د لیکوال: محمد افغان ارشیف

ازبکستان: محجبې مېرمنې په ۲ کاله بند محکومیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): د ازبکستان واکمنو اعلان کړی چې هغه مېرمنې به په دوه کاله بند محکومیږي چې د پولیسو له لومړني اخطار وروسته د حجاب اغوستلو جرم تکرار کړي. د روان میلادي کال په جون میاشت کې ازبک چارواکو د محجبو میرمنو لپاره د بند موده ۱۵ ورځې ټاکلې وه، خو اوس دغه موده ۲ ...

نور ولوله »

د کندهار پر هوايي ډګر پیل شوې جګړه اوس هم دوام لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۸مه، ۱۳۹۴ ل): تېر ماښام طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر سرتیري ډله ییز بریدونه پیل کړل چې د وروستیو راپورونو له مخې جګړه څوارلس ساعته وروسته تر نن سهار هم روانه ده. هغه سیمه چې بریدګر ورننوتي په کې د امریکایانو پوځي اډه، د افغان ځواکونو میشت ځایونه، قول اردو او سرحدي زون موقعیت ...

نور ولوله »

اشرف غني د سعدي له نامه سره «علیه السلام» وايي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۱۶مه، ۱۳۹۴ ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني د بوستان او ګلستان کتابونو د شاعر (سعدي شیرازي) له نامه سره د «علیه السلام» کلمه وویله. تېره ورځ ولسمشر اشرف غني د ولس او حکومت ترمینځ د اړیکو په اهمیت غږېد، چې د خپلې وینا په ترڅ کې یې زیاته کړه: «سعدي علیه السلام او ...

نور ولوله »

طالبانو د خپل مشر غږیز پیغام خپور کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د خپل مشر ملا اختر محمد منصور د تازه غږیز پیغام په خپرولو سره هغه راپورونه ناسم بللي چې له څو ورځو راهیسې د نوموړي د وژل کیدو په اړه ورکول کیدل. نوموړي د ځان په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه د دښمن تبلیغات وبلل، چې په وینا یې ځینو کمزورو خلکو ...

نور ولوله »

ارګ د سید اباد په وژل شوو ماشومانو خواشیني وښوده

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): ارګ وايي چې ولسمشر اشرف غني د سید اباد په وژل شوو ماشومانو خواشینی دی او د پېښې د هر اړخیزې څیړنې امر یې صادر کړی. هغه اعلامیه چې له ګلخانې ماڼۍ څخه په دې تړاو خپره شوې لیکي چې د ګډحکومت ولسمشر د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وايي، وژل شوو ته فردوس ...

نور ولوله »

د سید اباد پېښې خواله رسنیو کې توند غبرګونونه را پارولي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): پرون – جمعه، لېندۍ ۱۴مه – د ملي اردو ځواکونو له لوري د ميدان وردګو ولايت سید اباد ولسوالۍ د اوتړیو په سیمه کې پر یو مسجد توغندیز بريد وکړ، چې ۱۲ تنه ولسي وګړي يې پکې ځای پر ځای ووژل. د سیمې د اوسېدونکو له قوله په وژل شويو کسانو کې اته ...

نور ولوله »

طالبان: د کابل اداره له ولسي خلکو کسات اخلي

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۱۳، ۱۳۹۴ ل): طالبانو د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د ملي ځواکونو هغه برید په کلکه غندلی چې په پایله کې يې د ماشومانو په ګډون ګڼ ولسي خلک وژلي دي. افغان ملي ځواکونو د جمعې په سهار د یادې ولسوالۍ په اوتړیو سیمه کې په ولسي خلکو د هاوان بریدونه ...

نور ولوله »

مجاهد: رسنۍ باید د استخباراتي پلانونو برخه ونه ګرځي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو په یوې تازه خبرپاڼه کې په رسنیو غږ کړی چې باید د هغو تبلیغاتي پلانونو برخه ونه ګرځي چې استخباراتي کړۍ یې د اذهانو د مغشوشولو په موخه په کار اچوي. د طالبانو ویاند دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې پژواک خبري اژانس ادعا وکړه چې د طالبانو د اطلاعاتو او ...

نور ولوله »

عبد الله سرحدي د ځان مړینه او د اختر محمد منصور ټپي کیدل رد کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د پاکستان په کویټې ښار کې د یو طالب قومندان «ملا عبد الله سرحدي» په کور کې نښته رامینځته شوې چې په نتیجه کې يې نوموړی له پنځو کسانو سره یوځای وژل شوی دی. راپورونو دا هم زیاتوله چې په پېښه کې د طالبانو ...

نور ولوله »

د طالبانو کندز والي: اوس هم د ښار په دروازو کې زمونږ ځواکونه پراته دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د کندز ولایت لپاره د طالبانو والي وايي چې د دې ولایت له پنځلس ورځنۍ واکمنۍ وروسته یې یوازې له ښار څخه شاتګ کړی او اوس هم د دوی ځواکونه د کندز ښار په دروازو کې قرار لري. ملا عبد السلام اخند وايي چې پر کندز ښار د دوی د واک پر مهال ...

نور ولوله »