د لیکوال: رفيع الله شينواری ارشیف

د هرات دیني مخور: ولسمشر دې د «فحش» خپروونکو رسنیو مخه ونیسي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د هرات دیني علماوو له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د رسنیو د کنټرول غوښتنه وکړه. ولسمشر چې تېره ورځ هرات د سلما بند د پرانیستې مراسمو ته ورسېد، له دیني علماوو سره په لیدنه کې له هغوی وغوښتل چې د «تروریزم» ضد تبلیغاتو کې ورسره برخه واخلي. له ارګه خپره شوې ...

نور ولوله »

فراه: د موټر د چپه کېډو له امله ۱۸ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د فراه په بالابلوک کې د موټر د چپه کېدو له امله ۱۸ تنه مړه شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي. د فراه د امنیه قومندانۍ د امنیت امر وايي چې پېښه نن سهار وختي د توت چکاب په سیمه کې د ۳۰۳ ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوه. ...

نور ولوله »

مزارشریف: د عطامحمد نور پر ضد لاریون روان دی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): په بلخ کې له نږدې یوې نیمې لسیزې حکمرانۍ وروسته د بلخ د واکمن پر ضد لاریون پیل شو. دغه لاریون چې همدا شېبه په مزارشریف کې روان دی، د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور پر موازي حکومتولۍ تورنوي او پر مرکزي حکومت غږ کوي چې دوی دې يې له شره خلاص کړي. ...

نور ولوله »

کندهار: په میوند کې طالبانو د قرارګاه د نیولو دعوه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د کندهار په میوند کې طالبانو د یوې قرارګاه د نیولو او ۲۵ عسکرو د وژلو دعوه کړې ده. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې تېره شپه يې د میوند په بند تیمور سیمه کې د امنیتي ځواکونه پرته قرارګاه له درنې جګړې وروسته بشپړه ونیوله. د دوی په خبره په ...

نور ولوله »

حامد کرزی: پاکستان دې پر تورخم د وېزې بندیز ختم کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۲۳۹۵ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري پر تورخم د تګ راتګ لپاره د وېزې لګول غندلي او له پاکستانه يې غوښتنه کړې چې دا بندیز دې لرې کړي. نوموړي چې له مشال راډيو سره خبرې کولې وویل چې ډېورنډ کرښه کومه رسمي پوله نه ده، د کرښې دواړو غاړو ته پراته ...

نور ولوله »

عطامحمد نور: څو «مچان» او «حشرې» زما په اړه ناسمې څرګندونې کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د بلخ سرپرست والي وروسته له هغه چې د ملي امنیت شورا نوموړی د کندوز د سقوط عامل وباله، په غبرګون کې ویلي چې څو مچان او حشرې د ده په اړه ناسمې څرګندونې کوي. د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ تېره ورځ پخپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې د کندوز د سقوط ...

نور ولوله »

د بيان ازادي او د نه زغم نوې څپه

نظرمحمد مطمئن – لیکوال او شناند کله چې امریکایانو د طالبانو پر حکومت برید وکړ او کابل یې ونیو په هلمند کې وم. حامد کرزی د  ۶ میاشتنۍ لنډمهالې ادارې مشر اعلان شو. د هلمند د وخت والي وغوښتم، زما یې درناوی وکړ، خلکو ورته معرفي کړی وم. یوه میاشت بیا هم په اطلاعات او کلتور کې پاتې شوم.  زما ...

نور ولوله »

را خوشي شوي وګړي: طالبانو پر بایومیټریک ماشين نظامي کسان رانه بېل کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): په کندوز کې هغو کسانو چې طالبانو له نیولو وروسته خوشي کړي رسنيو ته ويلي چې طالبانو د بایومیټريک ماشین په وسیله نظامي کسان د دوی له ډلې بېل کړل. دغه کسان وايي چې طالبانو لسګونه تنه له موټرو ښکته کړل، یو مسجد ته يې بوتلل او هلته يې د یو ماشین په ...

نور ولوله »

د ښار جوړولو وزیر: د دارالامان ماڼۍ د بیا ودانولو لپاره بېلې شوې پیسې ورکې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): د ښار جوړولو وزیر وايي چې د دارالامان ماڼۍ د بیا رغولو لپاره را ټولې شوې پیسې د ښاروالۍ له لوري لګول شوې دي. سید سعادت منصور نادري چې نن مشرانو جرګې استجواب کړی و، استازیو ته په خبرو کې وویل چې له کابل ښاروالۍ نه يې د مکتوب په وسیله د دارالامان ...

نور ولوله »

پر تورخم د ویزې موضوع دواړو خواوو تایید کړې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): په پاکستان کې افغان سفیر وايي چې د تورخم له لارې د وېزې په اړه د افغان او پاکستاني اړخونه تر منځ څو میاشتې وړاندې خبرې شوې دي. حضرت عمر زاخېلوال د خلکو د پوښتنو او اندېښنو په ځواب کې پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې له ډېرو پلټونو وروسته تېر ماښام داسې معلومات ...

نور ولوله »