د لیکوال: محمد افغان ارشیف

د علم مینه

ليكوال: حامد افغان ﺃﺑﻮ ﺍﻟﻮﻓﺎﺀ ﻋﻠﻲ ﺑﻦ ﻋﻘﻴﻞ ﺑﻦ ﻣﺤﻤﺪ ﺑﻦ ﻋﻘﻴﻞ{431 ﻫـ – 513 ﻫـ / 1040- 1119 } هغه ستر امام دی چې د (الفنون) په نوم یې په زر 1000 ټوکه کې په یوه سر یوه ستره دائرة المعاف لیکلې ده، مشهور ترك مؤرخ حاجى خليفه رحمه الله په خپل كتاب (كشف الظنون)كې وایي: ترننه په نړۍ ...

نور ولوله »

د یوه حدیث شرحه (دیارلسمه برخه)

لیکوال: حامد افغان 2ـ دویم درجې لوړوونکي إفــــــشاء الـــــــــسلام السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته ژباړه : پرتاسو دي سلامتیا وي ، اوپرتاسو دي دالله رحمتونه او دهغه برکتونه وي . لومړی باید د دې جملې معنا تشرح کړو ، په دي مبارکه جمله کې دری مهم نومونه او اسمونه راغلې دي . سلام ، رحمة او برکة . لومړی السلام ...

نور ولوله »

اردوګان: هغې غونډې ته نه ورځم چې سیسي په کې ګډونوال وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوګان» وايي چې د ملګرو ملتونو په هغې غونډه کې يې د ګډون بلنه رد کړې چې ټاکل شوې عبدالفتاح سیسي به یې له ګډونوالو څخه وي. ښاغلي اردوګان د مصر ولسمشر «غیر قانوني ولسمشر» بللی او زیاته کړې يې ده چې د ملګرو ملتونو لخوا د ...

نور ولوله »

د غڼې کور او قراني اعجاز

لیکوال: حامد افغان په قرانکریم کې غڼې یا تارکښې ته ډیر اهمیت ورکړل شوی دی، او د “العنکبوت ” په نوم یې ځانګړی سورت د دې په نوم کړی دی، د الله جل جلاله په دې ویړه نړۍ کې د ګڼ شمیر ژویو په منځ کې غڼې ته دومره اهمیت ورکول دا معنا لري چې په دې خزنده کې خامخا ...

نور ولوله »

مجاهد: په طالبانو کې د تفرقې اچولو خوبونه درسره ګور ته یوسئ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۷مه ۱۳۹۳ل): طالبانو هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې ګواکې د دوی یو مخکښ مشر ملا محمد حسن اخند د مالي فساد په تور له دندې ګوښه شوی. د طالبانو ویاند نن ټکی اسیا ته په رالیږلې اعلامیه کې د هغو رسنیو موخه چې دغسې راپورونه خپوروي «امریکايي اشغالګرو ته خوش خدمتي» بللې. ذبیح الله ...

نور ولوله »

د بندي برتانوي خبریال راپور: اسلامي دولت له ترکیې سره پوله په پوله شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۶مه ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت د یوې ویډیو په خپرولو سره اعلان کړی چې د سوریې «کوباني» ښار یې په بشپړ ډول تر ولکې لاندې راغلې. کوباني چې په «عین العرب» هم پیژندل کیږي او د اسلامي دولت ځواکونه یې «عین الاسلام» بولي له ترکیې سره په پوله پروت ښار دی. په ویډیو کې پاموړ ...

نور ولوله »

قراني اعجاز او د واټیکان عذرونه (۲)

quran

لیکوال: حامد افغان مصري عيسايي ډاکټر دویم ځل بیا کوښښ وکړ، د نړۍ مختلفو پوهانو، ادارو، ټولنو او واټیکان ته یې لیکونه ولیږل چې د قران د “علق ” کلمې بدیله کلمه ورته پیدا کړي چې د دې کلمې هومره معاني او مفاهیم ولري او یا یې نیمابي ولري خو دویم ځل یې بیا د مطلوب ځواب پر ځای “عذرونه” ...

نور ولوله »

پخې خبرې – لیکوال: حامد افغان

لیکوال: حامد افغان (1) په لاندي ایت کې ” ْ أَوَّلِ يَوْمٍ” د رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت لومړیو ورځو ته نغوته ده، دا پېښه هم د هجرت په لومړیو ورځو کې رامنځته شوې وه، نو ځکه عمربن الخطاب رضي الله عنه د هجرت له پیښې هجري تاریخ پیل کړ، او د هجرت له پیښې اسلامي تاریخ پيل ...

نور ولوله »

د وخت لوی دجالان

لیکوال: حامد افغان د هرې زمانې دجالان وي او د دجالانو دا لړۍ به د لوی دجال تر راتګه روانه وي، په دوی کې د نبوت مدعيانو هم وو، زموږ د موجوده زمانې ستر او خطرناک دجالان دا دي: د مطبوعاتو لوی ساحران او اسلام ضد مطبوعاتي ادارې. ګمراه مشران او په مډرنو وسایلو سمبال د جهنم لور ته بلونکې ...

نور ولوله »

د بلخ متقي امیر

لیکوال: حامد افغان امام السرخسي رحمه الله وایې: دبلخ یوه امیر له علماو نه فتوي وغوښتله چې په قسم کې حانث شوي، څنګه کفاره پریکړي؟ هغوی ورته وویل: دری روژې ونیسه. امیر چې خپلو درباریانو ته ورغی اوکیسه یې ورته وکړه نو په ژړاشو… او ویې ویل: هغوی ماته ځکه د روژو نیولو فتوا راکړه او لسو مسکیانونه ته د ...

نور ولوله »