fbpx

د لیکوال: سهر نسیم ارشیف

د بلخ اوسېدونکي: وژنې، غلاوې او د خلکو تهديدونه ورځ تر بلې زياتېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ ولايت اوسېدونكي په دې ولايت كې د غلاوو، وژنو او د نا امنيو له زياتوالي اندېښنه څرګندوي. د مزار شريف اوسېدونکي وايي، د هرې ورځې په تېرېدو د ښار امنيتي وضعيت خرابېږي او امنيتي ادارې د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلي دي. دوی وايي، له تېرو څو مياشتو راهيسې په ...

نور ولوله »

چارواکي وايي، فراه کې يې د طالبانو پرضد عمليات پيل کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د فراه امنيتي مسوولين وايي، په دغې ولايت کې يې نن سهار د طالبانو پر ضد ګډ عمليات پيل کړي دي. د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر وايي، په دغې عملياتو کې پوليس، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونه ګډون لري. د باهر په خبره، تر دې دمه په پشترود ...

نور ولوله »

د پاکستان لوی درستيز په امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د پاکستان د پوځ لوی درستيز ډګر جنرال قمر جاويد باجوه په يوې ګډې امنيتي غونډه کې د ګډون لپاره نن سهار کابل ته رارسېدلی دی. دولتي سرچينې وايي،چې د پاکستان د پوځ مشر ډګر جنرال قمر جاوېد باجوه د يوه لوړپوړي پوځي پلاوي په مشرۍ نن سهار کابل ته رارسېدلی او ...

نور ولوله »

غزني: واوره کې د موټر ښووېدو له امله اتلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د غزني چارواکي وايي، په دغې ولايت کې د زياتې واورې د ورښت له امله د دوو ولسواليو لارې تړل شوي او په واوره کې د يوه موټر ښوېيدو اتلس کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، پېښه نن سهار د مقر ولسوالۍ په للم سيمه ...

نور ولوله »

رجب: د سالنګونو لار له ټيلرو پرته د هر ډول ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سالنګونو د لويې لارې مسئولين وايي، دغه لاره تېره شپه د درنې واورې د ورښت له کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه خو نن سهار لس نيمې بجې يواځې د مسافر وړونکو موټرو لپاره خلاصه شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول جنرال محمد رجب وايي، تېره شپه ...

نور ولوله »

هلمند: نفوذي بريد کې شپاړلس سنګوريان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل)هلمند ولايت کې په يوه امنيتي مرکز د نفوذي کسانو د بريد په ترڅ شپاړلس سنګوري اربکيان وژل شوي دي. پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د ګرشک ولسوالۍ اړوند ترابي هوټل ته څېرمه د “محمد رسوليان” په نوم د يوه دولتي قومندان په پوځي مرکز کې رامنځته شوې ده. يوې سيمه ييزې امنيتي ...

نور ولوله »

کابل له پاکستاني چارواکو سره ناسته بې ګټې بللې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت چارواکي وايي، چې په اسلام اباد کې د افغان او پاکستاني چارواکو ناسته بې پرمختګ او بې ګټې پای ته رسېدلې ده. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني وړمه ورځ په کابل کې رسنیو ته ويلي و، چې له پاکستان سره روانې خبرې ګټورې او له پخوانيو ...

نور ولوله »

کشمير کې پر هندي پوځي اډې بريد کې دوه پوځيان وژل شوي- درې ټپيان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نن د شنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمير کې پر پوځې اډه وسله وال بريد کې هندي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ای بي سي نيوز د راپور له مخې، د پوځ يوه وياند ډګروال دويندر انند ويلي، وسله وال کسان د شپې په تياره کې د پوځي ...

نور ولوله »

کابل ښاريان: د مهمو لارو او سړکونو بندولو ستونزې جوړې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار اوسېدونکي شکايت کوي، د دې ښار ډیری مهمې لارې، سړکونه او واټونه د پوځيانو له لوري بند شوي او ملکي نقليه وسايطو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. دوی وايي، د حکومت له لوري د مهمو سړکونو بندولو اندېښمن کړي او په دغې ښار کې يې اوسېدل ستونزمن شوي دي. ...

نور ولوله »

کابل ښار کې دوه تنه په ډزو وژل شوي، دوه ټپيان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د سيلو پر سړک د وسله وال بريد په ترڅ کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، په يوه فرونر موټر کې ناستو وسله والو پر يو سراچه ډوله موټر ډزې وکړې او پکې ناست دوه تنه يې ووژل. ځايي سرچينې ...

نور ولوله »