د لیکوال: عبدالصمد ګوهر ارشیف

ننګرهار: يو صراف وژل شوی او پوليس ډبول شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې په دوو جلا جلا پيښو کې يو صراف وژل شوی او څو تنه پوليس ډبول شوي دي. د راپورونو له مخې نن سهار د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يو تن صراف د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو ويشل شوی دی او بريد ګر ...

نور ولوله »

پکتيکا کې يو روغتون په بمونو الوځول شوی

نن ټکی اسيا: (يکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو یو روغتون په چاودېدونکو توکو الوځولی دی. د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په برمل ولسوالۍ کې تيره شپه نامعلومو وسله والو يو روغتون په بمونو الوځولی او نړولی يې دی. ددې ولايت د عامې روغتيا رئيس اسدالله رسولي رسنيو ته ...

نور ولوله »

پکتيکا: حکومت د خوشامند ولسوالۍ بازار د نړولو امر کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت د خوشامند ولسوالۍ چارواکو ددې ولسوالۍ د مرکزي بازار د نړولو امر کړی دی. له پکتيکا ولايت څخه يوې سيمه ييزې سرچينې نن ټکي اسيا ته ويلي دي چې د خوشامند ولسوالۍ امنيه قومندان څو ورځې وړندې ددې ولسوالۍ د بازار د نړولو امر کړی دی چې خلک يې انديښمن ...

نور ولوله »

د بدخشان ارغنجخوا ولسوالۍ طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وری، ۱۳۹۸ل): د بدخشان ولايت ارغنجخوا ولسوالۍ له څو ساعته جګړې وروسته د طالبانو په لاس سقوط کړی دی. د بدخشان د ولايتي شوار غړی احمد جاويد مجددي وايي چې طالبانو له تيرو څو ساعتونو راهيسې په دې ولسوالۍ بريدونه پيل کړي وو چې نن سهار يې سقوط کړه. مجددي وويل چې په دې بريدونو کې ...

نور ولوله »

د محمد عليم بسمل نوی غزل

محمد عليم بسمل زليخا ښکلې عاشقي دې په يوه روپۍ کړه دعزيز ټوله پاچاهي دې په يوه روپۍ کړه دښامارانو له مخونو دې پرده پورته کړه دفرعونيانو خدايي دې په يوه روپۍ کړه ولې دې وسڼډلې څڼې يه ګل مخېه اشنا ښکلې هوا دپسرلي دې په يوه روپۍ کړه خدايه چې ولې به نسبت هرځاى کې کارنه کوي دښکلو سترګو ...

نور ولوله »

فارياب، هرات او بادغيس ولایتونو کې سيلابونو شل تنه وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹وری، ۱۳۹۸ل): په فارياب، هرات او بادغيس ولايتونو کې د وروستيو ورښتونو او سيلابونو له امله شل تنه وژل شوي دي. د فارياب د والي وياند نقيب الله فايق رسنیو ته ويلي دي چې ددې ولايت په خواجه سبزپوش، دولت اباد، پښتون کوټ او شيرين تګاب ولسواليو کې د سيلابونو له امله د مالي زيان سربيره ...

نور ولوله »

غزني: د امنيتي حوزې د امر په ګډون نهه سرتيري وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹وری، ۱۳۹۸ل): په غزني ولايت کې په دوو امنيتي پوستو د طالبانو بريدونو کې د حوزې د امر په ګډون نهه امنيتي سرتيري وژل شوي دي. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي چې طالبانو تيره شپه د غزني ښار د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د زنخان او انتن په امنيتي پوستو بريدونه کړي ...

نور ولوله »

د ښځو په هکله د حق او باطل جګړه

د رياض د جامع التقوى د خطيب او د امام محمد د پوهنتون د پخوانى استاد دكتور شيخ ناصر بن يحيى الحنيني خطبه د عبدالمالک همت ژباړه د خير او شر، حق او باطل او ايمان او کفر ترمنځ جګړه د لوى څښتن له سننو څخه يو ازلي سنت دى. دغه جګړه د حضرت آدم علیه السلام له پيدا کېدو ...

نور ولوله »

د خلاصون عالي شورا: ټاکنې او ړندې بمبارۍ سولې ته «نه » ويل دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د خلاصون عالي شورا وايي چې په هيواد کې ټاکنې او ړندې بمبارۍ د سولې د سبو تاژ کولو او سولې ته د نه ويلو په معنا ده. د خلاصون عالي شورا نن د افغانستان د روان وضيعت په اړه د بلخ په مرکز مزار شريف کې غونډه کړې ده او د ...

نور ولوله »

انګلستان کې په يوه مدرسه بريد شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۸ل): د انګلستان په شمال ختيځ کې د بحر په نامه يوې مدرسې د نامعلومو کسانو له لوري بريد شوی دی او ورانی يې رامنځته کړی دی. د بحر مدرسې مسؤل امام عبدالمحيط وايي چې دا پيښه تيره شپه د انګلستان په شمال ختيځ نيوکاستل سيمه رامنځته شوې ده چې بريد کوونکو د مدرسې ...

نور ولوله »