د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

کابل: نړیوال هوايي ډګر کې له وسلو ډک موټر نیول شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې امنیتي مسؤلین وايي چې له وسلو ډک موټر يې نیولی دی. سپتونیک، د یادو سرچینو په حواله لیکي، تېره شپه شاوخوا دولس بجې د هوايي ډګر له دېرشم پارک نه دغه موټر را وایستل شو. دغه تور رنګی فورنر موټر د خوست نمبر پلیټ لري، ...

نور ولوله »

بلخ: ډاکټرغني دبرېښنا له وزیر پرته، یو سب سټېشن پرانیزي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): ډاکټر غني د برېښنا د یو سب سټېشن د پرانیستې لپاره بلخ ته سفر کړی، له هغه سره په دې سفر کې د اوبو او برېښنا وزارت د وزیر پر ځای د کورنیو چارو وزیر ملګری دی. ارګ وايي هغه په بلخ کې یو برېښنایي سب سټېشن فعالوي، پر امنیتي مسائلو غږېږي او د ...

نور ولوله »

تخار: طالبانو د دشت کلا ولسوالۍ نیولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): تخار کې دشت کلا ولسوالۍ نږدې نیم ساعت وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېده. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د دوی ځواکونو د دې ولسوالۍ مرکز او امنیه قومنداني نن ماسپښين دوه بجې ونیوله. ښاغلي مجاهد پخپله ټويټر پاڼه لیکلي، چې د دې ولسوالۍ اړوند ټولې پوستې يې نیولې او شاوخوا ۲۰ پولیسو ...

نور ولوله »

سلګونه سیاسي پاسپورټونه ناقانونه وېشل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د بهرنیو چارو وزارت سلګونه سیاسي پاسپورټونه ناقانونه وېشلي او داسې چاته ورکړل شوي چې قانوني شرایط يې نه درلودل.   د «هشت صبح» ورځپاڼې د راپور پر اساس سلګونه جلده پاسپورټونه عادي وګړو ته د وزارتونو د کارکوونکو او چارواکو په نامه وېشل شوي دي. ...

نور ولوله »

روزګان: طالبان وايي چوري ولسوالۍ يې نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، روزګان کې د چوري ولسوالۍ مرکز او شاوخوا اړوند پوستې نیولې دي. طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي د دوی ځواکونو د جوري ولسوالۍ ودانۍ، د استخباراتو اړوند ودانۍ او شاوخوا ۱۷ پوستې نیولې دي. سرچینه زیاتوي د دوی سرتېرو د ولسوالۍ شاوخوا چاڼيز عملیات ...

نور ولوله »

تخار: طالبان وايي ۱۷ امنیتي پوستې يې نیولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې تېره شپه د طالبانو په څو ساعته جګړه کې ۱۷ امنیتي پوستې سقوط شوې دي. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی سرتېرو تېره شپه ۱۲ بجې د خواجه غار ولسوالۍ په پل مومن او ګورتپې سیمو کې پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې ...

نور ولوله »

بادغیس: پولیسو یوه لسیزه د سپيو غوښې خوړلې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس چارواکي وايي امنیه قومندانۍ کې ټیټ پوړو او لوړپوړو امنیتي مسؤلینو له یوې لسیزې راهیسې د سپیو غوښې خوړلې. د بادغیس امنیه قومندان فهیم قایم، چې تازه يې دغه دنده پیل کړې، د خپلو کارکوونکو او عسکرو پر وضعیت خواشيني ښوودلې او تر ځان وړاندې امنیه قومندان يې ملامت بللی. هغه ویلي، ...

نور ولوله »

روزګان: پولیس د بانک څلور کارکوونکي وژلي او دوه نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د روزګان ځايي چارواکي وايي د نوي کابل بانک یوه ساتونکي چې د عامه ساتنې د پولیسو غړی و، د دې بانک څلور کارکوونکي وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي. د روزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي، بریدګر افسر جمشید نومېږي او تېره ورځ غرمه مهال يې له لفظي شخړې وروسته ...

نور ولوله »

پکتیا: د بهرنیانو هوايي برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): پکتیا کې د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه په هوايي برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي. بهرنیو ځواکونو تېره شپه د دې ولسوالۍ په کوهسین سیمه کې د خلکو پر کورونو بمبار کړی، چې د ماشومانو په ګډون يې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي دي. د پکتیا چارواکي ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: طالبان پخپل منځ کې هیڅ اختلاف نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): ازادي راډیو د ولسي جرګې د ځینو وکیلانو او یو شمېر کارپوهانو په حواله وايي، طالبان پخپلو منځو کې هیڅ اختلاف نه لري. یاده سرچينه د ولسي جرګې د غړي عبدالروف انعامي له خولې وايي، طالبان پخپلو ټولو چارو کې عملاً او قولاً یو دي. انعامي وايي، طالبان پر یوه اډيالوژۍ را ټول شوي، ...

نور ولوله »