د لیکوال: محمد افغان ارشیف

طالبان: د وروستي اشغالګر تر شتون پورې به «جهاد» ته دوام ورکوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د ناټو غړو هیوادونو هغه پرېکړه غندلې چې له مخې به یې دغه هیوادونه له ۲۰۱۶ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل ځواکونه ساتي. د طالبانو ویاند د ناټو وروستۍ پرېکړه «د اشغال دوام او د جګړو اور تازه ساتل» بللې او زیاته کړې يې ده چې له دې سره به ...

نور ولوله »

پکتیا: د عسکر په جنازه کې د نه ګډون په تور دیني عالم ووژل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۱۰، ۱۳۹۴ ل): د پکتیا ولایت په ګردې څیړۍ ولسوالۍ کې افغان ځواکونو یو دیني عالم او مدرس په دې ګناه وژلی چې د یو عسکر په جنازه کې يې ګډون نه و کړی. مولوي شاهد الله منهاج د همدې ولسوالۍ د سوري خیلو کلي اوسیدونکی او په قوم ځدران و. نوموړي د سیمې ...

نور ولوله »

اربکیانو امنیتي اندیښنې زیاتې کړي دي

لیکوال: انوج چوپرا (کابل کې د فرانس پریس خبري اژانس دفتر مشر) ژباړه: صمیم سعادت په آسانو او موټرسایکلونو سپاره د قومندان نعیم جنګیالي د افغانستان په شمال کې د طالبانو په لټون پسې ګرځي. وروسته له هغه چې دولت د طالبانو د له مینځه وړلو څخه مایوسه شو، زرګونه ملیشې چې په ټولنه کې رنګارنګ سابقه او تاریخونه لري، یې ...

نور ولوله »

د وینې ګروپ د انسان له شخصیت او روغتیا سره تړاو

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۷مه، ۱۳۹۴ل): د ارواپوهنې او روغتیا په برخو کې څیړونکي دې نتیجې ته رسیدلي چې د انسان شخصیت د هغه د وینې له ګروپ سره تړاو لري. څیړنو ښودلې چې د وینې د یو ډول ګروپ خاوندان په ډیرو صفاتو، ځانګړو، خویونو او عاداتو کې ورته والی او مشابهت لري. همدارنګه څیړونکي وايي چې د وینې ...

نور ولوله »

ارګ پر «احمد سعیدي» شوی برید وغانده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په پخواني افغان ډیپلومات او د سیاسي چارو په شننونکي «احمد سعیدي» وسلوال برید غندلی دی. له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې اشرف غني ټولو امنیتي ارګانونو ته دستور ورکړی چې د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. خبرپاڼه زیاتوي چې ...

نور ولوله »

د طالبانو په اړه د انجينر احمد شاه احمدزي خاطره

احمدالله احمدزی انجينر احمدشاه احمدزی وتلې جهادي څېره ده، له شوروي يرغل وړاندې يې د کابل پوهنتون انجينري پوهنځی لوستی، ۱۹۷۵م کې د لوړو زده‌کړو په موخه امريکا ته ولاړ، ۱۹۷۵م کې يې له کلوروډا پوهنتونه په انجينري کې ماستري کړې او له هغې وروسته د سعودي عربستان په ملک فيصل پوهنتون کې استاد و. پر افغانستان د شوروي يرغل ...

نور ولوله »

متوکل: افغانستان کې د داعش شتون لنډمهاله دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوي وکیل احمد متوکل وايي چې د داعش ډله په افغانستان کې په بیړنۍ توګه مینځ ته راغلې او په هیواد کې د دې ډلې شتون لنډمهاله دی او ډیر ژر به له مینځه لاړه شي. نوموړي له العربیه تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې ...

نور ولوله »

طالبانو د سیاسي دفتر لپاره نوی مشر او مرستیال ټاکلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر سرپرست مشر«شیر محمد عباس ستانکزی» په رسمي توګه د نوموړي دفتر د رئیس په توګه ټاکل شوی. ښاغلی ستانکزی چې لا له وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر غړی و، د دغه دفتر د پخواني رئیس «طیب اغا» تر استعفاء وروسته د طالبانو مشر ملا ...

نور ولوله »

د پاريس شمال کې جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د فرانسې پلازمېنې شمال سان دوني کې د امنيتي ځواکونو او شکمنو بريدګرو تر منځ نښته کې دوه تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي. فرانسوي رسنۍ د چارواکو له قوله وايي، چې د پاريس د وړمې ورځې د بريدونو اصلي طراح عبدالحميد اباعود د نيولو په موخه د عملياتو پر ...

نور ولوله »

د غزني امنیه قومندان: زه اسناد لرم، چې اربکیان د خلکو پر ناموس تجاوز کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د غزني امنیه قومندان وايي چې دی کره شواهد په لاس کې لري چې په اندړو ولسوالۍ کې مېشت اربکيان د خلکو پر ناموس تجاوز کوي. جنرال امین الله امرخېل وايي چې نوموړي داسې فلمونه او ويديو کليپونه ترلاسه کړي چې د اندړو اربکيان د خلکو پر نامس ډله ییز تېری کوي. ...

نور ولوله »