د لیکوال: سهر نسیم ارشیف

کشمير: د هندي ځواکونو په بريد کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۰کب، ۱۳۹۶ل): هندي ځواکونو د کشمير په لانجمنه سرحدي سيمه کې د پاکستاني ځواکونو په پوستو بريد کړی او پوځيانو ته يې ځاني تلفات اړولي دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د هندي ځواکونو له لوري د کشمير په بهمبر سيمه کې په پاکستاني پوستو بريدونه وشول ...

نور ولوله »

کوټه: د پولیسو د مشر پر موټر برید شوی، دوه پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، د کوټې په سمنګلي سړک نا معلومه وسله والو د پوليسو د مرستيال (ډي ايس پي) حمدالله پر موټر بريد کړی. پوليس وايي، په دغې بريد کې د پوليسو مشر حمدالله بچ شوی خو د هغه دوه ساتونکي پولیس وژل شوي دي. د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق ...

نور ولوله »

ترکيې ۷۹ ناقانونه افغان او پاکستاني کډوال نيولي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د راپورونو پر اساس، د ترکيې هېواد ځواکونو په ايرداخان ولايت کې ۷۹ تنه ناقانونه افغان او پاکستاني کډوال نيولي دي. د ترکيې د چټکو ځواکونو مسئولين وايي، دغه کسان د قارس او ارداخان ولايتونو په لويه لاره د اولچک په سيمه کې نيول شوي دي. د چارواکو په وينا، دغې کسانو غوښتل د ...

نور ولوله »

بلخ: د يوه سوداګر ځوی تښتول شوی، يو بل سوداګر وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د بلخ ولايت په مرکز مزار ښار کې د نا معلومه وسله والو له لوري د يوه سوداګر اته کلن ځوی تښتول شوی او په يوه بله پېښه کې وسله والو يو بل سوداګر وژلی او د هغه پيسې يې له ځان سره وړي دي. د بلخ د امنيې قومندانۍ وياند شېرجان درانی ...

نور ولوله »

بادغيس کې يو موټر اوبو وړی، پنځه تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې د سپرلۍ يو موټر د سېلاب اوبو وړی چې له کبله يې پنځه تنه مړه شوي دي. د بادغيس د والي وياند شرف الدين مجيدي وايي، پېښه نن سهار لس بجې د يادې ولسوالۍ مربوط په قرچقي سيمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وينا، د سپرلۍ ...

نور ولوله »

زاخېلوال: ولسمشر ته مې وړانديز کړی چې زما پر ځای بل کس وګماري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، چې استعفا يې نه ده کړې خو ولسمشر ته يې وړانديز کړی چې د ده پر ځای بل کس په دنده وګماري. نوموړي دغه څرګندونې وروسته تر هغې په خپله فسبوک پاڼه وکړې، چې نن سهار ځينو رسنيو د هغه د دغې وړانديز په ...

نور ولوله »

پاکستان وايي، افغانستان سره سوداګريزې ستونزې حلوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ ستونزو له اوږده ځنډ وروسته پاکستاني چارواکي وايي، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کې ټولې ستونزې حلوي. د پاکستان د سوداګرۍ وزير يونس ډاګا رسنيو ته ويلي، هېواد يې د سوداګرۍ او ترانزيت په برخه کې له افغانستان سره ښو اړيکو ته ژمن دی ...

نور ولوله »

بشري حقونه: افغان حکومت دې په ميوند کې د ملکيانو د وژل کېدو په اړه پلټنه وکړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲کب، ۱۳۹۶ل): د بشري حقونو نړيوالې ادارې “هیوم رايټس واچ” په تازه خپاره کړي راپور کې له افغان حکومت څخه غوښتي چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د دولتي عملياتو پر مهال د ملکيانو د وژل کېدو په اړه دې پلټنه وکړي. په راپور کې راغلي، چې تېره مياشت افغان ځانګړو ځواکونو د يادې ولسوالۍ مربوط ...

نور ولوله »

هرات: ترافيکي پېښه کې اته تنه وژل شوي ديارلس ټپيان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۲ کب، ۱۳۹۶ل): د هرات ولايت د ادرسکن ولسوالۍ په مربوطاتو کې د يوه مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر د ټکر له کبله يوويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د هرات د پوليسو وياند عبداالاحد ولي زاده وايي، پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د يادې ولسوالۍ د صحرا سرخک په سيمه کې د يوه ...

نور ولوله »

جلال اباد: چاودنه کې درې ملکان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له کبله شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغې ولايت وياند عطاءالله خوږياڼی پېښه تائيدوي وايي، چې چاودنه د دوهمې امنيتي حوزې مربوط د سپين غر سنما شاته د يوه هوټل په خونه کې رامنځته شوې ده. که څه هم ...

نور ولوله »