د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

يوه ښځينه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازې په توګه وټاکل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): په اقتصادي چارو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله وزيره عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځانګړې استازې په توګه وټاکل شوه. د ارګ وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي رسنیو ته ویلي دي چې د محمد اشرف غني په امر عادله راز د محمود صيقل په ځای په ...

نور ولوله »

اسلامي هجري تاریخ ته ولي هجري ویل کېږي؟

راټولونه او ترتیب: م. حمد الله دانشمند اسلامي هجري تاریخ د اسلام د ستر لارښود “محمد” – صلی الله علیه وسلم – و مدینې منورې ته د هجرت له امله، “اسلامي هجري” نومول شوی. داچې ولي اسلامي تاریخ له همدې نېټې نه پیل شو، په اړه یې ویل شوي: د امیر المؤمنین “عمر بن الخطاب” – رضی الله تعالی عنه ...

نور ولوله »

ننګرهار: چپرهار له پاره د داعش ولسوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ له پاره د داعش وسله والې ډلې ولسوال په هوايي بريد کې وژل شوی دی. د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ په چکاو سيمه کې د داعش له لوري ددې ولسوالۍ ولسوال محمد سفير چې په رياض الله مشهور و د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ...

نور ولوله »

ميدان وردګ: هوايي بريد کې د مدرسې يوولس زده کوونکي وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې په دريو کليو هوايي بريدونه شوي دي چې په نتيجه کې يې د يوې ديني مدرسې ۱۱ تنه زده کوونکي وژل شوي. د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکي وايي چې تيره شپه ددې ولايت د سيد اباد ولسوالۍ په دريو کليو هوايي بريدونه وشول چې ...

نور ولوله »

زابل: طالبان وايي درې پوستې او درې عسکر يې نيولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوستو بریدونه کړي دي چې له امله يې درې پوستې په خپله ولکه کې اخیستي او درې عسکر يې ژوندي نيولي دي. د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې تيره شپه د زابل ولايت د شاه جوی ولسوالۍ اړوند د ...

نور ولوله »

د دفاع وزیر د ماتي خبري

asadullah khalid with isaf

رحمت الله تره کی کومه ورځ چې روسانو په افغانستان تیری کړی وو، ۳۹ کاله او دوه ورځې وروسته، په هغه ورځ، د دفاع وزارت په یو مفشن سالون کې، د حکومت نوی دفاع وزیر په داسي یو حالت کې معرفي کیده چې هلته د امریکایي قواوو تر ټولو غټ قومندان جنرال میلر ناست وو، خالد وویل چې موږ په ...

نور ولوله »

غم او خوشحالي

ژباړه : فضل رباني قاضي زی یو سړی چې له خپل ښاره بیرون وتلی و، د بیرته راستندو سره ګوري چې کور یې اور اخیستی. دا په ښار کې تر ټولو ښایسته کور و، او ده له خپل کور سره ډیره مینه لرله. ډیری خلک حاضر وو چې ډبل پیسې ورکړي او کور واخلي، مګر هغه هیڅ کله موافق نشو ...

نور ولوله »

نظر پوښتنه: دوه پنځوس سلنه امريکایان له افغانستان څخه د عسکرو ايستل غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې تيره اوونۍ ټرمپ له سوريې څخه د خپلو عسکرو د ویستلو امر وکړ، يوه ورځ وروسته یې له افغانستان څخه هم د خپلو ۱۴ زره عسکرو نيمايي هغو د ويستلو خبر هم ورکړ. د ټرمپ ددې پريکړې په اړه امريکايان په بيلابيلو نظرونو ويشل شوي دي چې ځينې يې موافق ...

نور ولوله »

داستاد محمد یاسر د زندان لسمه کلیزه

عمار یاسر الحمدلله رب العالمین والصلاة والسلام علی سید المرسلین وعلی آله و اصحابه اجمعین ، اما بعد! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! هیله ده ټول روغ او جوړ وی . زه هم تراوسه الحمدلله پخیر یم. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی زه تعجب کوم د مسلمان کار ته چې د مسلمان ژوند ټول په خیر دی ، ...

نور ولوله »

د نن ټکی اسيا په همکارۍ د پکتيکا د سپين ږيري قرآن ليکوونکي ارمان پوره شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): نن ټکی اسیا د روان کال د مرغومي په درېمه نيټه د پکتيکا ولايت د مرکز ښرنې د يو تن سپين ږيري بهاول خان چې قرآنکريم يې په خپلو لاسونو ليکلی دی او له خلکو څخه يې د چاپ غوښتنه کړې وه، په اړه يې يو راپور خپور کړ چې يو افغان يې د چاپ ...

نور ولوله »