د لیکوال: رفيع الله شينواری ارشیف

ولسي جرګې د پوهنتون لپاره «دانشګاه» او پوهنځي لپاره «دانشکده» تایید کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې د لوړو زده کړو نظامي موسساتو لپاره د پوهنتون او پوهنځي تر څنګ « دانشګاه » او « دانشکده» رسماً تاييد کړي. د ولسي جرګې په پرونۍ ناسته کې د نظامي زده کړو د قانون پر درېیمې مادې له اوږده جنجاله وروسته وکیلانو ومنله چې باید دا دواړه اصطلاحات یوازې ...

نور ولوله »

ننګرهار: بې پیلوټه الوتکې داعش ضد طالب قومندانان په نښه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۱مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت قومي مخور وايي چې په دې ولایت کې بې پیلوټه الوتکې داعش ضد طالب قومندانان په نښه کوي او له منځه یې وړي. د قومي مخورو دا ډله چې پلازمېنه کابل کې يې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل، هغه ته يې شکایت وکړ چې په دې وروستيو ...

نور ولوله »

هلمند ولايتي شورا: لښکرګاه سقوط ته نږدې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند ولایتي شورا وايي چې د دې ولایت پر مرکز د طالبانو کړۍ ساعت پر ساعت راتنګېږي او د مرکز د سقوط وېره غښتلې شوې ده. د هلمند د ولايتي شورا رییس کریم اتل وايي چې که په اته څلویښت ساعتونو کې تازه دمي ځواکونه ور ونه رسېږي، دوی به د لښکرګاه ...

نور ولوله »

د بیان ازادي او حکومتي چلند

محمد ربي آماج وایي د پخوانی شوروی اتحاد د فوځي یر غل په مهال د وردګو ولایت دسید آباد ولسوالۍ مربوط د حزب اسلامی افغانستان (حکمتیار) اړوند د چارګل خان نثار دجبهی مربوط مجاهدینو په منځ کی یوه مسلکی انجینر هم وسلوال جهاد په موخه ټوپک اخیستۍ وو او د دی تر څنګ د رباب هم ډیر شوقی وو او ...

نور ولوله »

کندوز: دشت ارچي کې امنیتي ځواکونو د خلکو کښتونه اوبو کې ډوب کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د ولسي وګړو کښتونه اوبو کې ډوب کړي او ګڼ کورونه، مدرسه او د مسجدونو ودانۍ يې نړولې دي. د دشت ارچي د ملاقلي سیمه چې د لمرو ویالي په نوم تر کانال لاندې ده، امنیتي ځواکونو له طالبانو سره د ملاتړ په تور ...

نور ولوله »

د کونړ پوهنتون استاد نعمت الله کریاب له زندانه خوشي شوی

د کونړ پوهنتون استاد او د بې بې سې خبریال نعمت الله کریاب دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت ریاست کې زنداني شو، چې شېبه وړاندې را خوشي شو. کریاب په جلال اباد ښار کې د بهرنیانو د «۰۲» ځواکونو له لوري ونیول شو او د ملي امنیت ادارې ته وسپارل شو. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وویل ...

نور ولوله »

پاکستان کونړ کې وړاندې راغلی او خوست کې يې تاسیسات پیل کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): پاکستاني ځواکونه یو ځل بیا د کونړ په مروره کې وړاندې راغلي او خوست يې کي تاسیسات پیل کړي دي. د کونړ ځايي چارواکي وايي چې پاکستاني سرحدي ځواکونه په سرکاڼو او مروره کې یو کیلومتر وړاندې راغلي او د خوست ځايي اوسېدونکي بیا وايي چې تڼیو کې يې تاسیسات پیل کړي دي. ...

نور ولوله »

فیض محمد ځلاند: پښتو په افغانستان کې د زندان ژبه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی فیض محمد ځلاند وايي چې پښتو په افغانستان کې د څرخي پله، بګرام او په نړیواله سطحه د ګوانتانامو ژبه ده. هغه چې د پښتو ورځې ( غبرګولې ۹مه / می ۲۹مه ) په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې پر دې افسوس ښکاره کړ ...

نور ولوله »

هلمند: ګرشک کې ۱۷ پوليس وژل شوي او اوه تنه ورک دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند ځايي چارواکي وايي چې د تېره شپه په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې ۱۷ پولیس وژل شوي او اوه نور لادرکه دي. د هلمند د ۵۰۵ زون قوماندان بیا په جګړه کې د ۱۱ پولیسو د وژل کېدو، اتو تنو ټپې کېدو او ...

نور ولوله »

د بغلان امنيتي چارواکي د پښتنو پر ضد «له تاوتريخوالي» ډک چلند کوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غبرګولي ۹مه ۱۳۹۵ل): د بغلان ولايتي شورا استازي وايي، چې دغه ولايت کې جګړه نه ختمېدونکې ده او د ملي امنيت چارواکي د سیمې د پښتنو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند کوي او د طالب په تور يې زندان ته لېږي. د بغلان قومي سپين ږيري او ولسي مخور وايي، چې د بغلان امنيتي ځواکونه، ...

نور ولوله »