د لیکوال: رفيع الله شينواری ارشیف

طالبانو د غزني مرکز کې پوسته له منځه وړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): وسله وال طالبان وايي چې د غزني په مرکز کې يې د پولیسو پوسته له منځه وړې او ۱۰ تنو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې تېره شپه يې د غزني په مرکز کې د روضي په سیمه کې د پولیسو پر پوسته بريد وکړ ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: د هلمند پر مرکز د طالبانو کړۍ ورو – ورو تنګېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): نيويارک ټایمز د هلمند ولایت د وضعیت په اړه په تازه راپور کې ويلې چې د دې ولایت مرکز سقوط ته نږدې دی. د سرچینې په وینا طالبانو د مرکز لښکرګاه ځینې برخې نیولې او لا هم پر دولتي ساحه کړۍ ورځ پر ورځ تنګېږي. يادې ورځپاڼې د یو چارواکي له خولې لیکلي ...

نور ولوله »

د پګواش مشر د زندانيانو پر اعدام خواشيني ښکاره کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د کاناډايي موسسې پګواش مشر پالو پلازمېنه کابل کې د تېرې یکشنبې ورځې د اعدام پېښه وغندله. پاولو په کابل کې د افغان سولې د هڅو په لړ کې غواړي چې له بېلابېلو چارواکو سره خبرې وکړي. نوموړي په څرخي پله کې د شپږو زندانيانو اعدام غندلی او دا يې د سولې په ...

نور ولوله »

د اجل شېبه

عبدالمالک همت وایي راغی و حضور ته د سلیمان عزرائیل یو وخت په شکل د انسان هلته ناست وو د هغه لومړی وزیر عزرائیل ډیر ورته وکتل په ځیر نو چي کله دا سړی بیا سو رخصت وزیر و پوښتی د هغه اصلیت سلیمان ورته ویل دا عزرائیل وو را لېږلی زما مجلس ته رب جلیل وو نو وزیر ځني ...

نور ولوله »

پاکستاني ځواکونه په تورخم کې اوسپنیزې پنجرې ودروي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): له پاکستان سره د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستاني ځواکونه غواړي په تورخم کې اوسپنیزې پنجرې ودروي. د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي چې پاکستاني پوځیانو په تورخم کې د دې اقدام ګام اخیستی چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي دي. نن دویمه ورځ ده چې ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: څرخي پله زندان کې تر ۲۰۰۰ ډېر زندانيان بې برخلیکه پراته دي

Zindanyan-puli-charkhi

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګې غړي وايي چې د څرخي پله زندان کې تر ۲۰۰۰ تنو ډېر زندانیان له کلونو راهیسې بې برخلیکه پراته دي. د مشرانو جرګې غړي زلمي زابلي د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې شاوخوا ۲۲۰۰ تنه زندانیانو له کلونو – کلونو راهیسې دوسیې نه دي څېړل شوې. د ...

نور ولوله »

لغمان: ملي امنیت د اعدام شوي زنداني د جنازې ګډونوال نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې په څرخي پله زندان کې د اعدام شوي زندان د جنازې ګډونوال د دې ولایت د امنیتي مسوولینو له لوري نیول شوي دي. خان اغا د الینګار اوسېدونکی چې اصلي نوم يې عبدالرحمن و، د شپږو تنو اعدام شویو زندانيانو له ډلې و، تېره ورځ يې جنازه ...

نور ولوله »

غزنی: مقر کې د اربکیانو عمومي قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د غزني په مقر کې ولسوالۍ کې د اربکیانو عمومي قومندان د طالبانو پر خښ کړل شوي ماین وژل شوی دی. میرزامحمد چې په سیمه کې په «بلو» مشهور و، د قومندان فیضول له وژل کېدو وروسته د مقر د اربکیانو عمومي قومندان وټاکل شو. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ...

نور ولوله »

د غور چارواکي: د قومندان په ګډون ۳۴ اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د غور ولایت چارواکي وايي چې د دې ولایت په دولینه ولسوالۍ کې ۳۴ اربکیان د هغوی د قومندان په ګډون له ګڼو مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د دولینه ولسوال محمد حسین دانشیار وايي چې دې اربکیانو د خپل قومندان ضیاءالحق تر مشرۍ لاندې د دولینه په خاک یارک ...

نور ولوله »

بادغیس: طالبانو ته تسلیمېدونکي اربکیان حکومت ونيول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): په بادغیس کې حکومت د اربکیانو هغه ۲۳ کسیزه ډله نیولې چې غوښتل يې طالبانو ته تسلیم شي. د بادغیس ولایت د امنیه قومنداني د امنیت امر عزیز امانی وايي چې دې اربکیانو په بالامرغاب کې دنده درلوده او تېره شپه يې پلان درلود چې له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم ...

نور ولوله »