د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

دايکندي: درې پوستې سقوط شوي او ۱۰ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په دايکندي ولايت کې د امنيتي ځواکونو په پوستو د طالبانو بريدونو کې درې پوستې سقوط شوي او لس امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دايکندي امنيه قومندان غلام سخي غفاري رسنيو ته ويلي دي چې تيره شپه طالبانو د دايکندي ولايت «پاتو» ولسوالۍ په تمزان سيمه کې د امنيتي ځواکونو په ...

نور ولوله »

پر ډېورنډ فرضي کرښه تر دوه سوه ډېرې پوستې جوړې شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): پاکستاني چارواکي وايي د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې يې د پوستو جوړولو او اغزن تار غځولو لړۍ دوام لري. د پاکستان د پوځ ویاند جنراف اصف غفور وايي تر اوسه پورې ټولې ۲۳۳ پوستې جوړې شوې دي چې لا يې هم کار روان دی. د پاکستان پوځ اعلامیې هم لیکلي، پر دې ...

نور ولوله »

د کونړ په فاجعې کې د امریکايي ځواکونو مشورتي رول

 د نن ټکی اسيا سرليکنه  د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د ولسي وګړو د وژنې وروستۍ فاجعه د ولسي خلګو، مدني فعالانو ، پارلماني استازو او بشري حقونو د کمیسیون د توند غبرګون را پارلو لامل شوې ده. په ولسي جرګې کې د کونړ د استازي غلام سخي مشواني د وینا په حواله د تیرې پنجشنبې په شپه ...

نور ولوله »

د مهذبې نړۍ وحشت

سید شریف دمهذبې نړۍ یرغلګرو عسکرو دځایې کرایې ټوپکیانو په ملتیا یو ځل بیا افغان ولس د ویر اوماتم په ټغر کښېناوه،دا ځل یې لس وشل ملکي هیوادوال نه دي شهیدان کړي، یو کور او دوه کورونه یې نه دي بمبار کړي،بلکې بشپړ کلي یې ویجاړ کړي او یو لوی بشري ناورین یې جوړ کړی دی. یرغلګرو او دمفکر وسله ...

نور ولوله »

ننګرهار: د وهل شويو سرتيرو کورنيو د پراخو لاريونو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لیندۍ، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار ولایت کې د امنيتي سرتيرو کورنۍ، قومي مشرانو او ولايتي شورا غړو ګواښ کړی دی چې که په دې ولايت کې د والي د ورور له لوري د امنيتي سرتيرو د وهلو پوښتنه ونه شي پراخ لاريونونه به وکړي. تيره اوونۍ په ننګرهار ولايت کې د دې ولايت د والي ورور ساتونکو ...

نور ولوله »

لوګر: ترافيکي پيښه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لیندۍ، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت مرکز التمور سيمه کې د يوې ترافيکې پيښې له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لوګر امنيه قومندانۍ وياند شاپور احمدزی وايي دا پيښه نن له غرمې مخکې د لوګر ولايت په مرکز پل علم کې د التمور په سيمه کې رامنځته شوه چې له امله يې ۷ ...

نور ولوله »

د خوب دا طريقه مو د ذهن د پياوړتيا او ارامۍ سبب ګرځي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): که چېرې مو د شپې خوب نه پوره کيږي او د مختلفو ذهني ناروغيو انديښنه مو ورځ تر بلې زياتيږي نو فکر مه کوئ، يواځې د قيلولې عادت خپل کړئ، له ډېرو رنځونو نه به خوندي شئ. د استرليا په جنوب کې دايډيليډ په نامه يو پوهنتون په تازه څېړنه کې راغلي دي چې ...

نور ولوله »

فاریاب؛ چارواکو ومنله چې سرحوض سیمه د طالبانو لاس ته لوېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د فاریاب چارواکو ومنله چې پښتون کوټ ولسوالۍ کې يې پراخه ساحه له ګوتو وتې او طالبان پر حاکم شوي دي. د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي دا سیمه له تېرو څلورو کلونو راهیسې د طالب سرتېرو له لوري محاصره وه. هغه خوښي څرګندوي، چې اربکیان، کمانډو عسکر او پولیس يې سلامت ...

نور ولوله »

شاه محمود قريشي کابل ته راورسېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي څو شيبې وړاندې د افغانستان پلازمينې کابل ته راورسېد. شاه محمود قريشي به په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان په درې اړخيزه غونډه کې ګډون کوي. په دې درې اړخيزه غونډه کې به په افغانستان کې له طالبانو سره د مذاکراتو په اړه ...

نور ولوله »

د ننګرهار والي د ورور ساتونکو دولتي سرتيري سخت ډبولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار والي د ورور حاجي عارف شخصي ساتونکو په دې ولايت کې دوه دولتي سرتيري وهلي او ژوبل کړي دي. راميز او جبارګل دوه سرتيري چې يو يې د کابل اوسېدونکی دی خو په ننګرهار کې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې دنده ترسره کوي د والي د ورور ساتونکو سخت ډبولی دی. ...

نور ولوله »