د لیکوال: رفيع الله شينواری ارشیف

شنونکي: دوستم په شمال کې پښتون وژنه پیل کړې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په شمال کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو تر نامه لاندې په جګړه بوخت دی. سیاسي شنونکي او خبريالان وايي چې دوستم په شمال کې د پښتنو ټول وژنه پیل کړې ده. د سیاسي چارو کابل مېشتی شنونکی انجینر نظرمحمد مطمین په شمال کې ...

نور ولوله »

مشرانو جرګې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان تاييد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۵ل): مشرانو جرګې د ولسي جرګې له لوري د ولسمشر رد شوی فرمان تاييد کړ. د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د ټاکنیزو کمیسیونونود جوړښت، دندو او مسوولیتونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تاييد کړ. دغه فرمان چې د تېرې – جوزا – میاشتې په وروستیو کې د ولسي جرګې له ...

نور ولوله »

د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د محکمې رییس، کابل کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د محکمې رییس کابل ښار کې په ډزو وژل شوی. د کابل ښار امنیتي مسوولین وايي چې پېښه تېره شپه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په دېوان بېګي سیمه کې شوې ده. د پولیسو یو تن مسوول مل پاسوال همایون عیني رسنیو ته ويلي چې قاضي بخت ...

نور ولوله »

احدي: حزب دې تر سولې وروسته د دې نامشروع حکومت ملاتړ نه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د نوې ملي جبهې مشر وايي چې که حزب له دولت سره سوله کوي نو له جوړې وروسته باید له دې نامشروع حکومت ځخه ملاتړ ونه وکړي. ډاکټر انورالحق احدي وايي چې د ملي یووالی حکومت تش په نوم د ملي یووالي حکومت دی. د هغه په خبره د ډاکټر عبدالله عبدالله او ...

نور ولوله »

تورخم کې د پاکستان پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): تورخم کې سلګونو تنو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ او د دې هېواد له لوري يې د وېزې او پاسپورټ حتمي کول وغندل. تورخم ته څېرمه سلګونو دوکاندرانو، اوسېدونکو او مسافرو د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول او له حکومتونو يې غوښتنه کوله چې دا ستونزه ژر تر ژره د خبرو له ...

نور ولوله »

غور: ولایت مقام ته څېرمه د سولې شورا غړی وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د غور ولایت مقام ته څېرمه د دې ولایت د سولې شورا غړی وژل شوی دی. د غور ځايي چارواکي وايي چې نصرالله د ولایت مقام په پنځوس مترۍ کې د دوو موټر سایکلو سپرو تر بريد لاندې راغی. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې نصرالله نه یوازې د سولې ...

نور ولوله »

له افغانانو سره باید د زیربنايي پروژو په رغولو کې مرسته وشي

عبد الرحیم ثاقب د هرات ولایت په چشت شریف ولسوالۍ کې د سلمابند پروژې بشپړیدل زمونږ د جګړه ځپلي هیواد د اقتصادي اوت ولیدي خودکفايي په لاره کې یوښه ګام دی. د سلما بند پروژه چې د مرحوم داود خان د واکمنۍ په مهال یې د جوړیدو اساس کیښودل شوی و د تیرو څلورو لسیزو د سیاسي او پوځي تحولاتو ...

نور ولوله »

لوګر – دویم تعقیب: نوی څارنوال د دندې له پیل نیم ساعت وروسته ووژل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): په لوګر کې د استیناف محکمې پر ودانۍ ډله ییز بريد کې د دې ولایت نوی څارنوال هم وژل شوی دی. د لوګر ځايي چارواکي وايي چې بريدګرو نن سهار شاوخوا یوولس نیمې بجې د محکمې پر ودانۍ بريدونه پیل کړل، چې د دوی په خبره اوس جګړه پای ته رسېدلې. د لوګر ...

نور ولوله »

کندهار: رازق د پولیسو په اړه د والي څرګندونې عقدوي بللې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د دې ولایت د والي څرګندونې عقدوې بللې دي او توند غبرګون يې ښوودلی دی. څه موده وړاندې د کورنیو چارو وزیر کندهار ته په سفر لاړ، چې د کندهار والي ورته د خپل سرو زندانونو او د پولیسو د بد چلند شکایتونه وکړل. د کندهار والي ...

نور ولوله »

پر بګرام هوايي اډه توغندیز بريدونه شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): تېره شپه پر بګرام هوايي اډه توغندیز بريدونه شوي دي چې د تلفاتو کره حال يې نه دی څرګند شوی. طالبانو د بريدونو مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې پر بګرام هوايي اډه يې تېره شپه دوه ځلې بریدونه وکړل. د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوی ...

نور ولوله »