د لیکوال: رفيع الله شينواری ارشیف

افغان او پاکستاني پوځي مشران د ډېورنډ کرښې پر امنيت غږېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): پر ډېورنډ کرښه مېشتو افغان او پاکستاني پوځي مشرانو سره لېدلي او د ډېورنډ کرښې چې دوی يې پوله بولي دواړو لوريو ته پر امنیتي وضعیت خبرې شوې دي. د پاکستاني رسنیو له قوله پر ډېورنډ کرښه مېشت د افغان قول اردو قومندان تورن جنرال فقیر د پاکستان د بلوچستان ایالت د یو ...

نور ولوله »

فاریاب: میمنه کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): څو شېبې وړاندې د فارياب په مرکز کې د درنې چاودنې غږ واورېدل شو. لومړني معلومات ښيي چې چاودنه د عزيزي بانک مخې ته په یوه بایسکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په وسیله ترسره شوې ده. عیني شاهدان وايي چې تر اوسه يې درې تنه ټپیان لیدلي دي، خو ...

نور ولوله »

کندهار: طالبان وايي ميوند کې يې لسګونو ګډو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي د کندهار په میوند ولسوالۍ کې يې په زوروره چاودنه کې لسګونو بهرنیو او کورنیو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د میوند ولسوالۍ په برنګ کاریز سیمه کې په «تکتیکي» چاودنه کې ۳۰ کورني او بهرني عسکر وژلي او ګڼ نور يې ...

نور ولوله »

په تېر یوه کال کې تر سلو ډېر خبريالان تښتېدلي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د تېر یوه کال په اوږدو کې له هېواد څخه شاوخوا ۱۰۸ تنه خبريالان بهرنیو هېوادونو ته تښتېدلي دي. دغه کارکوونکي چې له غږیزو، چاپي او انلاین رسنیو سره يې په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې، د امنیتي خوندیتوب نشتوالی او د هېواد له راتلونکي مایوسي د دندو پرېښودو علتونه بولي. که ...

نور ولوله »

ګلاب منګل: د بغلان جګړه د ډنډغوري هوکړه لیک د ماتېدو له امله روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل وايي چې په بغلان کې روانه جګړه د ډنډ غوري د هوکړه ليک د ماتېدو له امله رامنځته شوې ده. منګل له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، چې دوی وکولی شوای، چې د بغلان په ‌ډنډغوري، ډنډ شهاب الدين ...

نور ولوله »

کفر او لویدیز ته خدمت کونکي لیکوال

سیف الله ادریس زموږ پوهان او ادبپال ددې پرځای چې د مسلمانانو حوصله لوړه وساتي دوی د ښکته والي په هڅه کې دي، د دوی تجزیو او تبصرو لنډیز دا شو چې: د الله ج د لوی طاقت پرځای دوی دغه نسبت یو کافر هېواد ته وکړ او وایي چې څه کیږي د همدې کفري هېوادونو په خوښه به وي. ...

نور ولوله »

احمد شاه احمدزی: ځينې پخواني مجاهدين د غرب استعمار ته په ګونډو دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): پخوانی جهادي قومندان او د اسلامي اقتدار ګوند مشر انجينر احمدشاه احمدزی وايي چې ځينې جهادي رهبرانو له روس سره جهاد وکړ، خو د غرب استعمار ته يې سر ټیټ کړ. نوموړي چې نن د مجاهدينو د بریا د ورځې په مناسبت په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل چې دی د ...

نور ولوله »

ولسمشر غني هم د مجاهدينو بريا وستايله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت محمد اشرف غني هم د مجاهدينو د بریا د ورځې مبارکي وویله او د شوروي اتحاد د ماتې او د وخت د دولت پر وړاندې يې د مجاهدينو بریا وستایله. محمد اشرف غني چې د شوروي اتحاد د یرغل پر وخت يې د هغوی پر ضد د مخالفت پل هم ...

نور ولوله »

کابل کې د دايکندې د ولايتي شورا منشي تښتول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): کابل کې ناپېژاندو کسانو د دايکندې د ولايتي شورا منشي مېرمن شيما محمدي تښتولې ده. د دايکندې د والي وياند پېښه مني او وايي چې د خلاصون هڅې يې روانې دي. مېرمن محمدي تېره ورځ د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې د ناپېژندانو کسانو له لوري تښتول شوې ده. ...

نور ولوله »

جنرال امرخېل: امريکا په افغانستان کې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي چې امريکا د جګړې له ډګره په تېښته کې ده او په وينا يې ماتې يې خوړلې ده. جنرال امرخېل په یوه تلویزوني بحث کې د جان کمپل د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د کمپل په ګډون امریکايي جنرالان دلته ناکام ...

نور ولوله »