د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل د دې خلکو سرچپه مسلماني ده یاره! دا څۀ عجیبه مسلماني ده د رشوت په پیسو هر کال حج ته درومه بس همدا کوه! دا ښه مسلماني ده ډېر په نۀ زړۀ یې په مړاوو سترګو ووې مړه! مۀ کوه کنه مسلماني ده داسې ړنګه بنګه مۀ راځه شېرینې ما نیولې ده روژه، مسلماني ده مولانا تۀ نو ...

نور ولوله »

ميدان وردګ: د طالبانو بريد کې يو پيلوټ وژل شوی«انځورونه»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره ورځ د ميدان وردګ ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې يو تن دولتي پيلوټ په وسله وال بريد کې وژلی دی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي دي چې د نعمت الله نظري په نامه ياد پيلوټ چې په ولسي وګړو يې بمبارۍ ترسره کړي دي، د طالبانو په تکتيکي بريد ...

نور ولوله »

د ولسي جرګې د اوولسمې تقنیني دورې پیل

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د غزني پرته د ولسي جرګې د اوولسمې تقنیني دورې ټاکنې د تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې. که څه هم په لومړیو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي ؤو چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د ۱۳۹۷ هـ ش کال د لړم په ۱۹مه او وروستۍ پایلې به یې ...

نور ولوله »

تږی یمه؛ اکرام الدين مفتون

 اکرام الدين مفتون مستو پیالو ته ضرورت لرمه تږی یمه لمدو لېمو ته ضرورت لرمه تږی یمه د للمې ګل یمه نور مرم د پسرلي بارانه د ستا شېبو ته ضرورت لرمه تږی یمه په خپل ټټر د شهادت زمزمه ستا په خاطر سرو پرهرو ته ضرورت لرمه تږی یمه ستا د هجران غرمو بیخي لېونی کړی یمه د سیند ...

نور ولوله »

د خلیلزاد سفرونه

واحد فقيري خلیلزاد خپل د زېږېدو ځای مزار شریف ته سفر کړی دی. هغه وايي د مزار شریف له مهمو اشخاصو سره يې کتلي دي، او په مزار شریف کي د سولي د موافقې لپاره پراخ ولسي حمایت موجود دی. هغه په مزار شریف کي د عطا نور، محمد محقق، د ښځو او نورو مدني ټولني سره کتلي دي. خلیلزاد ...

نور ولوله »

غزني: يو اربکی قومندان طالبانو سره يو ځای شوی«انځورونه»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو اربکيانو یو قومندان له طالبانو سره يو ځای شوی دی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د نواب خان په نامه د غزني د ګيرو ولسوالۍ د اربکيانو مهم قومندان د حقايقو په درک کولو سره دوی ته ورغلی دی او ...

نور ولوله »

تخار: طالبانو په څلورو ولسواليو بريدونه کړي يوه يې سقوط کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره شپه د تخار ولايت په څلورو ولسواليو هممهاله بريدونه پيل کړي دي چې په نتيجه کې يې ددې ولايت خواجه غار ولسوالۍ سقوط کړې ده او امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د تخار سيمه ييز چارواکي وايي چې طالبانو تيره شپه شاوخوا دوه بجې ددې ولايت د خواجه ...

نور ولوله »

د کابل د چاپېریال ککړتیا؛ نوې پالیسۍ اړتیا

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز په داسې حال کې، چې د کابل اکثره خلک د چاپېریال،اوبو او هوا له ککړتیا شکایت کوي، او نوموړې ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي چې په دې وروستيو څو کلونو کې د اورښت د لږوالي او په هېواد کې د څلور لسیزو جګړو چې ډېری ځنګلونه او ونې پکې له منځه تللې دي، د ...

نور ولوله »

د طالب جنګیالیو د ماشومانو ژوند

واحد فقيري کله چي قاري خالد خپل کورته ننوت، د هغه درې کلن زوی فهیم او دوه کلني لور نرګس د کور په غولي کي لوبي کولې. قاري خالد توپک په لاس او مول وهلی کور ته داخل سو. قاري خالد سمدستي خپل ماشومان په غېږ کي ونیول. قاري خالد یو ۲۵ کلن طالب قومندان دی، خو په کور کي ...

نور ولوله »

ټامیان څوک دي؟

 سنګر ځدران ټامیان (Tommy ) په لومړې ځل د انګریز په پوځ کې هغو پراشوتي پوځیانو ته استعمالیدله چې د هوا له لارې باید د جګړې له لیکې سره یو ځای شي، خو دا چې جګړه به تر ډېره پیاده عسکرو په مخ وړله، کله به هم داسې اړتیا نه پیښیده چې د هوا له لارې دې پوځیان د جګړو ...

نور ولوله »