fbpx

د لیکوال: محمد افغان ارشیف

دفاع وزارت: په تېرو دوه اونیو کې مو ۷۷۳ «مخالفین» وژلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲، ۱۳۹۵ل): د هغو ورځنیو اعلامیو پر اساس چې د دفاع وزارت لخوا په دوامداره توګه خپریږي، په تېرو دوه اونیو کې د وژل شوو طالبانو شمېر ۷۷۳ ته ورسېد. د ملي دفاع وزارت وايي چې تېره اونۍ دولتي عسکرو ۳۸۶ طالبان وژلي دي او وړمه اونۍ یې ۳۸۷ طالبان وژلي دي. یادې اعلامیې کاږي ...

نور ولوله »

کندز: امریکايي ځواکونو په ولسي کورونو چاپه وهلې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲، ۱۳۹۵ل): د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو په ولسي کورونو چاپه اچولې. پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په عیدګاه سیمه کې رامینځته شوې ده. د راپورونو له مخې امریکايي ځواکونو، چې دولتي سرتیرو یې همکاري کوله، یو ولسي وګړی وژلی او پنځه تنه یې ژوندي بیولي دي. دا په ...

نور ولوله »

ارزګان: د طالبانو د عفوې له اعلان وروسته لسګونو عسکرو خپلې دندې پريښي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۰مه ۱۳۹۵ل): له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې طالبانو د ارزګان ولایت په مرکز بریدونه پیل کړي او د ترینکوټ ښار ته له ننوتلو وروسته یې مهمې دولتي ودانۍ محاصره کړي دي. په ترینکوټ ښار د جګړې له پیل سره جوخت طالبانو د دولت ټول نظامي او ملکي کارمندان د خپلو دندو پریښودو او ...

نور ولوله »

طالبانو د اختر په مناسبت د خپل مشر پیغام خپور کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د لوی اختر په مناسبت د خپل مشر مولوي هبت الله اخندزاده د مبارکۍ پیغام خپور کړی. د طالبانو مشر په دې پیغام کې چې تر ډیره بریده خپلو کسانو ته د لارښوونو بڼه لري، طالبان له ولس سره ښه چلند، د ملکي تلفاتو مخنيوي، د عام المنفعه تاسیساتو حفاظت او تر خپل ...

نور ولوله »

ارزګان چارواکي: د بهرنیانو په هوايي ملاتړ جنګیږو

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۱۹مه ۱۳۹۵ل): د ارزګان والي ویاند «دوست محمد نایاب» وايي چې د بهرنیو هوايي ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پر ضد جګړې ته ادامه ورکوي. ښاغلي نایاب له المان راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دولتي ځواکونو ترڅنګ د ایساف جنګي جیټ الوتکې د طالبانو اهداف په نښه کوي او ډیر ژر به ...

نور ولوله »

ارزګان: طالبان د ترینکوټ ښار ته ننوتلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د ارزګان ولایت مرکز ته له څو ورځنۍ جګړې وروسته طالبان ننوتلي دي او د ولایت په مقام او امنیه قومندانۍ درنه جګړه روانه ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ځواکونو د ارزګان مرکزي محبس مات کړی او پرمخ روان دي. دا په داسې حال کې ده چې ...

نور ولوله »

طالبانو په ارزګان کې دولتي کارمندانو ته عمومي عفوه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې د ارزګان ولایت مرکز «ترینکوټ» د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی، طالبانو په دغه ولایت کې ټولو دولتي کارمندانو ته د عفوې اعلان کړی. د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسون لخوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې که هر نظامي یا ملکي مامور له مخالفته لاس ...

نور ولوله »

هغه حاجیان چې ۵۶ کاله مخکې حج ته تللي وو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): ۵۶ کاله وړاندې له هند څخه درې تنه حاجیان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړل. دغه حاجیان د بایسکیلونو په واسطه تر زرګونو کیلومتره سفر وروسته د تبوک ښار ته ورسېدل. په ۱۹۶۰م کال کې د تبوک ښار ته د هند درې تنه اوسیدونکي راغلل چې تر ۹۰۰۰ ...

نور ولوله »

پاملرنې موسسه: شهرنو کې زمونږ په دفتر برید نه دی شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د پاملرنې (CARE) موسسه وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې د تېرې شپې برید د دوی په دفتر نه وو، بلکې د دوی دفتر ته څېرمه یوه بله ودانۍ د برید هدف وو. د نوموړې موسسې په اعلامیه کې د یادې ودانۍ په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، ...

نور ولوله »

طالبان: په شهرنو کې د برید هدف د «اشغالګرو» استخباراتي مرکز وو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه د کابل ښار په شهر نو سیمه کې د بهرنیانو میلمستون مخې ته درنه چاودنه رامینځته شوه او ورپسې څو تنه بریدګر د میلمستون ودانۍ ته ننوتل او نږدې ۱۲ ساعته یې له دولتي ځواکونو سره جګړه وکړه. تر اوسه د یادې پېښې مسئولیت چا په غاړه نه و اخیستی، ...

نور ولوله »