د لیکوال: هدایت الله ارشیف

سعودي: ښځې او خاوند لپاره د يو بل مبايل کوډ پرانيستل جرم دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د سعودي د قانون وزارت په نوي تصويب شوي بريښنايي قانون کې ويلي، چې ښځه او خاوند د يو بل مبايل کوډ نه شي پرانيستی او که هر چا دا کار وکړ، قانوني جرم دی. د سعودي بريښنايي قانون له مخې د ښځې او خاوند لپاره په غلا د يوه بل مبایل په پټه ...

نور ولوله »

کشمير کې د جګړو له امله لږ تر لږه شل کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل):د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د لاریونکوونکو او هندي پوځيانو ترمنځ اخ و ډب کې لږ تر لږه شل کسان وژل شوي، چې درې يې هندي پوځيان دي. د کشميري چارواکو او هندي پوځيانو پر ضد لاريونونو کې تر اوسه د اويا کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی شوی دی. د کشميري ...

نور ولوله »

د ټاکنو کميسيون: د راتلونکې تلې په ۲۸مه نېټه ټاکنې ترسره کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲وری، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د تلې ۲۸مه نېټه د پارلماني او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو  نېټه اعلان کړه. د دغه کميسيون مشر ګلاجان عبدالبديع نن په کابل کې يوې خبرغونډې ته وويل، چې د رايو ورکوونکو د نومونو ثبتول به د وري مياشتې په پنځه ویشتمه پيل شي او له هغې وروسته به د ...

نور ولوله »

فلسطيني ځوان د اسرائيلي پوځيانو پر ټولي موټر خيژولی

نن ټکی اسیا شنبه، ۲۶ کب، ۱۳۹۶ل): د اسرائيلي ښکېلاګرو دفاع وزارت ويلي، چې د غزې په تړاډه کې يوه فلسطيني ځوان د اسرائيلي عسکرو پر ټولي موټر خيژولی، چې يو عسکر يې وژلی او دوه نور يې ټپيان کړي دي. د اسرائيلي چارواکو په وينا بريدګر په تېښته بريالی شوی و، چې وروسته ونيول شو. عربي رسنۍ وايي، چې ...

نور ولوله »

انجينر داود: د بلخ رسمي والي زه يم

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل):د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري د بلخ د والي عطا محمد نور د ګوښه کېدو او پر ځای يې اسحاق رهګذر د ټاکل کېدو موضوع لا هم نه ده حل شوې، چې د اشرف غني له لوري نږدې دوه مياشتې وړاندې د دغه ولايت لپاره بل نومول شوی والي انجينر داود ...

نور ولوله »

حزب اسلامي: ارغنديوال، محمد خان او ډاکټر انور نور زموږ غړي نه دي

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل):  د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ډلې عبدالهادي ارغنديوال، د اجرائيه ریاست لومړی مرستيال انجينر محمد خان او د عدليې وزير ډاکټر انور د يو شمېر سرغړونو په تور له خپلې ډلې ويستلي دي. د حزب اسلامي له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د يو شمېر معلوماتو او ...

نور ولوله »

مليټري ټايمز: واشنګټن د طالبانو له لوري د شپنيزې ټيکنالوجي له کارولو اندېښمن دی

نن ټکی اسیا (چهار‌شنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۶ل):  د امریکا مليټري ټايمز ورځپاڼې ليکلي، چې د طالبانو پوځي ځواک ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دی او دغه جګړه ييز قوت يې اوسمهال په افغانستان کې دولتي عسکرو او بهرنيو پوځيانو لپاره ستر خطر دی. د مليټري ټايمز په باور طالبانو د خپلو عملياتو لپاره د جګړې پر مهال پرمختللې وسلې او ...

نور ولوله »

حکمت خلیل کرزی: طالبانو ته د سولې بې ساری وړاندیز

د ګډ حکومت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال طالبانو ته د سولې د وړانديز په اړه يوه مقاله ليکلې، چې نيويارک ټايمز ورځپاڼې خپره کړې او نن ټکی اسيا د خپلو لوستونكو لپاره ژباړلې ده. د تېرې فبرورۍ په اته ويشتمه د افغانستان ولسمشر اشرف غني د يوه جامع دعوت له مخې طالبان د سولې خبرو ته رابللي، چې ...

نور ولوله »

په ایران کې د ترکيې الوتکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د ترکيې يوه الوتکه د ایران په جنوب لويديځ کرد ښار کې نسکوره شوې، چې له امله يې يوولس کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دغه ترکۍ الوتکه له شارجې استانبول ته روانه وه. ایراني رسنيو د چارواکو له خولې ليکلي، چې په دغه الوتکه کې د درې عملې په ګډون يوولس ...

نور ولوله »

سوريه: په غوطه کې د بمباريو له امله د وژل شوو کسانو شمېر له ۱۱ سوو اوښتی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د سوريې په مشرقي سیمه غوطه کې د روسي او بشارالاسد د رژيم الوتکو او ځمکنيو عسکرو د عملياتو له امله لسګونه لوړپوړيزې ودانۍ نړېدلي او د رروانو جګړو له امله د وژل شوو کسانو شمېر له يوولس سوو کسانو اوښتی دی. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اوربند غوښتنې سربېره هم حکومتي ...

نور ولوله »