د لیکوال: عطامحمد میاخېل ارشیف

څنګه خبره منونکي ماشومان وروزو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل ځینې میندې په خوب کې هم دا نه ویني، چې یوه ورځ به یې ماشومان د دوی خبرو ته غوږ ونیسي او دغه راز د دوی تابع واوسي. معمولاً پلرونه له خپلو ماشومانو سره ډېر کم وخت تېروي او ډېر کم د جزئي او عادي مسایلو پر سر له هغوی سره بحث کوي. له دې کبله ...

نور ولوله »

څنګه با شخصیته ماشومان وروزو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل که چېرې له روزنیزو مهارتونو، لکه: بېلګه اوسېدل، معلومات ورکول، خبرې اترې، پرځای ملاتړ، د چار چوکاټ ټاکنه او هغه ته ژمن اوسېدلو څخه ګټه واخلئ او دا زده کړئ، چې خپله غوسه په سمه او سالمه بڼه سړه کړئ، نو هرومرو خپلو غوښتنو او موخو ته رسېږئ. په ماشومانو کې د درنښت او ادب د ...

نور ولوله »

ولې ماشومان باید ورزش وکړي؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل       په ماشومتوب کې ورزش کول، له ماشومانو سره مرسته کوي، ترڅو له بدني او ټولنیز پلوه وده وکړي. په امریکا کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ارواپوهنې د آکاډمۍ په اند، ورزش کول د دې سبب کېږي، چې ماشومان په ډلییزو کارونو باندې تمرکز وکړي او وکولای شي، چې نوي ملګري او دوستان پیدا ...

نور ولوله »

څنګه مودب ماشوم وروزو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل که چېرې خپل ماشوم ته مو د ادب په ورزده کولو کې بې پروایي کړې وي، نو باید په یوه مهمه موضوع باندې پوه شئ: د هیچا نه خوښېږي، چې له بې ادبه ماشوم سره ناسته ولاړه وکړي! یو بې ادبه ماشوم په یوه ستر بې ادبه بدلېږي او هغه لویان چې مودب نه دي، نو ...

نور ولوله »

څنګه خوشاله ماشومان وروزو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل   یوه له غوره ډالیو څخه، چې مور او پلار کولای شي، خپلو ماشومانو ته یې ورکړي، د هغوی د خوشاله اوسېدو شونتیا ده. د خوشاله اوسېدو له پاره، ډېرو پیسو او شتمنۍ ته اړتیا نه شته، بلکې کولای شئ، چې په ډېرو ساده او  عادي امکاناتو سره خپل ماشوم خوشاله کړئ. هغه ماشومان، چې وکولای ...

نور ولوله »

څنګه مثبت افکار ولرو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل د ټولو په ژوند کې سختې شېبې شتون لري، خو په شونډو باندې د مسکا ساتل کله وخت ناشونې برېښي، حتا ښایي په دې مسئله کې هغو کسانو ته، چې تل خوشاله دي، د درواغجن خوشاله لقب هم ورکړل شي، دلته به دې پوښتنې ته ځواب ورکړو، چې څنګه مثبت افکار ولرو؟ داسې لارې مو وړاندې ...

نور ولوله »

د بریالیتوب لپاره څومره وخت لرو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل ژوند لنډ دی، له دې کلیشه ای جملې څخه کرکه لرم، چې ځینې خلک یې کله وخت وایي، ګمان کووم، چې پرون ورځ مې ډېره ژر تېره شوه او هېڅ کار مې پکې ترسره نه کړ، ښایي سبا ورځ مې همداسې ژر تېره شي، ورځې د سترګو په رپ سره تېرېږي. ځینې خلک داسې ګمان کوي، ...

نور ولوله »

د غوسې د کنټرول لپاره لس عملي تګلارې

ژباړه: عطا محمد میاخېل غوسه یو احساس، طبیعي تجربه او حتا د انسان د روغ اوسېدلو نښه ده، خو کله چې له کنټرول څخه وځي، نو په یوه ورانونکي لامل بدلېږي، په کار او ټولنیزو اړیکو کې ستونزه را منځته کوي  او په ټولیزه توګه د ژوند په څرنګوالي باندې اغېزه کوي، نو مهمه ده، چې له هغې سره سم ...

نور ولوله »

پنځلس دقیقې چې ستاسو ژوند تضمینوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل کار را منځته کوونکي له ګڼه ګوڼې ډک ژوند لري؛ خو باید د کار او خپل ژوند ترمنځ توازن وساتي او د کارونو د ترسره کولو له پاره منظم پروګرام ولري. آیا په خپلو ورځنیو بوختیاوو کې ورک شوي یاست؟ کورنۍ مو د هغوی په اړه ستاسو له بې پامۍ څخه خواشینې ده؟ د اندېښنې وړ ...

نور ولوله »

خپل ماشومان ټولنیز را منځته کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل   یو له مهمو او هیجاني تصمیمونو څخه، چې د والدینو په توګه یې باید ونیسئ، د خپلو ماشومانو ژوند موخیز کول دي. د والدینو په توګه باید تاسو هغوی ته بریالیتوب په سمه توګه تعریف کړئ، په دې ترتیب د هغوی له پاره کوچنۍ موخې مشخصې کړئ او اجازه ورکړئ، چې هغو ته د رسېدو ...

نور ولوله »