د لیکوال: رفيع الله شينواری ارشیف

بغلان: د خلکو د کورونو د لوټ لړۍ لا هم روانه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): شاوخوا درې اوونۍ وړاندې دولتي ځواکونو د بغلان په ډنډ شهاب الدين او ډنډ غوري کې د طالبانو پر ضد عملیات پيل کړل، چې لا هم روان دي. د دې عملیاتو په اوږدو کې چې له يوې اوونۍ وروسته د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد هم د جګړې د پر مخ ...

نور ولوله »

د ۵۰۵ زون عمومي قومندان: طالبان زموږ په ټانګونو کې راسره جګړه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): په هلمند کې د ۵۰۵ زون عمومي قومندان وايي چې طالبان په هغو ټانګونو کې له دوی سره جګړه کوي چې د دوی له پوستو يې بېولي دي. عصمت دولتزی وايي تېره ورځ هم طالبانو د دوی پر پوستو له همدې ټانګونو پر ګټه برید وکړ او په وینا يې شپږ تنه عسکر ...

نور ولوله »

يوناما: تېر کال ۱۱ زره تنو ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارې څانګه وايي چې په تېر ۲۰۱۵ ميلادي کال کې ۱۱ زره تنو ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبه اوښتې ده. د یوناما په دې راپور کې راغلي چې په تېر کال کې ۱۱۰۰۲ هغه پېښې شوې چې ملکي وګړو ته پکې زیان اوښتی او په ...

نور ولوله »

لس زرينې کرښې

ژباړه: دادمحمد ناوک د شهید امام حسن البنا رحمه الله د تلين پر مناسبت! هغه رحمه الله فرمايي: ۱ـ کله مو چې اذان واوريد، که په هرحال کې وئ پورته شئ او د جومات د جمعې لپاره لاړ شئ! ۲ـ قرآن ولولئ او د ایاتونو د مانا په درک کې يې دقیق اوسئ، یا غوږ ورته ونیسئ! د خدای له ...

نور ولوله »

شاعر او د خپل چاپیریال کړه وړه!

مصطفی سالک سمیع الله تازه په خپل کتاب (ادبیات شفاهی نورستان) کې د نورستاني شعر غم ژړلی او په حقه یې ژړلی دی،نوموړی لیکي ( چې ځمکه خپرونو ته برابره شوه یو شمیر نورستاني روڼ اندو هم د دري او پښتو ژبو په جوړښت شعرونه ویل پیل کړل او د خپلې نورستانۍ شاعرۍ کلاسیک فورم یې په قافیه کې بندي ...

نور ولوله »

د پروټو ټايپ«پروپاګند» له لارې د خلکو بدنامول يو هنر

ليکوال: اوريا مقبول جان ژباړن: احمد الله احمدزی د رابند نات ټيګور کيسه «کابلي والا» د داسې درد، اندېښنو او کرکې په شاليد کې ليکل شوې، چې د هند په ټوله لويه وچه کې د پښتنو پر ضد يو پروپاګند خپور شوی و. دغه تاثر د ۱۸۷۵م له وروستۍ جګړې وروسته انګرېزانو د يو لوی سازش په ترڅ کې خپور ...

نور ولوله »

کمپل: د امنیتي ځواکونو ۷۰ سلنه ستونزې د مشرتابه د کمزورۍ له امله دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو عمومي قومندان جنرال جان کمپل وايي چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ستونزې پر ډېرېدو دي خو په وينا يې مسوولین يې د رهبرۍ غړي دي. کمپل وويل چې د امنیتي ځواکونو تر منځ عادي ستونزې ۵۰ سنله موجوده وي، خو د ناسم مدیریت له امله ...

نور ولوله »

افغانستان کې راډيو يوه پېړۍ ووهله

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): که څه هم په نړۍ کې لومړی ځل راډيو په نولسمه پېړۍ کې منځته راغله خو په افغانستان کې د دې غږیزې رسنۍ سل کاله پوره شول. د فبروري میلادي میاشتې ۱۳مه چې د راډیو نړیواله ورځ بلل شوې، په افغانستان کې هم ځينو خبري رسنیو د دې ورځې اړوند خپرونې وړاندې کړي. ...

نور ولوله »

هارون چخانسوری د ارګ د تشريفاتو رییس ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د محمد نسیم شريفي له دندې ګوښه کولو وروسته محمد هارون چخانسوري د ارګ د تشريفاتو رییس ټاکل شوی دی. له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې ښاغلی چخانسوري په مدیريت کې ۱۲ کلنه تجربه لري او تر دې وړاندې يې په نړیوال بانک کې هم دنده ترسره کړې ده. محمد هارون چخانسوري ...

نور ولوله »

د هلمند فرهنګي وضعيت / شپاړسمه برخه

پوهنيار نور احمد اېمل بست راډیو بست راډیو د ۲۰۰۸ز. کال د مارچ میاشتي په ۲۹ نېټه چي د ۱۳۸۷ ل ل کال د ثور میاشتي له ۱۵ نېتې سره برابره ده په رسمي ډول پرانستل سوې ده. دستګاه یې ۲۰۰۰ زره واټه ظرفیت لري او په (۸۹،۸ ایف ایم) څپو نشرات کوي، د هلمند شا او خوا ۱۳۰ کیلو ...

نور ولوله »