fbpx

د لیکوال: سهر نسیم ارشیف

سرچينه: د توپ مرمۍ لګېدو څوارلس عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د روزګان ولايت له مرکز ترينکوټ څخه يوې امنیتي سرچينې ازادي راډيو ته ويلي، چې تېره شپه د ملي اردو د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله څوارلس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د طالبانو په بريدونو کې پنځه عسکر وژل شوي دي. دغې سرچينې خپل نوم نه دی څرګند کړی، خو ...

نور ولوله »

تخار: د پوليسو د خوراکي موادو د رسولو قراردادي تښتېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د تخار امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې پوليسو ته ترکاري او مېوه نه ده ورکړل شوې. د تخار د امنيې قومندانۍ وياند خليل اسير رسنيو ته ويلي، د ترکارۍ سربېره له تېرو څو ورځو راهيسې په پوليسو باندې وچه ډوډۍ او غوښه هم بنده شوې ده. ...

نور ولوله »

هلمند نوزاد: د عملياتو پر مهال ملکيانو ته ځاني او مالي زيان اوښتی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۵۶ل): د هلمند ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيان اوښتي دی. د نوزاد يوې سيمه ييزې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، تېره شپه ګډو ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط د “اورموز” سيمې په ستر بازار او په ورڅېرمه نږدې مدرسه عمليات ...

نور ولوله »

ولايتي شورا: په نيم بغلان طالبان واکمن دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بغلان د ولايتي شورا غړي وايي، طالبان د دغه ولايت په پنځوس سلنه خاوره حاکميت لري او حکومت د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلی دی. د ولايتي شورا مرستيال فيروزالدين ايماق اريانا نيوز ته ويلي، د بغلان په نيمه خاوره طالبان واکمن دي او په هغې کې خپله حکومتولي پر مخ ...

نور ولوله »

سوريه: د چورلکې سقوط پېښه کې دوه روسي پيلوټان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سوريې په حماة ولايت کې د يوې روسۍ پوځي چورلکې د سقوط په پېښه کې دوه روسي پيلوټان وژل شوي دي. د روسيې د دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، پېښه د دسمبر په ۳۱ نېټه د حماة د پوځي اډې په پنځلس کيلو مترۍ کې د تخنيکي ستونزې له کبله ...

نور ولوله »

لښکرګاه کې نږدې پنځوس سلنه زده کوونکي درسي کتابونه نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د يوې څېړنې له مخې د هلمند ولايت په لښکرګاه ښار کې نږدې پنځوس سلنه زده کوونکي له درسي کتابونو بې برخې دي. د ودان افغانستان په نوم يوه ګوند په يوه څېړنيز راپور کې ويلي، چې د لښکرګاه پنځوس سلنه زده کوونکي درسي کتابونه نه لري او د خپلو ښوونځيو اړوند کتابونه ...

نور ولوله »

د طالبانو له بنده خوشې شوی کاناډايي زنداني شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): پنځه کاله د طالبانو په زندان کې پاتې شوی کاناډايي جوشوا بویل له خوشې کېدو څو مياشتې وروسته په کاناډا کې خلکو ته د قتل د ګواښونو او يو شمېر نورو تورونو له امله نيول شوی دی. کاناډايي رسنيو ويلي، چې څلور دېرش کلن جوشوا بویل د جنسي ځورونې، خلکو ته د قتل ...

نور ولوله »

غزني: د وسله والې غلا په تور شپږ پوليس نيول شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د غزني امنيتي مسئولین وايي، د قره باغ او ګيلان ولسواليو په مربوطاتو کې يې د وژنې او غلاوو په تور د شپږو پوليسو په ګډون اته کسان نيولي دي. د غزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان رسنيو ته وويل: دغو پوليسو د کابل- کندهار پر لويه لاره د خلکو ...

نور ولوله »

کابل: چاودنې پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کابل د پغمان ولسوالۍ مربوط د پنځمې امنيتي حوزې اړوند په باغ داود سيمه کې د پوليسو په رينجر موټر چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده. د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، په چاودنه کې درې پوليس سخت ټپيان شوي دي. نوموړی وايي، چاودېدونکي توکي د پوليسو په رينجر موټر ...

نور ولوله »

ننګرهار: د جنازې مراسمو کې چاودنې پنځلس تنه وژلي- ۳۰ ټپيان دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): څو شيبې وړاندې د ننګرهار ولايت د ښار مربوط د مقام خان په سیمه کې د جنازې د مراسمو پر مهال چاودنه وشوه، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې نږدې پنځوس تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. ځايي سرچينې وايي، چاودنه د هسکې مېنې د پخواني ولسوال ګل ولي د جنازې د ...

نور ولوله »