د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

دوه زره اتلسم له ستونزو او ننګونو ډک کال

خالق یار احمدزی دوه زره اتلسم میلادي کال لکه څرنګه چې کارپوهانو او پوځي شنونکو اټکل کړی و، تر ټولو خونړی او بوږنونکی کال و، چې افغانان په کې تر بل هر وخت زیات وځپل شول او په بیسارې توګه وحشتونه پرې ترسره شول. د دغه کال /2/14م نیټه طالبانو امریکایي ولس ته یو مفصل لیک ولیږه او د روانې ...

نور ولوله »

تازه خبر: کابل ښار کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کابل خوشال خان مينې ته څېرمه څو شيبې وړاندې د يوې چاودنې غږ اورېدل شوی دی. عيني شاهدان وايي چې چاودنه د دعوت پوهنتون مخې ته شوې ده او ماين له يو موټر پسې نښلول شوی و، تر اوسه معلومه نه ده چې د چاودنې هدف څه و. نن سهار هم په کابل ...

نور ولوله »

پاکستان: افغانانو ته د ويزې په ورکړه کې تغيرات نه دي راغلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د افغانستان اتباعو ته يې د ويزې په ورکړه کې هيڅ راز بدلون نه دی راوستی. څو ورځې وړاندې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د پاکستان حکومت افغانستان د هغو څلورويشت هيوادونو له نوملړ څخه وويست چې له مخې يې د هغو هيوادونو اتباع ...

نور ولوله »

د هیواد په داخل کې د مذاکراتي بهیر د تنفیذ ارجحیت

عبد الرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی د طالب مذاکراتي ټیم او زلمي خلیلزاد د دفتر د وروستیو معلوماتو پر اساس په قطر کې د دواړو لورو ترمنځ کیدونکې غونډه تر نامعلوم وخت پوري ځنډیدلې ده. که څه هم چې په رسمي ډول د قطرغونډه چې د رسنیو لخوا یې د روانې میاشتې په نهم او لسم تاریخ د جوړیدو ...

نور ولوله »

پر مولانا عبدالسلام عابد بمي بريد شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۹مرغومي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان مشهور ديني عالم، د کابل عبدالرحمن جومات خطيب شيخ القرآن مولانا عبدالسلام عابد له يوې بمي چاودنې روغ وتلی دی. نوموړی نن سهار په یوې چاودنه کې ټپي شو چې له هغې وروسته روغتون ته يوړل شو خو اوس يې روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی. په فيسبوک کې د نوموړي په ...

نور ولوله »

د سولې شورا پلاوی اسلام اباد ته ورسېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سولې شورا د دارالانشاء رئيس محمد عمر داودزي په مشرۍ يو پلاوي د پاکستان پلازمينې اسلام اباد ته سفر رسېدلی. ټاکل شوې ده چې د افغانستان د سولې شورا دا پلاوی د پاکستان د سياسي او مذهبي مشرانو سره وګوري او د افغانستان د قضيې د حل په موخه ورسره خبرې وکړي. ...

نور ولوله »

ننګرهار: داعش ډلې دوه ورونه وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې داعش وسله والو دوه ورونه په ډزو وژلي دي. دا پيښه تېره ورځ ناوخته د چپرهار ولسوالۍ په تره کو سيمه کې رامنځته شوه او د سيمې اوسېدونکي وايي چې د عبدالوهاب او عبدالقيوم په نامه دوه ورونه چې خټګران او مزدور کار وو د داعش ...

نور ولوله »

د سالنګ لار د باروړونکو موټرو په مخ وتړل شوه

  نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سالنګ لويه لار د واورې د زیات ورښت او برف کوچونو د خطر له امله د بار وړونکو موټرو په مخ وتړل شوه. د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر عبدالبصير حبیبی رسنيو ته وويل چې په سالنګونو کې له تيرې شپې راهيسې د واورې ورښت ډير زيات شوی دی او ...

نور ولوله »

خوست کې چاودنې ۲۵کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د خوست ولايت په مرکزي ښار کې سپين جومات ته څېرمه د چاودنې له امله ۲۵ تنو مرګ ژوبله اوښتې ده. دا چاودنه چې نن غرمه مهال د ملکي وګړو د ګڼې ګوڼې په سیمه کې هغه مهال وشوه چې خلک په خپلو ورځينو چارو بوخت و چې له امله يې ۲ تنه ...

نور ولوله »

سکاټ مېلر د پلاوي په ملتیا تېر مازیګر فاریاب ته تللی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د یو پلاوي په ملتیا فاریاب ولایت ته تللی او هلته يې له خپلو روزل شویو عسکرو سره لیدلي دي. د ځانګړو عملیاتو قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي، په دې سفر کې چې تېر مازیګر ترسره شو، له سکاټ مېلر سره د دفاع ...

نور ولوله »