د لیکوال: رفيع الله شينواری ارشیف

کندوز: له نیول شویو کسانو نه اته تنه نور هم خوشي شوي

Kanduzzzz

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): د کندوز چارواکي وايي چې د قومي مخورو په منځګړيتوب له نیول شویو کسانو نه اته تنه نور هم خوشي شوي دي. د کندوز سرپرست امنیه قومندان سمنوال معصوم هاشمي وايي چې د قومي مخورو په منځګړیتوب پر دې توانیدلي چې له نیول شویو کسانو نه اته تنه را خوشي کړي، د هغه ...

نور ولوله »

د بلخ د شولګرې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): د بلخ ولایت سیمیز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د شولګره ولسوالۍ امنیه قومندان په یوه چاودنه کې وژل شوی. د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند شيرین جان دراني رسنیو ته ویلي چې د شولګره ولسوالۍ امنیه قومندان بسم الله نن د چار شنبې په ورځ سهار له کوره خپل ...

نور ولوله »

اشرف غني له صلاح الدین رباني د استعفا غوښتتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د حکومت پر دواړو شریکانو نیوکې وکړي، ولسمشر غني ترې د استعفا غوښتنه کړې ده. له ګلخانې ماڼۍ نه ځینې سرچینو رسنیو ته ويلي چې اشرف غني تېره شپه صلاح الدین رباني سره اړیکه نیولې او ترې غوښتي يې دي چې له ...

نور ولوله »

الکوزی: د هلمند یوازې پنځه لس سلنه خاوره له دولت سره ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): په مشرانو جرګه کې د هلمند خلکو استازی وايي چې دولت په هلمند کې خپل واک ورو – ورو له لاسه ورکوي. محمد هاشم الکوزي چې له په یوه تلویزوني بحث کې خبرې کولې، چې موده وړاندې د هلمند شل سلنه خاوره له دولت سره وه، خو په دې وروستیو کې يې پنځه ...

نور ولوله »

اخندزاده: حکومتي مشران لاهم د خپلوانو د مقررولو پر جنجال بوخت دي؛ هلمند يې هېر دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۳۹۵ل): په ولسي جرګه کې د هلمند خلکو استازی وايي چې حکومتي مشران لا هم د شوي توافق له مخې د خپلوانو د مقررولو پر جنجال بوخت دي او د هلمند وروستۍ وضعه يې هېره ده. عبدالحی اخندزاده په یوه تلویزوني بحث کې د ولسمشر له لوري د دارالامان د ماڼۍ پر بیا ودانولو ...

نور ولوله »

د برېښنا شرکت پنځه لوړ پوړي چارواکي له دندو شړل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د برېښنا شرکت پنځه لوړ پوړي چارواکي له دندو شړل شوي او د ځينو پر ځای يې نوې ګمارنې شوې دي. د یاد شرکت عملیاتي رییس شکیب نثار، مالي او اداري رییس احمد شاه ساحل، د سوداګرۍ برخې رییس میرویس عالمي، د پې ام او مشر وحیدالله پوپلزی او د کابل د ...

نور ولوله »

کندوز: له نیول شویو کسانو نه ۱۵۰ تنه خوشي شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د کندوز چارواکي وايي چې د کندوز – تخار پر لویه لار د نیول شویو کسانو له ډلې نه ۱۵۰ تنه خوشي شوي دي. یاده پېښه نن سهار مهال د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې شوې ده، د یادې ولسوالۍ ولسوال حیات الله فقیري هم د پېښې پخلی کړی او ويلي ...

نور ولوله »

د بلخ ولایتي شورا: مزار کې پر خلکو وسلې وېشل کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د بلخ ولایتي شورا وايي چې په دې ولایت کې پر خلکو زرګونه میله وسلې وېشل شوې دي. د ولایتي شورا مرستیال شجاع الدین شجاع چې د جنبش غړيتوب هم لري وايي چې عغیر مسوول وسله والو پر خلکو زرګونه میله وسله وېشلې ده. د هغه اشاره چې د جمعیت د اجراییه ...

نور ولوله »

ارګ که د سړي تښتوونکو پټن ځای؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې امنیتي ځواکونو د ولسمشر یو بل ساتونکی د سړي تښتونې په تور نیولی دی. له تیرې یونیمې میاشتې راهیسې دا د ولسمشر دوهم ساتونکی دی چې د انسان تښتونې په تور نیول کیږي. د روان کال د وري د میاشتې په ۱۴ نیټه د کابل ښار یوه اوسیدونکي ...

نور ولوله »

الحاد!؟ – مرکه

يادونه: دوه دېرش کلن استاد لطف الله خيرخوا د قاري محمودشاه زوی، د ننګرهار ولايت، بهسودو ولسوالۍ مربوط عربانو کلي اوسېدونکی دی. لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې يې الهجرة والجهاد عالي مدرسه کې کړي. ديارلس سوه اتيايم کې له مدرسې فارغ شوی او د اسلام اباد نړېوال اسلامي پوهنتون تللی، اصول الدين فاکولتې تفسير څانګه کې يې تر ماسترۍ ...

نور ولوله »