د لیکوال: محمد افغان ارشیف

پرویز خټک: افغان مهاجرین نور نه شو زغملی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر «پرویز خټک» افغان مهاجرین «لویه ستونزه» بللې او ویلي یې دي چې دغه ایالت نور د افغان مهاجرینو د شتون تاب نه لري. نوموړي تېره ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د کورنیو چارو وزیر باید د راجسټر او غیر راجسټر مهاجرینو د بیرته ستنیدلو لپاره یوه ستراتیژي ...

نور ولوله »

ناټو تر ۲۰۲۰ کال پورې د افغان جګړې د تمویل ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۲۰مه، ۱۳۹۵ل): د ناټو مشرانو تېره ورځ پرېکړه کړې چې افغان ځواکونو ته به تر ۲۰۲۰ پورې هر کال یو بلیون ډالره ورکوي؛ تر څو هغه جګړه وغځوي کومه چې د بهرنیو ځواکونو لخوا په افغانستان کې پنځلس کاله مخکې پیل شوې ده. د ناټو سرمنشي یانس سټولټنبرګ وايي چې دا نه شي ویلی چې ...

نور ولوله »

امریکا د افغان ژباړونکو لپاره ۴۰۰۰ نورې ویزې ومنلې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۵ل): د امریکا په کانګرس کې د سنا مجلس پرېکړه کړې چې هغو افغانانو ته به نورې ۴۰۰۰ ویزې ورکوي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې یې له امریکایانو سره د افغانستان په جګړه کې کومک کړی او د بهرنیو ځواکونو سره اوږه په اوږه دریدلي دي. تر دې وړاندې ټاکل شوې وه ...

نور ولوله »

دا صحنه به مې تر ‫‏مرګه‬ هېره نشي!

محمد افضل ذاکر تېره ورځ تورخم ته تللی وم، غوښتل مې کور ته ولاړ شم خو د پاسپورټ نشتون له وجې بېرته کابل ته راستون شوم! په پل محمود خان کې ډریور راته ډېرې زارئ وکړې: که پاسپورت نه لري نو مه ځه، ماورته وویل ولې؟ راته یې کړه: هغه څوک چې پاسپورت نه لري ډېر یې بې عزته کوي د خپلو ...

نور ولوله »

ذبیح الله مجاهد: تر دې غټو قربانیو ته تیار یو

طالبان

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۷مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د ملا اختر محمد منصور په وژل کېدو سره د دوی مبارزې ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او تر دې غټو قربانیو ته تیار دي. ښاغلی مجاهد وايي چې طالبان د قربانیو سره اشنا دي، د قربانیو اوږده سابقه لري او خپلې مبارزې ته ...

نور ولوله »

امریکايي څیړونکی: د ملا منصور د وژنې لامل د سولې مخالفت نه وه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۶مه ۱۳۹۵ل): امریکايي لیکوال او څیړونکی «بارنټ روبین» وايي چې طالبانو وښوده چې دوی خپل مشران ډیر ژر ژر ټاکلی شي او که یو مشر یې له مینځه لاړ شي نوی مشر یې تر پخوانی ډیر متشدد وي. نوموړی چې د افغانستان او جنوبي اسیا د چارو شننونکی دی، د ملا اختر محمد منصور د ...

نور ولوله »

ډابنز: پاکستان د افغان طالبانو له دښمنۍ ډاریږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۶مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی «جیمز ډابنز» وايي چې پاکستان د افغان طالبانو له دښمنۍ ډاریږي او همدا لامل دی چې د طالبانو په خلاف قاطع ګام نه شي پورته کولی. جیمز ډابنز زیاتوي چې پاکستان ګڼ دښمنان لري نو ځکه د طالبانو سره دښمني په غاړه نه ...

نور ولوله »

سولې شورا طالبانو ته د ډرون بریدونو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۶مه ۱۳۹۵ل):د ګډ حکومت د ولسمشرۍ او اجراییه ریاست له ګواښونو وروسته د سولې عالي شورا هم په خپل وار په طالبانو د تسلیمېدو غږ کوي او ترڅنګ یې هغوی د امریکا د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو ګواښي. د سولې عالي شورا مرستیال «عبد الخبیر اوچقون» وايي چې که د طالبانو نوی مشر له ...

نور ولوله »

اشرف غني قطر ته لاړ

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د شنبې په ورځ له کابل څخه په دوه ورځني سفر د قطر هیواد په لور وخوځېد. د ارګ مرستیال ویاند «سید حسین مرتضوي» وايي چې اشرف غني به د قطر هیواد له مشرانو او په دې هیواد کې مېشتو افغان سوداګرو سره وګوري. دغه راز له ...

نور ولوله »

افغان ځواکونه: روزګان کې د اکمالاتو له نشتون سره مخ یو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان ولایت د عملیاتي کنډک قومندان «سمونیار احسان الله ملامت» د مرکزي حکومت د نه پاملرنې څخه شکایت کوي او وايي چې اکمالات او تجهیزات نه ورکول کیږي. سمونیار ملامت زیاتوي چې د نورو ستونزو سربېره د مهماتو، وسلو، تېلو او په ټوله کې د اکمالاتو او تجهیزاتو له اړخه ډیر بې ...

نور ولوله »