د لیکوال: عمران غښتلی ارشیف

شپږ افغان پوځي ورزشکاران استرالیا کې له سیالیو وروسته پټ شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د پوځ معلولو لوبغاړو شپږ ورزشکاران په استرالیا کې له سیالیو وروسته ځانونه پټ کړي دي او لا تر دې دمه هېواد نه دي راستانه شوي. اته افغان لوبغاړي چې استرالیا ته د انګلستان شهزاده لخوا جوړې شوې سیالیو لپاره تللي وو په سیالیو کې له ګډون وروسته ټاکل شوې وه ...

نور ولوله »

بابر اعظم په شل اوریزو سیالیو کې د چټکو «۱۰۰۰» منډو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۷): د پاکستان ملي لوبډلې تکړه توپوهونکی بابر اعظم لومړی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې یې چټکې ۱۰۰۰ منډې جوړې کړې. بابر اعظم په ۲۶ سیالیو کې د ۱۰۰۰ چټکو منډو جوړولو ریکارډ پخپل نوم کړ چې له دې وړاندې د هندي ویرات کوهلي په نوم و، کوهلي په ۲۷ سیالیو ...

نور ولوله »

د شکر ناروغان «امرود» هرو مرو وخورئ!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۷ل): امرود هغه مېوه ده چې له ښکلي خوند سربېره د ويټامنونو او معدني موادو بډایه سرچینه هم بلل کېږي، چې د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي، د شکر ناروغان امرود د خوږوالي له کبله نه خوري. د وینې لوړ فشار کمولو او یا کنترول ساتلو لپاره امرود غوره میوه ده، ...

نور ولوله »

کرېکټ: استرالیا لوبډله په خپل کور کې هم ناکامه شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۷): د استرالیا ملي لوبډله چې د کرېکټ په تاریخ کې غوره لوبډله بلل کیږي او زیات نړیوال جامونه یې هم ګټلي دي په تېره نیږدې کې له سختو ستونزو سره مخ ده. نن د یکشنبې په ورځ د سویلي افریقا او استرالیا لوبډلو ترمنځ د استرالیا په کوربه توب یو ورځنۍ سیالۍ ترسره ...

نور ولوله »

دولت ځدراڼ: راتلونکې یوه میاشت کې لوبو ته راګرځم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه چټک توپ اچونکي دولت ځدراڼ ویلي دي چې د نوموړي روغتیایي حالت په ښه کېدو دي او ډیر ژر به لوبو ته چمتو شي. ۳۰ کلن ځدراڼ په یوه ویډیوي خبر کې چې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا خپره شوې زیاته کړې چې له تېرو څلویښتو ورځو هند ...

نور ولوله »

محمد نبي په بیګ بیش لیګ کې یو وار بیا د میلبورن لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لوبډلې تکړه آلراونډر محمد نبي یو وار بیا په استرالیا لیګ «بیګ بیش» کې د میلبورن رینیګیډز لوبډلې سره د راتلونکې پړاو لپاره تړون لاسلیک کړ. د میلبورن رینیګيډز لوبډلې لخوا په خپاره شوي راپور کې د یاد خبر پخلی شوی، ۳۳ کلن محمد نبي په ۲۰۱۷/۱۸م کال پړاو کې د ...

نور ولوله »

سامسنګ راتلونکې اوونۍ کات کېدونکی ځیرک مبایل وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۷ل): د نړۍ مشهورې سترې کمپنۍ سامسنګ اعلان کړی چې د خپل لومړي کات کیدونکي (Foldable) ځیرک مبایل ځانګړتیاوې او نورې برخې راتلونکې اوونۍ د یوه کانفرانس له لارې څرګندې کړي. دغه مبایل به د نړۍ تر ټولو لومړی کات کیدونکی مبایل وي چې ځانګړې ډيسپلی او یو شمېر نورو خوبیانې څخه برخمن وي، ...

نور ولوله »

د جمال خاشقجي وژنه؛ جان سینا سعودي کې له سیالۍ کولو بخښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۷ل): د نړۍ مشهور پهلوان او غیږ نیونکی جان سینا په سعودي کې د جمال خاشقجي د وژنې له کبله په دغه هېواد کې له سیالۍ کولو بخښنه وغوښته. د پهلوانۍ مشهورې کمپنۍ ډبلیو ډبلیو اي (WWE) د جمعې په ورځ د نومبر په دویمه نيټه د سعودي په پلازمینه ریاض ښار کې سیالۍ ...

نور ولوله »

دوه اوونیو کې مو د پیازو اوبو په واسطه توی شوي ویښتان راشنه کړئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ لړم، ۱۳۹۷ل): تازه پیاز یو له معجزه کوونکو خوړو څخه دي چې بې شمیره روغتيايي ګټې لري، د باکتریاو پر وړاندې سخت مبارزه کونکي او د بدن ډیرو برخو ته روغتیايي ګټې لري. اوسني وخت کې د ویښتانو توییدل معمول ګرځېدلی، هر ځوان او زوړ یې د مخنیوي لارې چارې لټوي، خو د امریکې د ...

نور ولوله »

افغانستان کې هر کال تر ۱۵ زرو کسان د سرطان ناروغۍ له امله مري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ لړم، ۱۳۹۷ل): له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې افغان بنسټ جاوید صافی وایي چې په افغانستان هېواد کې هر کال شاوخوا ۲۰ زره کسان په سرطان ناروغۍ اخته کیږي چې له برخې یې ۱۵ زره ناروغان مري. د راپورونو پر اساس ویل شوي چې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ رامنځته کېدل یو شمېر لاملونه ...

نور ولوله »