د لیکوال: رفيع الله شينواری ارشیف

عبدالله عبدالله په دفترونو کې د خپل تصویر د لګولو امر کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه،۱۳۹۵ل): د اجراییه ریاست ګڼو دولتي دفترونو ته په لېږلي مکتوب کې امر شوی چې باید هر دفتر کې د عبدالله عبدالله تصویر ولګول شي. اجراییه رییس چې په رنګینو جامو پوښلو کې نوم لري، پر دولتي ادارو سربېره ګڼو خپلواکو ادارو ته هم د دې مکتوب کاپي لېږلې او د خپل عکس د ...

نور ولوله »

د هيواد د قضايي چارواکو د پام وړ !

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: تیره ورځ په ګڼ شمیر رسنیو کې په کندهار ولايت کې د رسنیز همکار لیکوال او ژباړونکي بشیر احمد ریان د نامعلومې وژنې خبر خپور شو . وژل شوي خبريال بشیر احمد ریان د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دریم کال محصل اود خبریال ویبپانې همکار و چې د کندهار پوهنتون د ...

نور ولوله »

داودزی: د بشير احمد ریان قاتلین باید محاکمه شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی محمد عمر داودزي په کندهار کې د ځوان خبريال، لیکوال او ژباړن بشير احمد ريان پر مړينه خواشيني څرګنده کړې او د هغه د قاتلینو د محاکمې غوښتنه يې کړې. داودزي پخپله رسمي پاڼه د خواشينۍ خبر خپور کړی او پر ولسمشر يې غږ کړی چې ...

نور ولوله »

پروان: سلګونو لاریون کوونکو د امریکایانو د وتلو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): پروان کې وروسته له هغه سلګونه تنه د امریکایانو پر ضد لاریون ته را ووتل چې په دې ولایت کې مېشتو امریکايي عسکرو یو تن د خلکو تر مخ وواژه. د پروان په بګرام کې مېشتو امریکایانو تېره ورځ د بخشي خېل په سیمه کې ۲۲ کلن ځوان محمد حضور پخپل باغ ...

نور ولوله »

د طالبانو ویش،‌ سوله او جګړه

نظرمحمد مطمئن لیکوال او شناند لومړی پاکستاني او بیا افغاني رسنیو د طالبانو څخه د ناراضه دنیمروز پخواني والي ملا محمد رسول د نیولو خبر ورکړ،‌ پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې ملامحمد رسول د افغانستان سره پر پوله پاکستان ته د اوښتو په وخت کې د پاکستاني امنيتي کسانو له خوا نیول شوی دی. تر اوسه داخبره نه هم ملامحمد ...

نور ولوله »

د خواله رسنیو فعالان د بشیر ریان شهادت دردولي ـ د تبصرو غورچاڼ

د کندهار د ځايي امنیتي مسوولینو له لوري د تکړه لیکوال، ژباړن او ژورنالیست بشير احمد ریان په شهادت رسول، په خواله رسنیو کې دردناکه پېښه بلل شوې او ګڼو فعالانو يې په اړه تبصرې کړې دي. نن ټکی اسیا ځينې تبصرې غورې کړې او له تاسې سره يې کټ مټ شریکوي. قاري سعيد : هغوی چې دا زلمی ونه ...

نور ولوله »

د کانونو او پټرولیم وزیر ارګ ته خپله استعفا وړاندې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): د کانونو او پټرولیم وزیر ډاکټر داودشاه سبا ارګ ته خپله استعفا وړاندې کړې ده. ډاکټر داود شاه سبا د ملي امنیت شورا پرلپسې مداخله او د دې شورا له لوري د هېواد د کانونو او معدونونو لوټ د خپلې استعفا دلیلونه وړاندې کړي دي. د کانونو او پټرولیم وزیر خپله استعفا له ...

نور ولوله »

د کرکټ پرونۍ خوښۍ پکتیا او پېښور کې د مینه والو زړونه ودرول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): په پکتیا او پېښور کې د کرکټ د دوو مینه والو د افغان لوبډلې د بریا له امله زړونه درېدلي دي. تېره ورځ افغانستان ویسټ انډيز ته په شل اوریزو لوبه کې ماتې ورکړه، چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې يې خوښی ونمانځل شوه. د پکتیا ولایت یو تن اوسېدونکي غني ...

نور ولوله »

لوګر: برکي برک کې اربکی قومندان وژل شوی

اربکیان

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۹مه، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې يې مشهور اربکی قومندان وژلی دی. دوی په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې قومندان نجیب تندر يې تېر ماښام د برکي برک په چلتن سیمه کې په مخامخ بريد کې وژلی دی. د دوی په خبره په بريد کې يې قومندان ځای ...

نور ولوله »

هغه ګل چې تر سپړیدو وړاندې پاڼې پاڼې شو…!

د ځوانیمرګ شهید بشیر احمد ریان د شهادت په مناسبت: عبدالرحيم (ثاقب) نن سهارمي د خپلې فیسبوک پاڼې له پرانستلو سره سم د محترم ورورعبدالواحد (ریان) لخوا پردې شیرکړي خبرسترګې ولیګیدې چې لیکلې يي و: ((د ګران ورور د قلم او ژبي د تاند او نه ستړي کيدونکي مبارز بشير احمد ريان Basher Ahmed Rayan د شهادت مبارکي د حق ...

نور ولوله »