرچينې وايي، چې څلورو واړو ايالتي حکومتونو ته لارښوونه شوې، چې د غیر راجسټر افغان کډوالو او نورو بهرنيانو په اړه معلومات مرکزي حکومت ته ولېږي. ...

نور ولوله »

د پير سيد احمد ګيلاني پر زيارت وسله وال برید شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۶وږی ۱۳۹۷ل): نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د پخواني جهادي رهبر او د سولې عالي شورا د پخواني مشر پير سيد احمد ګيلاني پر زيارت برید کړی او د هغه د زيارت دوه ساتونکي يې وژلي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې نامعلومو بریدګرو نن ...

نور ولوله »

د سولې او نجات ټولنه: د روان بحران تر ټولو ستر لامل د بهرنيو پوځيانو شتون دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۶وږی ۱۳۹۷ل): نن د کابل ښار په يوه هوټل کې د افغانستان روان وضعيت په اړه د افغانستان سولې او نجات ټولنې د علماوو، پوهنتون د استادانو او پوهانو غونډه راغوښتې وه او د دغې غونډې ګډونوالو او ويناوالو په قاطع کې اکثريت د روان بحران د اوږدېدو لامل د بهرنيو پوځيانو شتون بللی دی. د غونډې ...

نور ولوله »

عمران خان: افغان کډوالو ته پاکستاني تابعيت ورکوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وږي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان ويلي، چې په پاکستان کې پيدا شوو افغان او بنګله دېشي کډوالو به د پاکستان شناختي کارډ او پاسپورټ وکړي او له دې لارې به د دغو خلکو د محروميت د مخينوي هڅه وکړي. د پاکستان تېرو حکومتونو ځينو چارواکو هم ورته څرګندونې کړې وې، خو په رسمي ...

نور ولوله »