د لیکوال: رفيع الله شينواری ارشیف

هرات: پر ولایت مقام راکټي بريد شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): هرت کې د دې ولایت پر مرکزي ودانۍ راکټي بريد شوی دی. په پېښه کې دولتي چارواکو ته زیان نه دی رسېدلی خو عامې روغتیا د مسوولینو په خبره ولسي وګړي پکې زیانمن شوي دي. د مرکزي روغتون مسوولین وايي چې د پېښې له ځایه ورته شپږ ټيان ور وړل شوي دي چې ...

نور ولوله »

د ملا اخترمحمد منصور د وژنې شائعه د څه لپاره ؟!

نن ټکی اسیا – سرليکنه: د پنټاګون د رسمي اطلاعاتو په حواله ویل کیږي چې د طالبانو مشر ملا اخترمحمد (منصور) د یوې امریکايي بي پلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دی. د پنټاګون چارواکي وایي چې ملا اختر محمد منصورخپله د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په امر یوې بې پیلوټه الوتکې هغه مهال په نښه کړ چې ...

نور ولوله »

ولسمشرغني: د ورځې یو میلیون ښکنځلې راته کېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): ولسمشرغني وايي چې د ورځې یو میلیون ښکنځلې ورته کېږي، خو د ده په خبر دی باید خپلې چارې پر مخ بوځي. که څه هم نوموړي کره شمېره نه ده وړاندې کړې، خو په خواله رسنیو کې، د ارګ پر فیسبوک پاڼه او ځينو لاریونونو کې يې ښايي ښکنځلې اورېدلې او لوستلې وي. ...

نور ولوله »

چارواکي: د روزګان چنارتو ولسوالۍ کې ۱۲ امنیتي پوستې د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): د روزګان چارواکي وايي چې طالبانو د دې ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې تر لسو ډېرې امنیتي پوستې نیولې دي. د چنارتو ولسوال فیض محمد وايي چې تېره شپه طالبانو د ترینکوټ – چنارتو پر لاره د پولیسو ۱۲ پوستې نیولې دي او د لارې واک يې پخپل لاس کې اخیستی دی. نوموړي ...

نور ولوله »

جوزجان چارواکي: اربکیانو د واده په مراسمو کې پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): د جوزجان چارواکي وايي چې د دې ولایت په مینګجیک ولسوالۍ کې ځايي اربکیانو دوه ولسي وګړي وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي. د جوزجان د والي ویاند وايي چې پېښه تېره شپه د واده په مراسمو کې رامنځته شوې ده. محمد رضا غفوري خبریالانو ته په خبرو کې وویل چې ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: پاکستاني ځواکونو خوست کې امنیتي پوستې جوړې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): د ولسي جرګې غړي وايي پاکستاني ځواکونو په افغان خاوره کې د ننه پوځي تاسیسات جوړ کړي دي. په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي وايي چې پاکستاني ځواکونه د دې ولایت تڼیو ولسواليو کې امنیتي پوستې جوړې کړې دي. د دوی په خبره پاکستاني پوځيانو د تڼيو د پشرلي غره ...

نور ولوله »

دویم تعقیب: طالبان وايي د بګرام پېښه کې يې ۱۵ امریکايي عسکر وژلي

afghan kills american

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): نن تر غرمې وړاندې د پروان په بګرام ولسوالۍ کې د بهرنیانو د پوځي موټرو پر کتار سرتېری بريد وشو. د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي چې نن سهار شاوخوا لس بجې یو سرتېري بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د بهرنیانو له ټانګونو سره وجنګاوه. هغه وايي په قلعه نصرو سیمه ...

نور ولوله »

کندهار: طالبان وايي د ملي امنیت فعال غړی يې وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): طالبانو د کندهار په عینو مېنه ښارګوټي کې د هدایت الله صوفوال په نوم یو تن وژلی دی. د کندهار د والي ویاند وايي چې پېښه نن تر غرمې وړاندې وشوه او بریدګر په تېښته بریالي شول، خو په وينا يې پلټنې يې روانې دي. صمیم خپلواک وايي چې هدایت الله کومه دولتي ...

نور ولوله »

غور: د پسابند امنیه قومندان طالبانو سره جګړه کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): د غور امنیتي مسوولین وايي چې د پسابند ولسوالۍ امنیه قومندان د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی. د غور د امنیه قومندانۍ ویاند غلام مصطفی محسني وايي چې پېښه د جمعې شپه هغه مهال رامنځته شوه چې قومندان عبدالله خان د عملیاتو لپاره روان و. د سرچينې په وینا قومندان عبدالله ...

نور ولوله »

پاکستان: امریکا په افغانستان کې ماته شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱، ۱۳۹۵ل): پاکستاني چارواکي وايي چې امریکا په افغان جګړه کې له پښو لوېدلې ده. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د امریکايي چارواکو د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې سخته ماته خوړلې ده. د امریکا متحده ایالات پاکستان ملامت بولي او وايي چې په افغانستان کې د جګړې ملاتړی ...

نور ولوله »