د لیکوال: رفيع الله شينواری ارشیف

ارګ له طالبانو سره د جګړې لپاره ولس ته وسلې ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۱۹مه، ۱۳۹۵ل): ارګ له طالبانو سره د جګړې لپاره پر ولس د وسلې د وېشلو هوډ کړی دی. د ولسمشر غني د مرستیال ویاند وايي چې دوی به د طالبانو د نویو عملیاتو پر وړاندې پر خلکو وسلې ووېشي او جګړې ته به يې وهڅوي. دواخان مینه پال ونه ویل چې ولې امنیتي ځواکونه د ...

نور ولوله »

کندهار: تېرو څو میاشتو کې نږدې ۱۵۰ تنه په مرموز ډول وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): سره له دې چې د کندهار ځايي چارواکي د دې ولایت د امنیتي وضعیت د ډاډ څرګندونې کوي، د بشري حقوقو د کمیسیون په وينا په دې ولایت کې په تېرو څو میاشتو کې نږدې ۱۵۰ تنه ترور شوي دي. د بشري حقوقو کمیسیون وايي چې په دې ولایت د نوي لمریز کال ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: د کډوالو په اړه د ولسمشر څرګندونې د افسوس وړ دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې د ولسمشر پر هغو څرګندونو کلکې نیوکې وکړې چې بهر کې مېشت افغانان يې د خواخوږۍ وړ نه و بللي. ولسمشر غني له بې بې سې سره خبرو کې ويلي و، چې بهر کې مېشتو افغانانو سره «هیڅ خواخوږي نه لرم.» د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې چې د کډوالو ...

نور ولوله »

باميان: یو زنداني خپل ځان زيندۍ کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د بامیانو چارواکي وايي چې د دې ولایت په مرکزي زندان کې یو تن زنداني ځان زيندۍ کړی دی. د بامیانو د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد علي لکزی وايي چې ۲۵ کلن خالقداد پخپله په یوه قتل تورن و، چې دوه ورځې وړاندې يې پخپله ځان را وځړاوه. لکزی وايي دوی ...

نور ولوله »

د کډوالو چارو وزیر: تر اوو میلیونو ډېر افغانان بهر کې ژوند کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د کډوالو چارو وزیر نن د ولسي جرګې په ناسته کې وویل چې اوو میلیونو ډېر افغانان په بهر کې ژوند تېروي. سید حسین عالمي بلخې وويل چې اروپايي هېوادونو پتېیلې وه چې څلوېښت سلنه افغان کډوال په زور له خپلو هېوادو وشړي، خو د دې وزارت په هڅو يې مخه نیول شوې ...

نور ولوله »

سرنوشت: د ځینو چارواکو ساتونکي په نشه روږدي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د ولسمشر د لومړي مرستیاله له ساتونکو نیولې د یو ولایت د والي تر ساتونکو پورې يې ګڼ په نشه يي توکو روږدي دي. له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپانه سرنوشت کاږي چې دوی ته باوري سرچينو د ګڼو چارواکو د ساتونکو د روږدي کېدو ویلي، چې عامه نشه يې چرس ګڼلي دي. سرچينه ...

نور ولوله »

د بشير احمد ریان یادغونډه ـ انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): کابل مېشتو لیکوالو او ژورنالیستانو په کندهار کې د شهيد شوي ژورنالیست او لیکوال بشير احمد ریان پر ياد غونډه جوړه کړه. دغه غونډه چې د اطلاعاتو او کتلور وزارت د ناستو په تالار کې برابره شوې وه، پکې لسګونو خپلواکو ژورنالیستانو، لیکوالو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه، دلته يې تاسې تصویرونه ...

نور ولوله »

د لیکوال او ژورنالیست شهید بشير احمد ریان یادغونډه جوړه شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): کابل مېشتو لیکوالو او ژورنالیستانو په کندهار کې د شهيد شوي ژورنالیست او لیکوال بشير احمد ریان پر ياد غونډه جوړه کړه. دغه غونډه چې د اطلاعاتو او کتلور وزارت د ناستو په تالار کې برابره شوې وه، پکې لسګونو خپلواکو ژورنالیستانو، لیکوالو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه. په غونډه کې د ...

نور ولوله »

سمندر: د ژورنالیستانو ټولنه د بشير احمد ریان د قتل پوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): د خپلواکو ژورنالیستانو د ټولنې مشر وايي چې دوی په کندهار کې د محصل، ژورنالیست او لیکوال شهید بشیر احمد ریان د قتل پلټنه روانه کړې ده. د خپلواکو ژورنالیستانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر نن د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ناستو په تالار کې د بشير احمد ریان یادغونډه کې ...

نور ولوله »

په خوست کې د ځانګړو ځواکونو ځانګړی جنایت

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: تیره ورځ د خوست ښار په متون سیمه کې د ځانګړو ځواکونو مروت نومي قوماندان له خپل يوه ساتونکي سره د دې سیمې د یوه کلیوال کور ته ورغلی او هلته يې دوه مېرمنې وژلي او يوه مېرمن او دوه سړي يې ټپيان کړي دي. دا لومړی ځل نه دی چې د امریکایانو تر مشرۍ ...

نور ولوله »