fbpx

د لیکوال: سهر نسیم ارشیف

د فراه ولايتي شورا: بالابلوک کې نهه کمانډو عسکر او شپږ پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): د فراه د ولايتي شورا رئيس فريد بختور وايي، په بالابلوک ولسوالۍ کې د طالبانو په بريدونو کې پنځلس دولتي عسکر وژل شوي دي. نوموړي اريانانیوز ته ويلي، طالبانو د يادې ولسوالۍ مربوط په فراه رود سيمه کې په دولتي ځواکونو بريد کړی، چې په ترڅ کې يې نهه کمانډو عسکر او شپږ پوليس وژل ...

نور ولوله »

د خوست چارواکي: د غلام خان بندر لاره نه ده پرانيستل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹کب، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ ځينو رسنيو ويلي و، چې د غلام خان بندر لاره پرانيستل شوې او په مالونو بار يو شمير لارۍ هم خوست ته اوښتي دي. خو د خوست د والي مرستيال شېر بادشاه اورګوني پژواک ته د رسنيو راپورونه رد کړي او ويلي يې دي چې تر اوسه خوست ته په مالونو بار هيڅ ...

نور ولوله »

چيچنيا کې د روسيې د پوځ اړوند چورلکه نسکوره شوې- نهه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د چيچنيا جمهوريت د اتوم کالي غرنۍ سيمه کې د روسيې د پوځ اړوند يوه چورلکه نسکوره شوې او نهه تنه پکې وژل شوي دي. د چیچنيا مشر رمضان قادروف ويلي، د چهارشنبې په ورځ د روسيې د سرحدي ځواکونو اړوند چورلکې سقوط کړی چې لامل يې ښايي د هوا خرابوالی وي. د انټرفاکس خبري ...

نور ولوله »

پاکستان د لرې واټن ويشتونکي توغندي بريالۍ ازموينه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د پوځ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ادعا شوې چې د لرې واټن ويشتونکی داسې توغندی يې ازمويلی چې اتومي سرګلولې لېږدولی شي. د پوځ په اعلاميه کې راغلي، نوی توغندی چې د ابابيل نوم ورکړل شوی په عرب بحيره کې د رباط ۱۸ په نوم د پوځي تمريناتو ...

نور ولوله »

فراه والي: د ځواکونو ليکو کې د نفوذي کسانو شتون د عسکرو تلفات زيات کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): د فراه ولايتي چارواکي وايي، د دغې ولايت د دولتي ځواکونو په ليکو کې د طالبانو د نفوذي کسانو شتون د عسکرو مرګ ژوبله زياته کړې ده. د فراه والي عبدالبصير سالنګي وايي، د ډيری پوځي مرکزونو، د اردو او د عامه نظم يو شمير قومندانانو په پوستو کې په خپلسري ډول داسې کسان ګمارلي ...

نور ولوله »

امريکا په ترکيه کې خپل سفارت تړلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): د ترکيې په مرکز انقره کې د امریکا سفارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د امنيتي ګواښ له کبله يې سفارت تړلی دی. په اعلاميه کې له امريکايي اتباعو غوښتنه شوې چې د سياحت پر مهال دې له ګڼې ګوڼې ځايونو ځان وژغوري او د ګرځېدو پر وخت دې له احتياط څخه کار واخلي، ...

نور ولوله »

کابل: د هليکوپتر لوېدو پېښه کې پنځه بهرنيان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): په کابل کې د يوې هليکوپتر لوېدو له کبله پنځه تنه بهرنيان ټپيان شوي دي. د دفاع وزارت د وياند دولت وزيري رسنيو ته ويلي، دغه هليکوپټر د مارشال فهيم د پوځي اکاډمۍ په داخل کې لوېدلې او له کبله يې پنځه تنه بهرنيان ټپيان شوي دي. په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د وياند ...

نور ولوله »

سوداګرۍ خونه: د حيرتان ريل پټلۍ له لارې هيڅ ډول صادرات نه کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د بلخ ولايت د سوداګرۍ خونه وايي، په دغې ولايت کې د نا امنۍ د زياتوالي له کبله په پانګونه کې کموالی راغلی او بهرنيو هېوادونو ته د حيرتان رېل پټلۍ له لارې هيڅ ډول صادرات نه ترسره کېږي. د بلخ د سوداګرۍ خونې د صنايعو او صادراتو مدير محمد یاسین انصاري رسنيو ته ويلي، ...

نور ولوله »

پاکستان د افغان کډوالو لپاره د نوم ليکنې د ثبت پروسه بنده کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۶ل): پاکستان له تيرو څو مياشتې راهيسې په دغې هېواد کې د ناثبت افغان کډوالو لپاره د ثبتولو لړۍ پيل کړې وه چې تر دې دمه پکې شاوخوا اته نيم لکه افغان کډوال ثبت شوي دي. د افغانستان د مهاجرينو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل وايي، پاکستان د نويو ثبت کوونکو ...

نور ولوله »

کابل: پروني بريد کې د دوو استراليايي وګړو د ټپي کېدو سربیره درې تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه،۱۲کب، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د کابل نهمې امنيتي حوزې اړوند قابل بای سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه قراردادي موټر چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د کورنيو چارو وزارت وايي، بريد د مازده ډوله موټر څخه په استفادې شوی چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي و. ...

نور ولوله »