د لیکوال: محمد افغان ارشیف

فاریاب: ۱۵۰ سرتیري په یوځايي ډول طالبانو ته تسلیم شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په ګلم باف سیمه کې د افغان ځواکونو ۱۰ قومندانانو او ۱۵۰ عسکرو خپلې وسلې پر ځمکې ایښي او د طالبانو لیکو ته اوښتي دي. طالبان وايي چې یادو عسکرو وروسته له هغه تسلیمۍ ته غاړه کېښوده چې پر پوستو یې د دوی له خوا بریدونو زور ...

نور ولوله »

طالبانو زابل کې له داعش سره د جګړې په اړه وضاحت خپور کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۴ل): طالبانو په زابل ولایت کې د هغو جګړو په اړه وضاحت خپور کړی چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې پېښې شوې وې. د طالبانو له لوري نن ټکی آسیا ته په یوې را لیږل شوې خبرپاڼه کې هغه راپورونه ناسم بلل شوي چې دا جګړه د طالبانو خپلمنځي نزاع وه ...

نور ولوله »

طالبان: هلمند کې دولتي عسکرو مورال، مهمات او هماهنګي بایللي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۴ ل): په هلمند کې د طالبانو ولایتي مسؤول وايي چې په سنګین او نادعلي ولسوالیو کې یې له ګڼو پوستو او قرارګاوو څخه دولتي ځواکونه په شا تمبولي. ملا عبد المنان اخند وايي چې له افغان ځواکونو څخه یې په جګړه کې پر سپکو او درنو وسلو سربېره ګڼ نقلیه وسایل هم نیولي ...

نور ولوله »

حامد کرزي خیریه بنسټ تاسیس کړ

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۴ ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره خیریه بنسټ تاسیس کړ. دغه بنسټ چې د «حامد کرزي بنسټ» په نامه نومول شوی، موخه یې په ښوونیزو او کلتوري برخو کې د افغانانو لاسنیوی ښودل شوې. د بنسټ د پرانیستنې په غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي وینا وکړه ...

نور ولوله »

اجرائیه ریاست: د ګډ حکومت د راپرځولو هڅې کېږي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): د ګډ حکومت اجرایوي رئیس وايي چې د یو شمېر کسانو له خوا د اوسني حکومت د سقوط او ړنګولو هڅې روانې دي. ډاکټر عبد الله د چا نوم وانخیست خو ویې ویل پر وسلوالو مخالفینو سربېره نور داسې کسان شته چې یو مهال په سیاست کې برخوال وو خو اوس د حکومت د راپرځولو ...

نور ولوله »

منصور کورنۍ د ملا رسول د ګوند څرګندونې دروغ وبللې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د تېرې جمعې په ورځ افغان اسلامي اژانس راپور ورکړ چې د طالبانو له نوي امیر ملا اختر محمد منصور سره مخالفین توانیدلي چې په فراه ولایت کې د ملا محمد رسول په مشرۍ نوی ګوند تاسیس کړي. یاد اژانس چې ادعا یې کوله «ډېرو باخبرو سرچینو» خبر ورکړی، زیاته کړې وه ...

نور ولوله »

مصر په ملګرو ملتونو کې اسرائیلو ته رایه ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): د اسرائیلو استعماري دولت په تاریخ کې په لومړي ځل مصر په ملګرو ملتونو کې خپله رایه اسرائیلو ته ورکړه او اسرائیل یې د دې جوګه کړ چې د ملګرو ملتونو د یوې کمیټې غړی وګرځي. اسرائیلي ورځپاڼي وايي چې په ملګرو ملتونو کې د تېرې جمعې په ورځ ترسره شوې ټولپوښتنه کې ...

نور ولوله »

برتانوي سازمان، BBC د اسرائیلو په طرفدارۍ غندلې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۸مه، ۱۳۹۴ل): د «اقصی ملګري» په نامه یو برتانوي سازمان پر BBC خبري سرویس نیوکې کړي چې د فلسطینیانو پر ضد یې د اسرائیلو وروستي ظلمونه تر لازم خبري پوښښ لاندې نه دي راوستي. دغه لندن مېشتی سازمان چې وخت پر وخت د فلسطینیانو په ملاتړ غږ اوچتوي، په خواله رسنیو کې له BBC راډیو ...

نور ولوله »

د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۴مه، ۱۳۹۴ل): د لوګر ولایت خروار ولسوالۍ د طالبانو له خوا تر یوې میاشتنۍ محاصرې وروسته سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې ولسوالۍ د نیولو خبر تاییدوي او وايي چې دا مهال د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولې پوستې د دوی د ځواکونو ...

نور ولوله »

هسپانیې په افغانستان کې خپل جګړه ییز ماموریت پای ته ورساوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم۳مه، ۱۳۹۴ل): د هسپانیې هیواد په افغانستان کې خپل څوارلس کلن پوځي شتون او جنګي ماموریت پای ته ورساوه، خو افغان عسکرو ته د جنګي او جګړییزې روزنې په ورکولو ټینګار کوي. په هرات ولایت کې د هسپانوي پوځیانو له یوې اډې څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دې هیواد بیرغ رسما کوز ...

نور ولوله »