د لیکوال: حماد افغان ارشیف

د انګلستان پر وړاندې د ایرلینډ ټوله لوبډله په «۳۸» منډو وسوځېدله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د انګلستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ په یوازینۍ ټیسټ لوبه کې د ایرلینډ لوبډله د هدف بشپړولو پرمهال یوازې په «۳۸» منډو وسوځېدله. د ایرلینډ لوبلې بشپړ لوبغاړي هغه مهال په ۳۸ منډو وسوځېدل چې د انګلستان لخوا یې ټاکلی ۱۸۲ منډې هدف بشپړولو تکل کړی و. په یاده یوازینۍ ټیسټ لوبه کې ...

نور ولوله »

اردغان: د امریکایي جنګي الوتکو پر بدیل غور کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان وايي چې که امریکا پرې F-35 جنګي الوتکې خرڅې نه کړي دوی به یې له بل چا نورې الوتکې واخلي. امریکا تېره اونۍ ویلي وو چې دوی ترکیه د F-35 جنګي الوتکو له پروګرام څخه وباسي ځکه دوی روسي S-400 د مزایلو دفاعي سستم اخیستی چې د ...

نور ولوله »

انتخاباتي کمپاینونه سر له سبا پیلیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د ولسمشریزو ټاکنو انتخاباتي کمپاینونه سر له سبا رسما پیلیږي. د انتخاباتي کمپاینونو لپاره ۶۰ ورځې ټاکل شوي او هر کاندید د دې اجازه لري چې تر ۴۴۲ میلیونه افغانیو پورې مصارف وکړي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنر مولانا محمدعبدالله وايي چې د زمري ۶مې وروسته د انتخاباتي کمپاینونو د پیلولو لپاره ...

نور ولوله »

ولسمشر په څارنوالۍ کې د درې دوسیو لرونکی سفیر او معین ټاکلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): ولسمشر اشرف غني د نفت او ګاز ادارې پخوانی رییس ولید تمیم چې په لویه څارنوالۍ کې د فساد او د صلاحیتونو څخه د سوء استفادې درې دوسیې لري په دوه مهمو څوکیو باندې ټاکلی دی. ولید تمیم لومړی په هند کې د افغانستان د سفیر په توګه پیشنهاد شو او وروسته د ...

نور ولوله »

د سریلانکا ملینګا او د پاکستان عامر له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه وکړه

نن ټکی اسیا (۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د سریلانکا کرېکټ لوبډلې نامتو لوبغاړي لاست ملینګا د یو ورځنیو سیالیو سره مخه ښه وکړه چې بل خوا د پاکستان کرېکټ لوبډلې تکړه لوبغاړي محمد عامر هم له ټیسټ نړیوالو سیالیو سره د مخه ښې اعلان وکړ. لاست ملینګا نن د جمعې په ورځ د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د نړیوالو سیالیو خپله ...

نور ولوله »

د مخابراتو وزارت یو وار بیا افغانستان کې د انترنیت بیې ټيټولو ادعا کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې یې یو وار بیا د انترنیت بیې ۳۷سلنه ټيټې کړي دي. ددغه وزارت سرپرست فهیم هاشمي د چهارشنبې په ورځ د یوه خبري کانفرانس له مخې څرګنده کړه چې د ګرځنده تلیفونونو له لارې د انترنیت کارکوونکو ته ...

نور ولوله »

ګازي څښاک بله ګټه نه یوازې د سرطان بده ډالۍ درکولی شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۸ل): په عام ډول ګازي څښاک بې شمېره تاوانونه لري چې ځینې یې د چاغوالي ناروغي، شکر، زړه، پښتورګي، د وینې غوړ کمېدل، د وینې فشار لوړیدل، په ملا کې له اندازې زیات د غوړو راټولېدل او داسې نور یې ستر زیانونه ګڼل کیږي. د یادو ناروغیو سربېره ګازي څښاک په تاسې کې د ...

نور ولوله »

عزیز الله فضلي ګوښه او پرځای یې د کرېکټ بورډ نوی رئیس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ نن د چهارشنبې په ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رئیس عزیز الله فضلي له دندې ګوښه شو. د ولسمشرۍ ماڼۍ پر خپله ټويټر او فیسبوکپاڼه خبر تائید کړی چې فرهان یوسفزی د افغانستان کرېکټ بورډ د غړي او نوي رئيس ...

نور ولوله »

کرېکټ بورډ: د آی سي سي په ناسته کې د افغان لوري ګډون خورا ګټور و

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۸ل): په انګلستان هېواد کې د کرېکټ نړیوالې شوار کلنۍ غونډه چې د جولایي میاشتې له ۱۵مې څخه تر ۱۸مې پورې یې دوام درلود- ترسره شوه چې د نورو کرېکټ بورډونو غړو په ګډون د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رئیس عزیز الله فضلي او د دغې ادارې اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزي هم ...

نور ولوله »

هغه ناروغۍ چې درملنه یې په «فیزیوتراپي» هم ممکنه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۸ل): فیزیوتراپي د بدن بهرنۍ برخې ته د فیزیوتراپیس لخوا ورزش یا مساج کول او یا د بدن بېلا بېلو برخو ته په فزیکي ډول د حرکت ورکولو لار ده، خو ایا تاسې پوهیږئ چې د فیزیوتراپي له لارې د یو شمېر ناروغیو درملنه هم ممکنه ده؟ هغه ناروغۍ چې د فیزیوتراپي له ...

نور ولوله »